جمعه, مارچ 29, 2024
Home+د امريکا د دوو ګوندونو سيالي نړۍ ته ګرانه ده

د امريکا د دوو ګوندونو سيالي نړۍ ته ګرانه ده

ډیوه، بیجنګ، چین

۲۰۲۴کال به د امريکا د ولسمشريزو ټاکنو تر سره کوونکی کال وي. د امريکا ولسمشر جوبايډن به د ډيموکرات ګوند په استازيتوب خپل دويم ماموريت لټوي، په ورته وخت کې د دغه هېواد پخواني ولسمشر او د جمهوريپال ګوند استازي ډونالډ ټرمپ د فبرورۍ په ۲۰مه نېټه د ۲۰۲۴کال د ولسمشريزو ټاکنو لپاره د خپل تياري اعلان کړی. د امريکا د دوو سياسي ګوندونو سيالي په پر له پسې ډول سخته شوې ده. د پخوا په شان، ولسمشر به د خپل اوسني ماموريت له پای مخکې رايې ورکوونکو ته د برياليتوبونو لېست ښودلو، څو په مداومه توګه ورته رايې ورکړي، دغه راز د ده سيالان به هڅه کولو چې ورسره د سيالۍ او مبارزې موضوعات جوړ او تاوده کړي. په دې نتيجه کې ګډوډۍ شوې، چې نه يوازې د امريکا خلک حتې ټوله نړۍ به د دوی د سيالۍ لپاره بيه پرې کړي.

د امريکا ولسمشر جوبايډن د فبرورۍ د ۷مې نېټې په ماښام د جمهوريپال ګوند تر کنټرول لاندې د سنا مجلس کې دولتي راپور خپور کړ. ډيپلوماتيکې تګلارې تل د امريکا د سياسي ګوندونو تر منځ په سيالۍ کې يوه مهمه برخه ده او چپس بلل کېږي. جوبايډن د سياست، اقتصاد، ساينس او ټکنالوژۍ او نظامي چارو په ساحو کې د امريکا د مخکښ مقام ساتلو لپاره يو لړ خبرې وکړې. هغه پر دې ټينګار وکړ، چې باید له چين سره په سيالۍ کې برياليتوب تر لاسه کړي، البته د دغه هدف پوره کولو لپاره به په مداومه توګه پر چين تورونه ولګوي او د چين د پرمختګ په لار کې به خنډونه واچوي. د روسیې او اوکراين تر منځ د سخت کېدونکو نښتو په هکله جو بايډن پر دې ټينګار کړی، چې امريکا به له اوکراين څخه ملاتړ ته ادامه ورکړي او موخه يې دا ده چې تر اخري بريد پورې جګړې ته وسلې برابرې کړي. نو هغه سمدستي تطبيق کړي او د فبرورۍ په ۲۰مه نېټه له اوکراين څخه ناڅاپه ليدنه وکړه او پنټاګون اوکراين ته د ۴۶۰ميليونو ډالرو په اندازه نظامي تجهیزاتو د برابرولو اعلان وکړ.

د امريکا سياستوال په نړۍ کې د لومړي مقام ساتلو لپاره لېوالتيا لري او د دوی په نظر په سياسي ټاکنو کې د دغه هدف لپاره هڅه کوي، لا زياتې رايې به وګټي. نو جوبايډن په خپله وينا کې په ټينګې ارادې سره ويلي، چې موږ بايد له چين سره په سيالۍ کې بريالي اوسو څو زموږ خلک لا نور متحد شي؛ موږ به د نړۍ په ټولو هېوادونو کې د ډيموکراسۍ ساتنه وکړو. نو امريکا د تش په نامه د دغه هدف عملي کولو لپاره کولی شي د ټولې نړۍ په توليد ځنځير کې د عرضې برخې خرابې کړي او په نورو هېوادونو کې د جګړې په اور کې تېل زيات کړي او سوله زيانمنه کړي.

د ډيموکرات ګوند غړي د بايډن د وينا په هکله د ملاتړ اواز پورته کړی، دغه راز د جمهوريپال ګوند غړي ورسره د مخالفت اواز لوړ کړی. دغه سياسيون تل خپل سيالان تحقيروي او په دې لوبه او خپلې سيالۍ کې د نورو هېوادونو پروړاندې د پرمختګ، بشري حقونه، خپلواکۍ او سولې شعارونه کاروي. د امريکا رايه ورکوونکي د دغو سياستوالو د ټاکنيزو خبرو څخه ستړي شوي او د تازه سروې له مخې، د امريکا د دوو سياسي ګوندونو رايه ورکوونکي د جوبايډن او د ډونالډ ټرمپ د بيا سيالۍ لپاره هېڅ علاقه نه لري.

د يادولو وړ ده، چې د ۲۰۲۲کال د امريکا د منځني ټاکنيزې مودې مخکې جوبايډن په بيړني ډول له افغانستان څخه د خپلو پوځونو د ايستلو پرېکړه وکړه او له دې وروسته د افغانستان پرمختګ لا تر اوسه پورې له ډېرو ستونزو سره مخ دی. جو بايډن په اصلي ډول غوښتنه کړې، چې په افغانستان کې د امريکا د شل کلنې جګړې د ختمولو له لارې د خلکو لا زيات ملاتړ کړی. خو تر اوسه د بېلا بېلو ټولنو لخوا انتقاد کېږي او تر څېړنې لاندې دي. د امريکا د کانګرېس د سنا د نظارت او مسئوليت لټونې کمېټې رييس او د جمهوريپال ګوند غړي جامس کومير وويل، چې د بايډن حکومت له افغانستان څخه د خپل پوځ د ايستلو په پيښه کې د تراژيدي په شکل نه دی چمتو کړی، نو د يوه هېواد د امنيتي او بشري مصيبتونو سبب شوي دي.

د ۲۰۲۴ کال د امريکا د ولسمشريزو ټاکنو فضا مخ په پورته کېدو ده. د امريکا رايه ورکوونکي چې چا ته خپله رايه ورکړي، په دغو ټاکنو کې برخوال سياستوال ضروري نه دي، چې د نورو هېوادونو چارې د ځان لپاره چپس وکاروي. ګرده کره دومره لويه ده، چې بېلا بېل هېوادونه په خپلواکۍ توګه پرمختګ کولی شي او امريکا په خپله سياسي ټاکنه تر سره کولای شي او د نورې نړۍ بيې ته اړتيا نه شته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب