جمعه, اپریل 19, 2024
Homeخبرونهاوچا: افغان بېوزلان پورونو کې ډوب او د ناوړه شرایطو ژوند لري

اوچا: افغان بېوزلان پورونو کې ډوب او د ناوړه شرایطو ژوند لري

تاند: ( پنجشنبه، د حوت ۴ ) د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) د افغان کورنیو د پورونو د زیاتیدو او د ژوند د شرایطو د ډېر ناوړه کیدو خبر ورکړی.

د دغه دفتر د ارزونو له مخې، د بې وزلۍ د زیاتوالي له امله د افغان کورنیو پورونه له ۲۰۱۹ څخه تر ۲۰۲۲ کال پورې په اوسط ډول له ۱۱۴ ډالرو څخه ۶۸۷ ډالرو ته لوړ شوي، چې ورسره د دوی د ژوند شرایط هم ډېر ستونزمن شوي.

  د ملګرو ملتونو اړوند دغه سازمان له افغان کورنیو سره د عاجلو مرستو د زیاتیدو غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو دا اندېښنه په داسې حال کې مطرح کېږي، چې د طالبانو د ادارې او نړیوالې ټولنې تعامل ورځ تربلې ستونزو سره مخ کیږي.

نړیواله ټولنه طالبان ګرموي، چې په دې برخه کې ورځ تربلې خنډونه زیاتوي او د هغو شرایطو له عملي کیدو څخه واټن زیاتوي، چې د دوی او نړیوالې ټولنې د تعامل سبب کیدای شي.

طالبان بیا نړیوال ګرموي، چې د دوی پر وړاندې عقده یي او ضدي چلند کوي.

شنونکي باور لري، چې عام افغانان د نړیوالو او طالبانو د دغه کشمکش بیه پرې کوي او ورځ تربلې د بدو شرایطو قرباني کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب