جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهط روسي، ایراني او پاکستاني شرکتونو سره د پانګونې ګډ کنسرسیوم جوړ...

ط روسي، ایراني او پاکستاني شرکتونو سره د پانګونې ګډ کنسرسیوم جوړ کړی

تاند: ( پنجشنبه، د حوت ۴ ) د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت لپاره د طالبانو وزیر وايي، چې په افغانستان کې د پانګونې د جلبولو په هدف یې له روسي، ایراني او پاکستاني شرکتونو سره یو ګډ کنسرسیوم جوړ کړی دی.

 نورالدین عزیزي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، طالبانو له بهرنيو شرکتونو سره يو تفاهم ليک لاسليک کړى، چې له مخې يې د يو ميليارد ډالرو په ارزښت پروژې پلې کولو لپاره خپل استازي کابل ته استوي.

  رویټرز د عزیزي له قوله لیکلي چې په دې کنسرسیوم کې ۱۴ افغان سوداګر هم حضور لري، چې تر ډېره به پر انرژۍ، کانونو او زیربناوو تمرکز وکړي.

عزيزي وويل، چې د طالبانو حکومت د کنسرسيومونو او ځانګړو اقتصادي زونونو په ګډون د څو اوږدمهاله سوداګريزو پلانونو په پيلولو متمرکز دى او د امنيت په تامينولو هم کار کوي.

طالب وزیر زیاته کړې، چې د انرژۍ او کانونو د پروژو تر څنګ، د جوړ شوي کنسرسیوم په سالنګ کې د دویم تونل د جوړولو، د کابل- هرات د لویې لارې د بیارغولو او له پنجشېر څخه کابل ته د اوبو د لېږد پروژې په اړه هم غور کوي.

تر دې مخکې د طالبانو د لومړي وزیر د اقتصادي مرستیال دفتر اعلان کړی و چې د دې ډلې د اقتصادي کمېسیون د تصویب پر بنسټ به د بهرنیو ځواکونو له خوا پاتې شوې پوځي اډې په تدریجي ډول په ځانګړي اقتصادي زون بدل شي.

طالبانو په وروستیو کې د خپلو اقتصادي فعالیتونو او لاسته راوړنو د زیاتیدو خبر ورکړی، خو منتقدین یې باور لري چې د دوی ملایان په حکومتولۍ او خاصتاً اقتصادي مسایلو نه پوهیږي او له دې امله نه شي کولای د افغانستان اقتصادي او بشري ناورین مهار کړي.

څارونکي باور لري، چې په افغانستان کې د ملي روغې جوړې له لارې یو موثر او نړۍ سره پخلا حکومت کولای شي په کور دننه اختلافات کنټرول او نړیوالو سره د تعامل ظرفیت پیدا کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب