جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهتورخم دروازه دا ځل پاکستان وتړله

تورخم دروازه دا ځل پاکستان وتړله

تاند: ( پنجشنبه، د حوت ۴ ) په ننګرهار کې د طالبانو ولایتي ادارې ویلي، چې نن تورخم دروازه پاکستان ته د تګ راتګ لپاره پرانیستې وه، خو دا ځل پاکستاني لوري دغه دروازه وتړله.

طالب چارواکو د پاکستاني لوري د دغې پریکړې دلیل نه دی روښانه کړی، خو له خلکو یې غوښتي چې د دروازې د پرانیستل کیدو په اړه د دوی د خبرتیا تر خپریدو پورې تورخم ته له تګ راتګ څخه ډډه وکړي.

یاده دروازه څو ورځې مخکې طالب چارواکو ظاهراً په دې دلیل وتړله، چې پاکستان د ژمنې خلاف له افغان لوري څخه تلونکو ناروغانو سره د ناروغۍ په خط له ویزې پرته پایوازان نه پریږدي.

له دې سره تورخم  کې د طالب او پاکستاني لوري د نښتې او پکې د یوه طالب سرتېري د وژل کیدو خبر هم ورکړل شوی و، خو طالبانو دغه نښته رد کړې وه.

کابل پرون د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف او د پوځي استخباراتو آی ایس آی د رییس د سفر کوربه و.

پاکستاني پلاوي د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال او امنیتي چارواکو سره لیدلي وو.

د دغه سفر موخه طالب لوري پر اقتصادي مسایلو خبرې ښودلې وې، خو پاکستان ویلي چې طالب مشرانو د پاکستاني طالبانو خلاف عملیاتو کې د مرستې ډاډ ورکړی.

د پاکستاني پلاوي له سفر سره هم مهاله، پرون طالب چارواکو ویلي وو چې د پنجشنبې پر ورځ به د تورخم دروازه بیرته پرانیزي.

نن دوی د دروازې د پرانیستلو خبر ورکړی و، خو اوس یې ویلي، چې دغه دروازه پاکستاني لوري تړلې ده.

په وروستیو کې د پاکستان او طالبانو اړیکې بیا ترینګلې شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب