یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeخبرونهد پاسپورټونو وېش راتلونکې اونۍ بیرته پیلیږي

د پاسپورټونو وېش راتلونکې اونۍ بیرته پیلیږي

تاند: (پنجشنبه، د کب ۴ مه) ‏‏ د پاسپورټ لوی ریاست لپاره د طالبانو چارواکي وايي، چې د روان کال د کب په لسمه، په هېواد کې د پاسپورټ د وېش بهیر پیلېږي.

‏د پاسپورټ طالب رییس، پاسوال مولوي عبدالکریم حسیب وویل: دوی د روان کال د کب په لسمه، په مرکز او ولایتونو کې د پاسپورټ د وېش بهیر پیلوي.

‏د پاسپورټ رییس ادعا وکړه، په وروستي یوه کال کې له فساد سره د مبارزې، جعل کارۍ او تزویر مخنیوي برخه کې جدي هڅې پیل شوي، چې په تېرو شپږ میاشتو کې ۱۵۰ تنه کمېشن کاران او فساد کوونکي کسان نیول شوي او عدلي او قضایي مرکزونو ته معرفي شوي دي.

 حسیب زیاته کړه، که څه هم د پاسپورټ وېش بهیر درېدلی وو؛ خو بیا هم دغه ریاست، محصلینو، ناروغانو، سوداګرو او د حج او عمرې متقاضیانو ته پاسپورټونه، ورکړي دي.

‏د دغه ریاست مسوولین وایي، د چټکو، رڼو او ډاډمنو خدمتونو وړاندې کولو لپاره، د یاد ریاست مرکزي او ولایتي دفترونه په ښه ډول تجهیز شوي او له افغان پوست شرکت سره د تفاهم لیک په لاسلیکولو، د ریاست په مقر کې د پېژندپاڼو د تاییدۍ دفتر په رامنځته کولو، د انلاین فورمو سیستم په انکشاف،‏د بانکي تعرفې د الکترونیکي سیستم په رامنځته کولو، د سیستمونو په پراختیا او پیاوړتیا، د مراجعینو په تنظیم او اسنادو طی مراحلو سره؛ هېوادوالو ته اړینې اسانتیاوې برابرې شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې خلک د پاسپورټ ریاست د طالبانو د ادارې د فساد لويه ځاله بولي او د پاسپورټونو د وېش ځنډ هم تر ډېره په لوړه بيه د پاسپورټ پلورلو لامل بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب