پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Homeداسې هم شتهمېرمن په غوسه شوه او د مېړه په مخ یې تیزاب وشیندل 

مېرمن په غوسه شوه او د مېړه په مخ یې تیزاب وشیندل 

داوود حبارخیل

کله چې مېړه له خپلې مېرمنې څخه کور ته د ناوخته راتللو لامل وپوښت، نو هغه دومره په غوسه شوه چې د مېړه پر مخ یې تیزاب وشیندل. دغه پيښه دهند په ګوجرات کې شوی ده.

د رسنیو د راپورونو له مخې، د دابو په نوم سړي پولیسو ته په خپل شکایت کې ویلي چې د شنبې په شپه د ده او د میرمن پونم ترمنځ یې شخړه وشوه. ابو وویل چې هغه له پونم څخه وپوښتل چې ولې ناوخته کور ته راغله، او هغې ادعا وکړه چې له خپلو ملګرو سره بهر تللې وه.

مېړه ډابو وايي، جګړه ځکه پیل شوه چې پونم ناوخته کور ته راغله او د جګړې پر مهال یې له تشناب څخه تیزاب واخیستل او  او زما مخ ته یې راوشیندل.

دابو، چې مخ یې سخت اغېزمن شوی دی، په روغتون کې تر درملنې لاندې دی. پولیسو ویلي دي چې تورنه پونم یې نیولې او د قضيې په اړه یې پلټنې دوام لري.

1 COMMENT

  1. د افغانستان تیزاب شیندونکو انجنیرانو هریو ګلبدین او احمدشاه مسعود نژدې پنځوس کاله مخکې د کابل د نجونو پرمخ دا تجربې عملي کړیدي . هندیان اوس دا تجربه کوي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب