شنبه, اپریل 20, 2024
Homeکلتورنغمه: د پاکستان ولسمشر تمغه راکړه، خو خپلو ولسمشرانو ونه ستایلم

نغمه: د پاکستان ولسمشر تمغه راکړه، خو خپلو ولسمشرانو ونه ستایلم

تاند: ( پنجشنبه، د حوت ۴ )  د افغانستان مشهوره هنرمنده ښاپېرۍ نغمه، چې تازه یې د افغان نجونو د تړل شویو ښوونځیو د بیرته پرانیستلو لپاره سندریزه مبارزه پيل کړې، په یوه مرکه کې د افغانستان پر حکومتونو دې ته له نه پاملرنې نیوکه وکړه.

ښاپېرۍ نغمې وویل، چې د پاکستان ولسمشر د نازونې په دود یو ځل تمغه یا نښان ور ډالۍ کړ، خو افغانستان کې کوم ولسمشر ونه ستایله.

هغه زیاتوي، چې له دې سره هم نهیلې شوې نه ده او خپل هنري خدمت ته یې دوام ورکړی او لا به دوام ورکوي.

ښاپېرۍ نغمې تازه د نجونو د زده کړو لپاره یوه نوې سندره ویلې، چې شاعر یې هارون حکیمي دی.

د ښاپېرۍ نغمې تازه هنري هڅې د خلکو هرکلي سره مخ شوي او افغان فعالانو له نورو هنرمندانو هم غوښتي، چې د نجونو د زده کړو په ګډون د افغانانو د ژوند د بدلون لپاره هنري مبارزه وکړي.

2 COMMENTS

  1. نغمه ښاپېرۍ د ولسمشرانو ډالیو او نشانو ته ضرورت نه لري . هغه د خپل ښکلي غږ له برکته د هر افغان په زړونو کې ځای لري . کوم خدمت چې نغمې د افغانستان کلتور او خپلې مورنۍ ژبې پښتو ته کړی ، د تاریخ په پاڼو کې به ثبت وي .

  2. NAGHMA LOVE MONEY,
    SHE DID EVERY THING FOR MONEY.
    SHE CHOICE MOHAMMAD NABI,S SON FOR MONEY.
    ONE DAY BE FRIEND WITH KHALQI.OTHER DAY WITH PAKISTANI
    ONE TIME SHE MARRIED WITH ONE PAKISTANI TOO

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب