یکشنبه, اپریل 28, 2024
Home+جي پي ټي نور ډیرو پوښتنو ته ځواب نه وايي

جي پي ټي نور ډیرو پوښتنو ته ځواب نه وايي

تاند- مایکروسافټ اعلان وکړ چې د خپل جي پي ټي چټ فعالیت محدودوي یعنې نور به په هر چټ کې پنځو پر له پسې پوښتنو ته ځواب وايي او په مجموع کې به د ورځې ۵۰ پوښتنو ته ځواب وايي.

چټ جي پي ټي یوازې څو میاشتې پخوا راووت او ډیر ژر یې د ملیونونو خلکو پام ځان ته واړاوه.

دا په تاریخ کې لومړی ځل دی چې د دې ویبپاڼې له لارې د مصنوعي ذهانت یا ارټیفیشل انټلیجنس ټکنالوژي عامو خلکو ته وړاندې کېږي.

په دې ویبپاڼه کې، له مصنوعي ذهانت سره د خلکو د خواله لپاره یوه کړکۍ شته او هلته خلک له مصنوعي ذهانته پوښتنې کوي او د هغو ځوابونه ترلاسه کوي.

دا مصنوعي ذهانت یا انلاین روباټ د انسان په ژبه پوهیږي. که له هغه څخه په انګلیسي ژبه وپوښتو چې کیسه راته وکړي، سي وي راته ولیکي، ټوکې وکړي، مقاله ولیکي، کوم کتاب تلخیص او په لنډه بڼه درته ووايي، هر څه کوي.

که هغه ته ووایاست چې په یخچال کې څه لرئ، دی درته وايي چې څنګه خواړه ورڅخه جوړ کړئ. که ورته ووایاست چې د ښوونځي یا پوهنتون لپاره څیړنیزه مقاله ولیکي، درته لیکي یې. شعر هم وايي، ډرامه هم کښلی شي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، مایکروسافټ په خپل ویبلاګ کې اعلان وکړ، د دې لپاره چې اوږده چټونه ممکن د جي پي ټي د لټون په ماشین یا سرچ مشین کې ګډوډي رامنځته کړي، مجبوره شوو چې د دې ننګونې د لېرې کولو لپاره تغییر راوړو چې په هر چټ کې یو ډول تمرکز رامنځته شي.

د مایکروساقټ له دې اعلان مخکې نیویارک ټایمز ورځپاڼې ویلي و چې لا هم چټ جي پي ټي پوره چمتو نه دی او ستونزې لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب