پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Home+د سر محقق عبدالله خدمتگار "بختاني" یاد

د سر محقق عبدالله خدمتگار “بختاني” یاد

پوهاند محمد بشیر دودیال

د سرمحقق عبدالله بختاني نوم او زموږ فرهنګ ته یې کړی کار د نه هرېدو دی. استاد بختانی له نن څخه پنځه کاله مخکې د کب دمیاشتې په پنځمه کابل کې وفات شو( انالله و اناالیه راجعون). حق یې دی چی یاد یې ولمانځو. مخکې تر دې چې آثار یې معرفی او خپل یو- دوه خاطرات ولیکم، د ارواښاد لنډ ژوند لیک  به رواخلم:

عبدالله جان، چې وروسته په عبدالله خدمتګار “بختانی “مشهور شو، د ملا آقا جان طبيب زوى و، د ١٣٠٤ ل. کال د سرطان په لسمه (۱۳۴۳هـ ق دلوى اختر په نهمه) د چهارشنبې د ورځې د څاښت په مهال د ننگرهار ولايت د سره رود د بختان کلاکې زيږيدلى و. موریې د سره رود د چهار باغ صفا اوسیدونکې وه. پلار یې دینی علوم لوستي وو اوهم یې طبابت کاوه . دځوانۍ تر عمره ننګرهار کې و، خو وروسته یي بیا وفات کیدو پورې د کابل ښار د خير خانې مېنې په درېيمه برخه کې ژوند کړی دی. لومړنۍ زده کړې يې له خپل مور او پلار څخه پيل کړى او بيایې له نورو استادانو څخه پر مخ بيولي دي.عربي ژبه، فقه ، تجويد ، تفسير ، حديث ، اصول فقه ، اصول حديث ، عقايد ، ميراث ، صرف و نحو ، بديع ، بيان ، معاني حکمت او منطق  يې د ننگرهار او کابل په مدرسو او د کابل عربي درالعلوم کې لوستي وو، چې د مولوي درجى ته رسيدلى و، پخواني طب کې وارد و. عصري علوم یې د وخت له نصاب سره سم؛ په پښتو، دری/پارسي او عربي ادبياتو، تاريخ ، جغرافيه ، فزيک ، کيميا او بيالوژي يې ( د بکلوريا په معيار ) په شخصي توگه مطالعه کړي وو . په فلسفه ، ټولنپوهنه ، سياست او سايکولوژئ کې يې  پراخه مطالعه درلوده.

د دينې علومو، ادبياتو، طب او رياضي مشهور او مهم استادان يې دادي : خپل مور او پلار ، د سره رود د قلعه نو حاجي ملا مدد ، د چهار باغ صفا د حضرت صاحب د جامع  جومات خطيب ملا محمد حفيظ ، د حضرت صاحب د جومات د حافظانو د مدرسې مشر استاد حافظ ملک ،  جناب نقيب صاحب طبيب، د علي خيلو ملا عبدالغني،د سره رود د شمسه پور مولوي عبدالله جان ، د خوږياڼو د نکړ خيلو د جامع جومات خطيب مولوي مير عبدالواحد لوگري، ملا عبدالودود معلم ، د قاسم يکه ميرانو مولوي امين گل ، د لغمان د تيگړو د پشه اي کلي او سيدونکى مولوي عبدالرحيم ، د لغمان  مولوي فيض الله ، د جناب نقيب صاحب خليفه او د هغه د زامنو استاد مولوي محمد سعيد سر روضه وال او ځينې نور.ترڅلورم ريډره پورې انگريزي ژبه يې د پغمان له ښاغلي محمد عمر قريشي معلم سره لوستې ده . په پښتو شعر او ادب کې يې لارښود استادان ، استاد گل پاچا الفت ، استاد قيام الدين خادم او استاد عبدالروف بينوادي. د روسي ژبي او ادبياتو زده کړه يې د مسکو د لومونوسوف په دولتي پوهنتون کې تر سره کړې وه ، او د ژبې د تدريس او درسي موادو دتيارولو او د ترجمې د ميتودونو کورسونه يې هم هلته په برياليتوب پاى ته رسولى و، نو د روسی ژبی ښه ژباړونکی و.

سرمحقق بختانی د خپل ژوندانه زياته برخه د هيواد په علمي ، تعليمي ، څيړنيزو ، ادبي ، ژورناليستي او ملي خدمتونو کې تيره کړې ده ، په دې لړ کې ٢٣ کاله په پښتو ټولنه او ١٤ کاله د علومو اکاډمۍ کې په علمي څيړنيزو فعاليتونو بوخت و .

 هغه د ١٣٢٥ هـ ل. کال د حمل په لسمه د دولت د ماموريت لړۍ د ننگرهار ولايت د پوهنې مديريت د ١١ مې رتبې مامور په توگه پيل کړه، په ١٣٢٦ هـ ل. کال د ننگرهار د مطبوعاتو په مديريت کې د مامورينو د پښتو کورسونو د استاد په حيث مقرر شو. په ١٣٣١ ل. کال د اسد په مياشت کې د زيري جريدې مسئول مدير او د پښتو ټولنې مسلکي غړى شو.د ١٣٣٤ هـ ل. کال نه تر ١٣٣٩ هـ ل کال پورې د ننگرهار د مطبوعاتو د مديريت مرستيال او د پښتو کورسونو آمرو ، همدارنګه د (اتحادمشرقی) مجلې مسئول مدير ، د مطبوعاتو د مستقل رياست د نشراتو د رياست مسلکي غړى، د ننگرهار د مطبوعاتو لوى مدير او د ننگرهار ورځپاڼې مسئول مدير په توگه يې دندې تر سره کړي دي.په ١٣٣٩ ل. کې د پښتو ټولنى مسلکي غړى شو . ددغې ټولنې د ادبياتو لوى مدير او بيا د رئيس مرستيال شو او په ١٣٥٤ل. کې يې د څيړندوى علمي درجه تر لاسه کړه.وروسته د اطلاعاتو او کلتور په وزارت کې د هيواد ورځپاڼې مسئول مدير، د خلکو د فرهنگ ( فولکلور ) د ادارې آمر ، د پکتيا د مجلې مسؤل مدير ، د هيواد  ورځپاڼې رئيس او سر محرر په توگه وظيفې تر سره کړي دي . په ١٣٦٤ ل. کال د افغانستان د علومو اکاډمئ علمي غړى شو ، دوه کاله د علومو اکاډمئ د غړيتوب سره یوځای د افغانستان د ليکوالو د ټولنې مرستيال او لومړى منشى هم و. په ١٣٧٣ ل. کال تقاعد شو. خدمتګار بختانی د کابل پوهنتون د ادبياتو د پوهنځي د پښتو ادبياتو تاريخ د استاد په حيث هم خدمت کړى دى . په ١٣٨٢ ل. کال کې يو څه موده د “افغان يووالي” د اونيزې مسؤل مدير و ، او په هماغه کال د علومو اکاډمئ د ضرورت له مخې یې تقاعد رفع او د ١٣٨٥ هـ ش د سنبلې تر پيله پورې يې ددې اکاډمۍ د مشر علمي غړي په توگه خپلو علمي وظايفو ته دوام ورکړ ترڅو چې تقاعد شو. کله چې تقاعد شوعلمي درجه ې (سر محقق) وه او همدا وخت یې د ژوند اتيايمه کليزه د افغانستان د علومو اکاډمى ، له خوا په يوه درنه علمي غونډه کې ونمانځل شوه. استاد د هېواد او سيمې مشهور دانشمند ، د ژبو ، ادبياتو او تاريخ تکړه څېړونکی، منلى شاعر، ماهر ژورنالست او فرهنگي ټولنيز ملي شخصيت و.

هغه په پښتو او دري/پارسی ژبو اشعار او نثر ليکل.له عربى او روسى ژبو څخه يې علمي.څيړنيزې او ادبي ترجمې کړي دي. د سلو په شاوخوا کې علمي او ادبي- تخلیقی آثار، تاليفات او ترجمې لري او تر زرو زياتې ټولنيزې او سياسي مقالې او مرکې يې د هيواد او بهرنيو هيوادونو په رسنيو کې خپرې شوي دي.نوموړى د هېواد او بهر په ډېرو علمي – ادبي څيړنيزو غونډو ، سيمينارونو ، سمپوزيمونو او کنفرانسونو کې فعاله برخه اخستې ده . او په دى لړ کې يې پاکستان ، هندوستان ، عراق ، تاجکستان ، اوزبکستان ، قزاقستان ، روسيې ، سپينې روسيې ، اوکرائين ، گرجستان ، ارمنستان ، ملداويې، جرمني، فرانسې، هاليند، بلجيم، پوليند، چک اوسلواکيې هېوادونو  ته علمي فرهنگي سفرونه کړي دي. په پښتو، دري/پارسی، عربی او روسی ژبو پوره مسلط او انګلیسی یې تر کمې اندازې زده وه. ټولې لیکنې یې په پښتو، دری، عربی او روسې ژبو دي.

په ١٣٨٥ ل. کال یې د حج فريضه ادا کړه او په ١٣۹۰ ل. کال کې یې عربستان ته د عمري بختور سفر وکړ. په ١٣۹۴ ل. کې د دوهم ځل د عمري د ادا کولو لپاره ولاړ .

بختاني صاحب یو متواضع، متقی، د لوړې حوصلې لرونکی، بی تعصبه او مهربانه شخص و. ډېره خوږه مرکه او مجلس به یې و، سړې- تودې ډیرې ورته معلومې وې. د افغانستان او سیمې له لویو اجتماعی، ادبی او سیاسی څیرو سره یې آشنایی وه او هریو یې له نږدې لیدلي وو. طبیعت او شین چاپیریال سره یې مینه وه او افغانستان ورباندې زښت زیات ګران و.

استادبختانی سره زما سفرونه. ګډ دفتری کار او خاطرات:

استاد بختاني صاحب مې لومړی ځل د اطلاعاتو او کلتور وزارت کې لیدلی و. کله مې چې “هیواد” ورځپاڼې ته مقالې لیکلې، د استاد درناوي ته به په “دولتی مطبعې” کې د ده دفتر ته ورتلم. نصواری رنګه دریشی به یې وه، ویښتان یې لا هغه مهال تور وو. وروسته بیا کله چې د لیکوالو ټولنې ته راغی، تقریباً هفته کې به می دوه- درې ځلې ورسره لیدل. د آریانا هوټل په کنفرانسونو، د انترکانتینتال د خوشحال بالروم په کنفرانسونو او د لیکوالو دټولنې له خوا دایریدونکو ادبی بیلابیلو غونډو کې به می کوت او توده ستړی مشی به یې راسره کوله، ډیر ورباندې ګران وم او مایې هة ډیر درناوی کاو.  کله چې په ۱۳۷۱ل. کې دکابل جنګونه شروع شول، استاد جلال آباد ته ولاړ او خپل کلي ( بختان کلا) کې یې ژوند غوره کړ. دا وخت درې ځلې د دوی کورته ورغلم، یوه پخوانۍ کلا وه، مخی ته یې یوه وړوکی باغچه وه چی یوه حجره او یوه نړیدلی چوتره پکی وه، هلته به کیناستو، استا به خوږ مجلس کاو اود کلي پخواني خاطرات یې راته یادول. یوه ورځ یې دغه چوتره راته وښوده او ویې ویل: دلته سردار محمد داودخان، خان عبدالعغفار خان او دسیمی نامتو لیکوال لکه ارواښاد بینا، ارواښاد غلام رحمن جرار، خادم او دهغه وخت ځینو نورو لیکوالانو او شاعرانو سره مې ناستې او مجلسونه کړي دي. ارواښاد پرهیز او ملنګ جان به یې ډیر یادول. له همدې باغچی یی د کلا خواته اشاره وکړه او په ډیر افسوس یې ویل چې یوځل په ۱۳۶۷ کال وسله والو په کلي یرغل راوړی و او د ده د کور د کتابتون ټول کتابونه یې سوځولي وو. په دغه کتابتون کې نوي او زاړه زرګوونه ټوکه کتابونه او د “اتحاد مشرقی” مکمل کلکسیون هم و. هغه اتحاد مشرقی چی یووخت یی بختانی هم مدیرو. په دغه باغچه کې یې د زړې حجری بام ته اشاره وکړه، راته ویل یې: په هغه سبا چې سردارمحمد داود خان صدراعظم د ننګرهار کانال د کار د پرانیستی په خاطر د درونټې سیمې ته راته، ډیره ګرمی وه، نو زه او ارواښاد بینا د دې کوټې بام ته وختو چې لږ هلته هوا چلیده او د ګرمي زور کم و. دچوترې غاړه کې یې د توت زړو ونو ته اشاره وکړه ویل یې: ددې ونو ښاخونو پر بام څپره جوړه کړې وه،  نو الیکین مو کیښود او په هغه پوزي باندې کیناستوچې په بام مو هوار کړی و، زښته ډیرې میاشی الکین ته را ټولې وې، خو موږد اخبار لپاره د صدراعظم د راتګ او د هیواد د یوې لویې پروژې اهمیت په لیکلو شروع وکړه، همدلته مې په دې مناسبت یو شعر هم ولیک.  ارواښاد دا ډول ډیر خاطرات لرل اونکلونه یې کول.

***

 د۱۳۸۲کال منی و، د مشرقی سپین ږیرو له پخواني پاچا،اعلیحضرت محمد ظاهر شاه سره د کتنې پروګرام درلود، بختاني صاحب هم راسره و. په هغه ورځ پخوانی پاچا سره سردارولي هم خوا کې ناست و. کله چې کتنه پای ته ورسیده، دلارې په بهیر کې په موټر کې د پاچا په دوره بحث شروع شو. هر مشر یوه کیسه یادوله، ماته داسې ښکاره شوه چی دبختانی صاحب سردارولی سره چندان جوړړه نه وه، دهغه د تکبر او مغرورانه اجراتو یو څو کیسې یې وکړی.

په ۱۳۸۳ل. کال کې پېښور کې وم، د سلیم راز په هلوـځلو نښترهال کې دپښتو نړیوال سیمینار دایر شوی و، بختانی صاحب یی مشر میلمه و، له کابله راغلی و. د سیمینار درې ورځې به مې هره ورځ کوت. په ۱۳۸۴ل.کال کې د چمن ادبي ټولنې له خوا په ټل کې یو سیمینار او بیا یوه مشاعره جوړه شوی وه، له سوات، پېښور، کوهاټ،دیره جاتو او کوئټې ادیبان بلل شوی وو، د پښتو اکاډمی مشر ډاکتر راج ولیشاه خټک، رحمت شا سایل، ډاکتر کبیر ستوری هم راسره و،  استاد مو مشر و او ټل کې یې پرانیستی وینا وکړه. چې بیرته راغلو ګل حاجی پلازا کې د ارواښادقتیل صاحب دفتر ته ولاړو، په هغه سبا استاد کابل ته راغی، زه پېښور کی وم. له دې امله چې دا له خاطرو ډک سفر و، نو دټل دسفر یونلیک می د(ورځ) مجله کې نشر کړ.

په ۱۳۸۵ل. کال کې په ډیلی کې د فخر افغان باچاخان( دسرحد ګاندی) د وفات اتلسم کال لمانځل کید، له استاد سره یوځای له کابل څخه روان شولو، سفر کې سلیمان لایق، نصرالله ستانکزی او سرورماموند هم راسره وو. هوایي ډګر ته یو هیات د ستړی مشی لپاره راغلی وو ، په دوی کې دهند د کلتور دوزارت استازی، د بهرنیو چارو دوزارت استازی او په ډیلي کې د افغانستان د سفارت کلتوری اتشه او ځینی هندی لیکوال ووچی  استاد ته یی ډیر درناوی وکړ. په دوی کی روشن لال ملهُترا د هندی ژبې ژباړه کوله. استاد په دې نمانځنه کې د خان عبدالغفار خان خاطرات یادکړل چې په لوی تالار کې یې په ټولو ژور تاثیر کړی و.

استاد سره مې دوه کاله د افغان یووالی د جریدی دفتر کی کار کاو. په ۱۳۸۸ل. کې زه جلال اباد کې وم، ارواښاد بختانی صاحب د(بهار نارنج) کتاب بشپړ کړ، له مطبعې مخکې یې راواستاو او دیوه تقریظ غوښتنه یې وکړه، کتاب مې په شوق ولوست اوپنځه پاڼې تقریظ مې ورباندې وکیښ او په همدې کال خپورشو. کله چې تقاعد شو وروستی ځل د ۱۳۹۸ کال په دوو اخترونو کې له ښاغلی څیړنوال عبدالغفور لیوال سره په خیرخانه مینه کې د استاد کورته ورغلم، همدا مې د استاد وروستی ځل لیدل و. له کتنې یوه میاشت وروسته یی درې ټوکه (یودوه ګوتې کاغذ) کتاب راته ولیږ، چی زما یوڅو لیکونه هم پکې وو، دا ماته د استاد په لاس دده وروستۍ نښه او ډېر قیمتی سوغات و، بیا یې په خواشینی سره له وفات خبر شوم، ژمی و زه جلال اباد کې وم، نو فقط فاتحې ته یې ورغلم. الله پاک دې وبښي.

  استاد قلم او مطالعی سره ډیره مینه لرله تردرې نوي کلنۍ پورې یې په سپينه ږيره په ډېر شوق و ذوق سره مطالعه کوله، قلم یې چلاو، د علم او ادب په خدمت کې بوخت و. دژمي موسم او پسرلي وخت کې به جلال اباد ته ته او د ننګرهار فرهنګي شخصیتونو او ځوانانو سره یې ملاقاتونه کول.

استاد عبدالله خدمتګار بختانی د۱۳۹۶هــ ل کال د  عقرب  له لومړۍ  تر څلورمې نېټې  پورې  د ورپيښې  ناروغۍ  له  امله  د ملي  امنیت  په  روغتون  کې  بستري و.د۱۳۹۶ل. کال د جدي په میاشت کې د استاد ناروغۍ مخ په زیاتیدو شوه  او هغې مرحلې ته ورسیده چې  له کار او علمي فعالیتونو څخه پاتې شو او په بستر کې پریوت. د ١٣۹۶ هـ ل. کال دحوت په پنځمه نیټه د شنبې د ورځې د څاښت په مهال د همدغې ناروغۍ له امله د درې نوي کلونو په عمر وفات شو. لومړۍ جنازه یې دجلال اباد ښارکې او دوهمه جنازه یې د دوی پلرني کلي،(بختان کلا) کې وشوه او دبختانیو په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو. ما خپل درانه استاد ته هیڅ ونشو کولای، خو د ده ژوند لیک مې دیجتال آنلاین ( دافغانستان لوی قاموس) کې درج کړ او تل دُعا ورته کوم، خاطرات یې رایادوم.(انا لله وانا الیه راجعون، الله پاک دې فردوس جنت ورته نصیب کړي).

د خدمتګار بختانی آثار:  د زرګونو مقالو ترڅنګ یې تالیف، ترجمه او تدوین شوی کتابونه دادي:

  شعر او ادب (نثر)،د زړۀ راز (د شعرونو لومړئ مجموعه ١٣٣٥ ش.)، پښتانه د علامه اقبال په نظر کې (١٣٣٥ ش.)،ميرزا عبدالرحيم رحيمى (احوال و اشعار) چاپ او١٣٣٥ وچاپ  دوم با افزونى ها١٣٨٠ ش.)، پښتني خويونه( ١٣٣٥)، د ملنگ جان خوږې نغمې – ټولونه ، سمون ، سريزه او ترتيب (لومړی ځل١٣٣٥ ش.دوهم چاپ له زياتونو سره( ١٣٤٨ ) ،راز – د شعرونو دوهمه مجموعه (١٣٤٢ ش.)، پښتو کلي څلورم ټوک – درسي کتاب  (١٣٤٥ )، شرنگ – د شعرونو درېيمه مجموعه (١٣٤٦) ،توربريښ – د پښتنو ملي تاريخي شفاهي سندرې ( ١٣٤٧ دوهم چاپ:١٣٨٧ )،د خوشحالخان خټک ربا عيات ( ١٣٤٩له نورو لیکوالو سره شریک اثر )، ابربهارى،مجموعه اشعار (١٣٥١)،مرغلرې -د ادبي نثرونو مجموعه (١٣٥١ )،د پښتوپت – د لنډو د استانونو مجموعه (١٣٥٢ )، د خواجه عبدالله انصاري ژوند پېښې ( ١٣٥٥ )، ديونس خيبري ديوان – نقل ، سمون ، سريزه او اهتمام ( ١٣٥٦ )،  دپادري هيوز کليد افغانى – سريزه ، تعليقات او لغتنامه( ١٣٥٦)،پښتانه شعرا ء څلورم ټوک – تذکره (١٣٥٧ )،د افغانستان سفر – له روسي نظم څخه پښتو منظومه ترجمه ( ١٣٥٧ ش.)،  پښتو چاپي آثار ( ١٣٥٧)،  د گلوکر – د شعرونو پنځمه مجموعه ( ١٣٥٩ )،څورب او خوار – له روسي څخه د انتون چيخوف د داستانونو ترجمه (١٣٥٩ )، د زړه آواز (اشعار۱۳۶۱)، شفق – د شعرونو مجموعه ( ١٣٦٣)،  تذکرة الشعرا ء – تدوين ، سريزه او حواشي ( ١٣٦٣ )،  د باچا خان ليکونه ( ١٣٦٣ )،  زمونږ وطن د جرگو وطن ( ١٣٦٤)، د سولې او آزادئ قهرمان خان عبدالغفار خان -تذکره ( ١٣٦٦ )،  د بابا مشالونه ( ١٣٦٦ )،  د اخلاص هديه ( ١٣٦٦ )، د سولې او تفاهم د ليارې مبلغ – دوکتور سعيد افغانى -تذکره (١٣٦٦ )،  پښتانه شعرا ء پنځم ټوک – تذکره (١٣٦٧ )،  سوله او سلام د اسلام په رڼا کې  ( ١٣٦٧)،د خان عبدالغفار خان اندونه او انځورونه (۱۳۶۸)،د ملي ادب اوژور ناليزم خادم – د استاد قيام الدين خادم تذکره (١٣٦٨ )، داسلام تر پردي لاندې د پاکستان اسلامي ضد ماهیت (۱۳۶۸ )، فراقنامه – منظومه( ١٣٧٨)،ادبي سوغات (۱۳۸۰ )، زما استاد الفت – تذکره او ادب څيړنه ( ١٣٨٠)،  خوشحال خان او يو څوفرهنگيالي خټک – تذکره او ادب څيړنه ( ١٣٨٠ )،  گلنامه (١٣٨١)،  د ملي ادب او ژور ناليزم يو هير شوى خدمتگار شمس الدين قلعټکي – تذکره ( ١٣٨١)،ترنم دل – مجموعۀ اشعار درى (١٣٨١)، ويرنې – شعرونه ( ١٣٨١)،خدمتگار د فقير خېل په کتب خانه کې – خاطرې او څيړنې ( ١٣٨٢ )، د قرآن شريف ځينې خطي نسخې- تجويدونه ، تفسيرونه ، مفسران او مدرسې (١٣٨٣)، دعلم قرا‌ءت ضابطه (۱۳۸۳ )، د بياض ديوان – نقل سمون حاشيې او سريزه (۱۳۸۳)، زه ، ملنگ جان او خوږې نغمې – تذکره او خاطرې ( ١٣٨٣ )، د باچا خان ليکونه -دوهم ټوک – ټولونه ، اوډنه ، سريزه او حواشي( ١٣٨٤)، بشريت مجبور ورنجور در آستانه هزارۀ سوم ميلادى ( ١٣٨٤ )، پښتو پالنه او ژب څيړنه (١٣٨٤ )،حماسه ويونکى مبارز شاعر اجمل خټک – ايډيټ ، سريزه او اهتمام (١٣٨٤)، د سيد جمال الدين افغان د ژوندانه هدف (١٣٨٥ )،د هيلې د هيلئ سپين وزر – بديعي ترجمې ( ١٣٨٦)،ددين ستورى مولانا نجم الدين دهډي اخوانزاده ( ١٣٨٦)، ستارۀ دين مولانانجم الدين اخونزادهء هده -ترجمۀ دری محترم فضل الرحمن فاضل( ١٣٨٧ )،د سپين غره په لمنو کښې ( ١٣٨٦ )،شجرۀ پير پټان -مرتب : غلام حبيب نوابى – تصحيح ، تنقيح ، ايډيټ ، مقدمه و اهتمام( ١٣٨٦ )،د گلکڅونو په ارمان – څلوریزې(١٣٨٧)،پير افغانان د حکيم الله تصور ليکنه – ايډيت او سريزه ( ١٣٨٧)،بازتاب رويداد هاى تاريخى در سروده هاى ولسى پشتو ( ١٣٨٧)،دوه ادبي ليکونه ( ١٣٨٧ )،د کوشانى دورې ځينې يادگارونه- تاريخي ، لرغونپوهنه (١٣٨٧ )،د حج سفر خاطرې ( ١٣٨٧ )،فخر افغان او افغانستان ( ١٣٨٧ )،بهار نارنج- اثرتاريخي (١٣٨٨ ش.)،ابن سينا اديب طبيب(١٣٨٨)،  مصايب الدخان ( د تمباکو زيانونه ) ژباړه ( ١٣٨٨ )،خوږې ترخې – د ادبي او انتقادي نثرونو مجموعه ( ١٣٣٦)، معاصر اديبان – تذکره (١٣٤٧ )،يودوه گوتې کاغذ -د خدمتگار مکتوبات ـ (درې جلده ۱۳۸۸)، رنگين غوندې عذاب – د اجمل خټک ژوند  او فن ( ١٣٨٨)، تذکره نويسئ معاصر به ارتباط شعر درى در افغانستان(۱۳۸۸)، سيدو ملنگ – موزيکال اصلاحي ډرام په څلور وپردو کې – او د هنري موضوعاتو په باره کې څو ليکنې (١٣٨٩ )، د خدمتگار يوه ادبي موندنه (١٣٨٩ )،د ستر خدايي خدمتگار  وياړلي يادونه ( ١٣۹۰ )، د خدمتگار د ژوند سفر(اوتوبیوګرافي ) (۱۳۹۰ )، مناجات کن فیکون (۱۳۹۰ )، د عشق سوغات ،( کمین کلیات ) (۱۳۹۱ )،ادبي لیکني:دعبدالقدوس پرهیز اثر د خدمتګار په زیار (۱۳۹۲ )، د غرونو پژواک (۱۳۹۲ )،راحت زاخیلې د ناراحتې ټولنې شاعر ( ۱۳۹۲ )، ژمنۍ ګلونه  ،لیکوال : عبدالقدوس پرهیز ، د خدمتګار په زیار (۱۳۹۲ )،ديوان خليفه قاسم قاسمي چهار باغي – نقل ، تنقيح، مقدمه و تعليقات (۱۳۹۲ )،   تازه گلونه –  د معاصرو شاعرانو انتخابي مجموعه ،  انتخاب ،  ټولونه ، سمون ، اوډنه او اهتمام( ۱۳۹۴)، دتازه ګلونه دوهم کتاب  (۱۳۹۶)، رسالۀ (تعاملات حقوقيه و جزائيه ملى نگارش عبدالرحمان پژواک ،  استنساخ ، تصحيح ، تنقيح و پيشگفتار( ۱۳۹۰ )،  د خدمتګار دزړه آواز (د اشعارو کليات ۱۳۹۰ )،د ماشومانو لوبې ، لیکوال: سید محمد طاهر بینا ، د خدمتګار په زیار (۱۳۸۹ )،   د خدمتگار د ژوند سفر(اوتوبیوګرافي ) ، د ويښ زلمو له کاروان سره ، دوهمه دوره ، ( ۱۳۹۴ )، پښتانه شعرا، شپږم  او اووم ټوکونه  تذکره ، ( ۱۳۹۱ )،د ادب څو ستوری، (۱۳۹۴ )،  د دین څو ستوري   (۱۳۹۴ )، پیر هرات خواجه عبدالله انصاري لنډه تذکره، ( ۱۳۹۴ )، مقایسه نثر خواجه عبدالله انصاری پیر هرات و با یزید انصاری پیر روشان ( ۱۳۹۵ )،مولانا منصور انصاری (۱۳۹۵ )،افغان ، افغانستان او اقبال،  (۱۳۹۵)، شهید محمد موسی شفیق از ولادت تا شهادت (۱۳۹۵ )، شفیق له ،ا مامته نه تر صدا رته (۱۳۹۵)  (یادونهّ:دغه وروستی اته آثارپه مصر کې د افغانستان د سفارت فر هنګي څانګې خپاره کړي وو). او دیوان سعیدی ، دیوان اشعار حضرت محمد سعید سعیدی مجددی ، تدوین، تنقیح ، تصحیح و حواشی و مقدمه ( ۱۳۹۶ ). پورته ذکر شوی ټول سل عنوانه مستقل کتابونه دي.

2 COMMENTS

  1. عبدالله خدمتګار بختانی صاحب ته د الله تعالی جنتونه په نصیب کړي او اروایې ښاده .
    تاسو محترم استاد ته د الله تعالی اجرونه او اوږد عمر درکړي . د نورو خوږو لیکنو په هیله .

  2. ګران عبدالله جانه ډیره مننه.
    استاد پر موږ ډیر حق درلود. ما ورته ډیر درناوی کاو. دا مقاله می ځکه ولیکله چی ځوانان یی پر قدمونو قدم کیږدی او ددغه ډول مشرانو څخه زده کړه وکړیږ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب