شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبژبه او لیکدودد افغانستان د علومو اکاډیمۍ ته د پوهاند زیار لیک

د افغانستان د علومو اکاډیمۍ ته د پوهاند زیار لیک

]]دا لاندې ٌپرانېستی ليک او د (( يوې – کره ليکنۍ پښتو )) اډانه (طرح) د هغو درنو ليکوالو د سم پوهاوي لپاره وړاندې کوم چې د پښتو د سرڅڼې او سيالۍ پر دې بنيادي ربړه يې سر نه خلاصېږي؛ په ترڅ کې د دغه يوازېني دو لتي علمي مرکز منندوی يم چې زما له وړا نديز سره سم يې د يوې څا نگپوهيزې څېړنغونډې کړنلاره راسره و منله[[

پوهاند دوکتور مجاوراحمد زيار

اکسفورډ ۲۶اکتوبر۱۶۲۰

د افغانستان د علومو اکادېمۍ مشرتابه ته!

د پښتو ژبې او ادبياتو څانگې پاموړ

د پښتوليکدود (orthography) که معياريتوب (standardisation) ؟

نړيوال سيمېنار يا څېړنغونډې او بېځايه لگښت ته څه اړتيا؟

تاسې ته به پوره پته وي چې په علمي- فرهنگي نړۍ کې څانگوېش ورځ تر بلې پراختيااو ژورتيا مومي، داسې چې هره څانگه په خپل څانگوال اړه لري او يو د بل په څانگه کې بې دک و دليله لاسوهنه نه شي توجيه کېدای . په دې لړکې ژبنۍ ربړې مسألې په ژبني ساينس (ژبپو هنه)او ژبپوهانو اړه لري او بايد يوازې د همدغې پو هنې پر بنسټ د اړو ندو څانگپوهانو له خوا هواری ومومي. که هغه د ژبې پښوييز- رغاونيز تيوريکي مسألې دي، که پرکتيکي او بيا ژب- ټولنپوهنيزې (social-linguistic) هغه ، لکه زدکړيزې او نورې کړنيزې (عملي) ربړې چې د ټو لو په سر سرکې ژبنی-ليکنی معياريوالی(standardisation) ټيکاو لري.

په دې ډول زه د نوې ژبپوهنې د ټولو څانگو د ډېرکاري څانگپوه او په دې لړ کې د څلورگونو پښتو گړدودي ډلو(له اسلام کلا تر اسلام اباده او له بولانه تر واخانه) څېړونکي په تو گه له تاسې ښاغلو او اغلو سره دالاندې خبرې شريکوم:

هيله ده،د پښتوليکدود د يووالي په نامه د تېرې يوې پېړۍ هغه دوديزې غونډې بيا را غبرگې نه شي چې د دوديز جرگو ياسياسي غونډو په څېر په رای اخېستنه او يالاس جگونه به يې خپلې بې سروبوله پرېکړې وړاندې کولې او له همدې لامَله به يې د ٌسراسري يوې کره ليکنۍ پښتوٌ د پرمختيايي بهير، په نوروټکو، له گړدودي پړاوه ٌ ژبني ٌ پړاو ته د پښتو پر لوړتيايي بهير اغېزه له نشته برابره وه. نو که تاسې د زړه له کومي غواړئ، پښتو دنورو ژبو او بيا له نژدې دويمې غورې ملي (دري) پارسي ژبې سره د مثبتې اوملي سيالۍ جوگه شي، غوره، لنډه او کم لگښته لياره به داوي چې پر هېوادني يا جهاني کچ د سترې څېړنغونډې يا سيمېنار پرځای د يوگوتشمېرڅانگپوهانو يوه څېړنډله و گومارئ. دا څانگپوهيزه (مسلکي ډله يا جرگه گئ به مخکې له مخکې مياشت نيمه د نوي ژبني ساينس (ژبپوهنې) د زرينو آرو نو او مېتودونو په رڼا او په سرسرکې د ((گرامري يورنگۍ)) او ((لغوي رنگا رنگۍ)) او ((يوې-کره ليکنۍ پښتو)) پر بنسټ زموږ د رانښلولي بهير د انکار نه منونکو تيارو نيمې پېړييزو برياوو (دست آوردونو) جاج واخلي او وارزوي.

بيانو کېدای شي، ستاسې د اکادېمۍ او د پېښور او کوټې پوهنتونو د استازو، او همداراز د بېلابېلو علمي او فرهنگي څانگو نوروکورنيو او بهرنيو مينه والو او مېلمنو يوه ستره او سراسري غونډه راوبلل شي، هغه هم په دې موخه او هيله چې پر دولتي کچ يې د رسمي دو دونې پشتوانه راخپله کاندې.

زه د معياري غورځنگ د هېواد مېشتو او بهرمېشتو ملگرو په مشرۍ دېته چمتو يم، د يوه هوايي ټيکټ په راستونه مو له غوښتنې سره سم پر ټاکلې نېټه هېواد ته درستون شم او د يا دې شوې جرگه گۍ په غوراوي او اړونده ارزونه کې کارنده برخه واخلم. اړتيا وړ توکي او کتابونه ، لکه پښتوپښويه

(گرامر)، وييپوهنه… او په ځانگړې توگه ((پښتو ليکلارښود)) به تاسې چمتو کړئ، او که په خپل کتابتون کې يابل چېرې ورته لاسرسی نه لرئ،د استاد صميم او استاد لېوال له خوا به په واک کې درکړشي، او چاپ ته چمتو نوي کښلي کتابونه ((پښتو سبک او سبکپوهنه)) او ((ماناپوهنه)) او نور به درته وار له مخه در برېښليک کړم.

په ترڅ کې دا دوستانه وړانديز هم کوم، چې که بلنليکونه مو لا چاپ کړي او چاته استولي نه وي، د دغه رامخته کړی خورا ارزښتمن پروگرام وخت لږترلږه د نوي زېږديز کال تر جنورۍ پورې وغځوئ، د پښتو برخليک او زموږ او ستاسې د ټولو پر گټه به وي!

په ټوله علمي – پښتني مينه او لورېينه. ستاسې منندوی زيار

د تشريحي او تاريخي پښتوژبپوهنې نيم پېړۍ ييز سېستماتيک معياري غورځنگ{ په رڼا کې د يوې يوازېنۍ- کره ليکنۍ پښتو اډانه (طرح)

(انتخاب او اطراد):                                          (يومخيز انتخاب)

د لرغونوالي،ډېروالي،لنډ

۲۵٪گړدودي او سيمه ييزه پانگه

والي، اسانوالي… پر بنسټ، لکه:

(ښاغلی، ستونزه، کوشنی، اکر، تروړل…)

ورسېد (ورسېدئ، ورسېدلو…)

۲۵٪ زاړه وييونه: هېواد، نړۍ، ويی،يون، وياړ، برم، وېلاړ،اتل…

ورساوه(ورسولئ، ورسولو…)

۲۵٪ نوي وييونه: روغتون، پوهنتون، پوهنځی ژبپوهنه،کره کتنه ، مخکتنه، گلورين،سريزه، الوتکه، چورلکه…

ورسول شو(ورسولی شو-شه)

۲۵٪ پور وييونه: دولت، حکومت، ولس، بانک،تېلېفون، تېلويزون ،يونسکو..

دازما ځای دی (دا دېماجی ده )…

ښځې (ښځي)، دی(دئ، دو)، مې،دې (مي،دي) …

د /ښ/ پر بنسټ

څلورگونې گړدودي ډلې: (۱) سوېل- لوېديزه يا کندهارۍ ډله ښ= سخت شين(۲) سوېل- ختيزه ياکرلاڼي ډله ښ=ش (۳) شمال- ختيزه يا ننگرهارۍ- پېښورۍ ډله ښ= خ او (۴) منځنۍ يا غلجايي ډله ښ= نرمه خ ، جغرافيايي وېش يې په لاندې ډول دی:

سوېل- لويديزه ډله

اخځليک: ليکلارښود(يوه پښتو- کره پښتو)، پښتوپښويه (گرامر)، وييپوهنه او وييرغا ونه، پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼا کې- لسم څپرکی، سبک او سبکپوهنه، شپږ يا گانې- درې واوونه او درې هې گانې… (زيار)

زړه پانگه+ پښتو پانگه (دوست)، وييزېرمه (صميم).

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب