جمعه, اکتوبر 4, 2024
Home+د کلتوري خدمتونو یوه نوې بېلګه

د کلتوري خدمتونو یوه نوې بېلګه

پوهاند محمد بشیر دودیال

(د تاریخ او افغانستان پیژندنې مینه والوته زیری)

څو ورځې مخکې راقم الحروف د ملي کلتور، کلتوري خدماتو او تر دې هم مهمه دا چې د کلتوري وروسته والي (Cultural lag) د اندېښنې په اړه لیکنه خپره کړه. ډېر معزز مشر او نامتو ملي شاعر او عالم لیکوال ښاغلي جهانی صاحب زما لیکنه وستایله او اشاره یې کړې وه چې دغو لیکنو ته دوام ورکړم، یعنې هغه لیکنه یې مختصره ګڼلې وه. راقم الحروف کلتوري وروسته والی تعریف کړ، خو د کلتوری خدماتو (Cultural Services) بحث باید وغځوو او دا هم باید ومومو چې ایا موږ دې برخه کې کافي کار کړی دی او که نه؟

کلتوري خدمات او ملي کلتور ته وده ورکول د حکومت یوه مهمه دنده ده. افغانستان کې چې له څو وروستیو کلونو را ېه دې خوا حکومتونه د قدرت غوښتنې، قدرت ټینګولو رقابتونو، جنګونو فسادونو او سیاسی سیالانو سره کشمکشونو کې بوخت شول، د غوره حکومتولي (G.G) او اتباعو ته د ضروري خدماتو د وړاندې کولو ترڅنګ، دا مهمه دنده هم ورڅخه پاتې شوه، خو له نېکه مرغه شاوخوا داسې ملی فکرونه شته چې دا بار یې په اوږو اوچت کړ. ډېرو افغانانو دهېواد دننه اوبهر له بیوزلو هیواوالو سره د اقتصادی مرستو ترڅنګ؛ فرهنګی هڅو ته هم ملا وتړله، فرهنګي ټولنې یې جوړې کړی، ادبی غونډې، په بېلابیلو مناسبتو مشاعرې، علمی بحثونه، کنفرانسونه او د نمانځنې جشنونه یې جوړ کړل. تر دې هم پورته؛ ډېرو افغانانو مجلې او راډیویي او تلویزیونی خپرونو ته ملا وتړله. اوس موږ د دې شاهد یاستو چی دافغانستان لوی قاموس، آریانا دایرة المعارف، … په شان پر لیکه فرهنکی خدمات هم جریان لري. یو مثال یې راقم الحروف د (افغانیک afghanic) عنوان لاندې د پوهنتونو لپاره د درسي کتابونو خدمات یاد کړل. دا دی د کلتوري خدماتو په برخه کې به یو بل زیری درنو هیوادوالو ته وړاندې شي:

“ دافغانستان تاریخ او تمدن/ تاریخ و تمدن افغانستان“ درنې او علمي مجلې لومړۍ ګڼه په ښکلي ډیزاین(جوله) او عالي علمی منځپانګه خپره شوه. دا مجله د افغانستان د تاریخ او ټولنیزو علومو د ټولنې (AHS) خپرنی ارګان دی چې هرو درېو میاشتو کې یو ځل خپریږي. دمجلې مسئول مدیره آغلې خور درخانۍ ذهین ده. آغلې ذهین چې له خپلې درنې کورنۍ سره څه کم څلوېښتو کلونو راهیسې له هېواد بهر اوسیږي، کلونه کلونه یې جرمنی او د امریکا متحده ایالاتو کې د افغانستان فرهنګ ته لوی خدمتونه کړي دي.

د دغې مجلې لومړۍ ګڼه د ۱۴۰۳ل. کال په تلې = Oct.-2024 کې نشر شوه. د مجلې د لیکنې هیئت کې لاندې پوهان غړي دي:

پروفیسور حامد نوید دکابل پوهنتون پخوانی استاد، دوکتورزمان ستانیزی د امریکی متحده ایالاتو کې د پوهنتون پروفیسور، پوهاندمحمد بشیر دودیال، داکترسید حمیدالله روغ، سیف الله فضل بامیزی، دوکتور نوراحمد خالدی، مهندس پوهنمل نجیم آزادزوی او درخانۍ ذهین.

د دې مجلې د لومړۍ ګڼې ځینې مقالې دا دي:

  • د مسئول مدیر یادښت (د.ذهین)،
  • انجمن تاریخ افغانستان (داکترنوراحمدخالدی)،
  • احمدشاه ابدالي یو ستر ټولواک (شهسوار سنګروال)،
  • درتاریخ نویسی تحلیل کالینګوو (داکترسید حمیدالله ورغ)،
  • یونانیان د ننني افغانستان په سیمه کې (عتیق ځاځی)،
  • پارسي باستان (سید فضل)،
  • بالاحصار باستانی کابل (استاد حامد نوید)،
  • مقابله با جعل و تحریف تاریخ افغانستان (دوکتور خالدی)
  • عبدالمجید زابلی بنیانګذار اقتصاد نوین (داکتر ناصر اوریا)،
  • په معاصر افغانستان کې د مالیې دورکړې…(پوهاند دودیال)،
  • د آزاد خان لنډه پېژندنه (مهندس پوهنمل نجیم آزادزوی)،
  • مقابله با جعل و تحریف تاریخ…( داکتر خالدی)،
  • On the Identity and Chronology of the Rigvedic River Sarasvaty By: Rajish Kochhar
  • The Cameleers in Australia (Dr.N.Khalidi)
  • Are Pashtuns the Lost Tribe of Israel?(Dr.Zaman Stanizai)

او نورې علمی لیکنې.

دغه مجله به راتلونکو ګڼو کې دعلمی مقالو ترڅنګ، د افغانستان د تاریخ او بشري علومود ټولنې د فعالیتونو راپورونه، اعلانونه، مرکې او نور مسایل هم خپروي.

مجله د افغانستان د تاریخ او بشري علومو د نوې تاسیس شوې ټولنې خپرنیز ارګان دی. دغه ټولنه په لاندې برخو کی علمي څېړنې ترسره کوي:

Demography، Linguist، Anthropology، Ethnography، Archaeology, Genetics,جیوپولیتیک History، Geographyاو نفوس.

د افغانستان د تاریخ او بشری علومو ټولنه د ګران هیواد د تاریخی هویت، ملی مفاخرو دپېژندنې، د افغانستان په اړه د جعل د رد کولو او د تاریخی دښمنانو او د ملی ګټو ضد عناصرو د تحریف، مخدوش او مکدر کوونکو هلو- ځلو د خنثی کولو او د ګران هیواد د ریښتیني تاریخ د لا ځلولو په موخه همدا سږکال جوړه شوه. (د لیکنو دا لړۍ دوام لري).

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب