سه شنبه, دسمبر 3, 2024
Homeخبرونهپه یوه ورځ دوه بري

په یوه ورځ دوه بري

تاند (شنبه، د عقرب ۵ مه) افغانستان، چې په ګڼو نورو برخو کې له کړاوونو سره مخامخ دی، د جمعې په ورځ دوه بري ترلاسه کړل.

د کرکټ الف یا ابدالیان لوبډلې په لومړي وار هند ته ماته ورکړه او په لومړي ځل د اسیا د ایمرجنګ جام پایلوبې ته ووته، له بلې خوا د فوټبال تر اوولس کلونو کشرې لوبډلې په لومړي وار د اسیا تر اوولس کلونو کشرو لوبډلو جام سیالیو ته لار وموندله.

تنکیو افغان فوټبالرانو د غوراوي د سیالیو کوربه ټیم، کمبوډیا ته درې پر یو ماته ورکړه.

په دې سیالۍ کې، چې د جمعې په ورځ د کابل په وخت د مازدیګر په څلور نیمې بجې په پینوم پین کې وشوه، د افغانستان لپاره یاسر ساپي، وارث شېرزي او ارش احمدي ګولونه ووهل.

دې بري د افغانستان لوبډله د بي ګروپ سر ته وخېژوله او د ۲۰۲۵ کال د اسیا تر اوولس کلونو د کشرو لوبډلو د فوټبال جام ته یې لار پرانیسته.

د اسیا د ۲۰۲۵ د اوولس کلونو د فوټبال سیالۍ په سعودي عربستان کې کېږي.

له بلې خوا د اسیا ایمرجینګ جام په دوهمه نیمه پایلوبه کې د افغانستان د ابدالیانو (الف) لوبډلې د هند الف لوبډلې ته په ۲۰ منډو ماته ورکړه او په دې توګه د دې سیالیو پایلوبې ته ووته.

دا لومړی ځل دی چې د افغانستان الف لوبډله پایلوبې ته رسیږي.

نور تفصیل په لاندې لینک کې ولولئ:

افغان ابدالیان د اسیا د ایمرجنګ جام پایلوبې ته ووتل

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب