پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Homeخبرونهافغان ابدالیان د اسیا د ایمرجنګ جام پایلوبې ته ووتل

افغان ابدالیان د اسیا د ایمرجنګ جام پایلوبې ته ووتل

تاند (جمعه، د عقرب ۴ مه) د اسیا ایمرجینګ جام په دوهمه نیمه پایلوبه کې د افغانستان د ابدالیانو (الف) لوبډلې د هند الف لوبډلې ته په ۲۰ منډو ماته ورکړه او په دې توګه د دې سیالیو پایلوبې ته ووته.

دا لومړی ځل دی چې د افغانستان الف لوبډله پایلوبې ته رسیږي.

د افغانستان الف لوبډله به په پایلوبه کې له سریلانکا سره مخامخ شي چې د روان جام په لومړۍ مسابقه کې هم ورسره مخامخ شوې وه او ماته یې ورکړې وه.

د هند په وړاندې د افغانستان الف لوبډلې د ۴ لوبغاړو له سوځېدو او د شلو اورونو په پای کې ۲۰۶ منډې وکړې.

بیا هم صدیق اتل خپل تخلص ثابت کړ چې اتل دی. ده د تېرو لوبو په شان دا ځل هم ښه بیټنګ وکړ او په ۵۲ توپونو یې ۸۳ منډې وکړې.

ده په روان تورنمنټ کې ټولټال ۳۱۳ منډې کړي چې هیڅ لوبغاړی یې ساری نه دی. له ده وروسته د هانګ مانک بابر حیات ډېرې منډې کړي چې ۱۶۲ دي.

له ده سره ملګري پیلګر لوبغاړي زبید اکبره هم ښه توپ وهنه وکړه. نوموړي په ۴۱ توپونو ۶۴ منډې وکړې. همداراز کریم جنت په ۲۰ توپونو ۴۱ منډې وکړې.

په توپ اچونه یا باولینګ کې غضنفر د هند دوه اصلي باولران وسوځول.

دغه سیالي چې نن جمعه د عمان په کوربتوب ترسره کېږي، د کابل پر

د هندۍ لوبډلې بریالی توپ اچونکی راسخ سلام و چې ۳ افغان لوبغاړي یې وسوځول.

خو په بیټنګ یا توپ اچونه کې د هند لپاره تر ټولو ښه لوبه رماندیپ سینګ وکړه. دی یوازینی هندی لوبغاړی و چې ۶۴ منډې یې وکړې.

تر دې وړاندې نن په لومړۍ نیمه پایلوبه د سریلانکا الف لوبډلې پاکستان ته په ۷ ویکټونو او ۲۱ اضافي توپونو ماته ورکړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب