پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Homeخبرونهنن د کابل ـ جلال اباد دوهم لین سړک د رغېدو چارې...

نن د کابل ـ جلال اباد دوهم لین سړک د رغېدو چارې پيلېږي

تاند (شنبه د عقرب ۵مه) له اوږده ځنډ او غوښتنو وروسته ټاکل شوې، چې نن د کابل ـ جلال اباد سړک د لومړي فاز اول لاټ چارې پيل شي.

ننګرهار کې د طالبانو د باختر آژانس مسوول قریشي بدلون وایي، چې د پرانیستې په مراسمو کې به لوړپوړي طالب چارواکي هم ګډون وکړي.

کلونه کېږي، چې خلک د دې سړک د رغېدو غوښتنه کوي، خو تر اوسه یې چارې په ټپه ولاړې وې.

د نظر خاوندان دا د عامو خلکو، موټرچلوونکو او پر دې لاره تلونکو مسافرو لپاره یو ښه زیری ځکه بولي، چې په خبره یې په دې سره به د ترافیکو پېښو کچه راټيته شي.

دوی وایي د کابل ـ جلال اباد پر اوسني سړک هره ورځ تر لسو زیاتې ترافیکي پېښې کېږي، چې له امله یې زیات مسافر خپل ژوند له لاسه ورکوي.

دا سړک د جلال اباد د ۴ ولسوالیو په سختو کږلېچونو کابل ته رسېږي.

د دې ۱۵۰ کلیو متره سړک ايله شل سلنه کار شوی، په داسې حال کې چې دا سړک بايد د ۲۰۱۷ په لومړيو کلونو کې ګټې اخيستنې ته سپارل شوی وای.

د دې سړک د جوړېدو لپاره په مالوم شوي وخت کابو ۹ کاله اوړي، خو لارې همداسې ورانې ويجاړې پاتې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب