یکشنبه, نوومبر 10, 2024
Home+په درېیمګړو هېوادونو کې د افغان خبریالانو د ملاتړ لپاره بلنه

په درېیمګړو هېوادونو کې د افغان خبریالانو د ملاتړ لپاره بلنه

پر افغانستان واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته رسنۍ په ډېرناوړه وضعیت کې دي او خبریالان له ګواښ، تاوتریخوالي او سانسور سره مخ دي. ښځینه خبریالانې په سیستماتیک ډول چپ شوي او افغانستان اوس د خبریالانو لپاره تر ټولوخطرناک هېواد بلل کېږي. ګڼ شمېر خبریالانو د کډوالۍ او بیامېشتېدنې دوسیو د مخته وړلو په موخه نورو هېوادونو ته پناه وړې ده.

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان له پناه‌غوښتونکو سره د پیوستون په موخه په پام کې لري چې په پاکستان، ایران، هند او ترکیې کې د افغان خبریالانو یو پرانېستی لیک ملګروملتونو او نورو نړیوالو بنسټونو ته ولېږي.

مونږ په دې لیک کې د لاندې مواردو غوښتنه کوو:

۱- د افغان خبریالانو رول په رسمیت پېژندل: نړیواله ټولنه په ځانګړې توګه ملګري ملتونه باید د بیان د ازادۍ په ساتلو کې د افغان خبریالانو رول په رسمیت وپېژني او د بیان او رسنیو د ملاتړ په برخه کې جدي هڅې وکړي.

۲- د کډوالۍ د پروسې ګړندي کول: د هغو افغان خبریالانو د لېږد او ځای پرځای کولو لپاره چې په درېیمو هېوادونو کې له جدي ستونزو سره مخ دي، باید عاجل اقدامات وشي.

۳- د خبريالانو ستونزو ته لومړيتوب ورکول: د هغو افغان خبريالانو دوسيو ته باید چې په درېيمو هېوادونو کې له ګواښونو، مالي او ټولنيزو ستونزو سره مخ دي، لومړیتوب ورکړل شي.
۴- د خبریالانو د خوندیتوب ډاډ: ډاډ دې حاصل شي چې په کوربه هېوادونو کې د افغان خبریالانو وضعیت ښه او دوی او کورنیو ته یې د امنیت خوندیتوب لپاره مذاکرات ترسره شي.

له افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان په درېیمو هېوادونو کې له ایسارو خبریالانو غوښتنه کوي چې دا پرانېستی لیک لاسلیک کړي ترڅو د دوی ستونزې یې ملګرو ملتونو او نړیوالو بنسټونو ته ولېږدول شي.

په ډېر درنښت؛

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب