تاند(شنبه، د عقرب ۵ مه) ایټالیا، سابرینا اوګولیني د افغانستان لپاره د نوې سفیرې په توګه وګومارله خو وايي چې نوموړې به په موقتي ډول له دوحې څخه فعالیت کوي.
د ایټالیا د (انسا) خبري اژانس د راپور له مخې، اغلې اوګولیني په ۱۹۶۸ کال کې په روم کې زېږېدلې او په ۱۹۹۲ کې یې د روم د لا ساپینزا (‘La Sapienza) پوهنتون د سیاسي علومو له پوهنځي (د نړیوالو چارو) څخه په ممتازو نمرو فارغه شوې ده.
هغې خپل مسلک د بهرنیو چارو وزارت د اقتصاد د چارو په عمومي ریاست کې پیل کړ، او دله افریقایي هېوادونو سره د دوه اړخیزو اړیکو په برخه کې یې کار کاوه.
د هغې لومړۍ دنده په بهر کې په ۱۹۹۸ کال کې په تونس کې وه، چې د قونسلي څانګې مشره وه او د مهاجرت او ټولنیز سکتور او د خپلو هېوادوالو د مرستې مسوولیت یې درلود. له ۲۰۰۲ څخه تر ۲۰۰۶ پورې، په بروکسل کې د ایټالیا په سفارت کې د اقتصاد او سوداګرۍ مشاوره وه، او په ۲۰۰۳ کال د اروپایي اتحادیې دپه شورا کې د شپږ میاشتو په مخه د ایټالیايي پلاوي د مشرتابه لپاره یې د کلتوري فعالیتونو د پلي کولو همغږي کوله.
د ۲۰۲۱ په اګست کې پر کابل د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ایټالیا په شمول لوېدیځو هیوادونو په افغانستان کې خپل سفارتونه بند او دیپلوماتیک فعالیتونه یې له دوحې څخه پیل کړل.