Homeخبرونهترکمنستان له افغانستان سره د سرحداباد- هرات د ګازو د نللیکې پر...

ترکمنستان له افغانستان سره د سرحداباد- هرات د ګازو د نللیکې پر جوړولو کار کوي

تاند (شنبه، د عقرب ۵ مه) د منځنۍ اسیا تریند خبري اژانس وايي، د ترکمنستان او افغانستان چارواکي د سرحدآباد-هرات د ګازو نللیکې پروژې د جزییاتو په اړه له نژدې کار کوي.

د ټاپي پایپ لاین شرکت اجرايي رییس او د مشرتابه پلاوي مشر، محمد مراد امانوف، په عشق اباد کې د ترکمنستان د تیلو او ګازو په ۲۹مه نړیواله غونډه او نندارتون کې د ترکمنستان د طبیعي ګازو د راتلونکې: نوې صادراتي لارې او د صادراتو وړتیا” په نوم غونډې ته وینا وکړه.

ده ټینګار وکړ چې دا ستراتیژیکه پروژه په دواړو هېوادونو کې د انرژۍ د امنیت له پیاوړتیا او له ترکمنستان څخه افغانستان ته د طبیعي ګازو د صادرولو په زیاتولو کې مرسته کوي.

سربېره پر دې، دا پروژه به د ګازو لپاره نوي فرصتونه برابر کړي او پر زړو او دودیزو لارو د تکیې په کمولو کې به مرسته وکړي. د دې برخې بشپړول به یوازې افغانستان ته نه، بلکې ګاونډیو هېوادونو ته د ګازو رسول چټک کړي، او د منځنۍ اسیا د انرژۍ د بازارونو د اسانه یوځای کېدا لاره هواره کړي.

د تریند پر اساس، د دواړو اړخونو استازي دې پروژې ته په جدي توګه کار کوي او په ګډه د څېړنې او اساسي کارونو د ترسره کولو لپاره لاسونه یو بل ته ورکوي، او ټاکل شوې چې په راتلونکو کلونو کې یې د جوړولو چارې پیل شي. دا به په سیمه کې د انرژۍ د یوې ثابتې او باور وړ زیربنا د بنسټ ایښودلو لپاره یو ستر پرمختګ وي.

یاده دې وي چې د سرحدآباد-هرات برخې د جوړولو چارې، چې د ترکمنستان-افغانستان-پاکستان-هند (ټاپي) ګازو پایپ لاین پروژې په پراخ پلان کې یوه مهمه مرحله ده، د ۲۰۲۴ کال په سپتمبر کې پیل شوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...