شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهچین د افغانستان لپاره ګمرکي تعرفه لغوه کوي

چین د افغانستان لپاره ګمرکي تعرفه لغوه کوي

تاند (جمعه، د عقرب ۴ مه) په کابل کې د چین سفیر وايي چې هیواد یې طالبانو ته د چین له بازارونو څخه د تعیمراتي وسایلو او انرژۍ په شمول له ګمرکي تعرفې پرته د محصولاتو د رانیولو لار هواروي.

ژاوو زینګ، پر خپله ایکسپاڼه د طالبانو د ریاست الوزرا له مرستیال عبدالکبیر سره د کتنې عکس خپور کړی او لیکلي: «چین به افغانستان ته په ۱۰۰ سلنه تعرفوي کرښو کې د صفر سلنه تعرفې امتیاز ورکړي.»

د چین د باندنیو چارو وزارت هم نن (جمعه) تایید کړه چې افغانستان ته تعرفه سل په سلو کې لغوه کوي.

د دغه وزارت ویندوی لین جیان وویل، دا کار به دوه اړخیزې سوداګرې همکاري ته وده ورکړي او ګټه به یې دواړو خواوو ته ورسیږي.

چین له هغه وخته چې طالبانو د ۲۰۲۱ په اګست کې بیا واک ترلاسه کړ، هڅه کړې چې له طالبانو سره خپلې اړیکې پراخې کړي، خو د ټولو هېوادونو په څېر یې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

چین هڅه کوي چې له طالبانو سره د سوداګري اړیکو د پراخولو له لارې د افغانستان د کانونو د بډایو سرچینو په استخراج کې پانګونه وکړي.

په کابل کې د چین سفیر وویل چې منزوي افغان رژیم کولی شي د چین پراخو ساختماني، انرژۍ او مصرفي سکتورونو ته بې محصوله لاسرسی ولري، ځکه چې دا د سرچینو له پلوه بډایه خو له دیپلوماټیک اړخه منزوي رژیم غواړي خپل بازارونه پراخ کړي.

څو چینايي شرکتونه حاضردمه د امو د حوزې په شمول د تېلو په استخراج کې بوخت دي. دغه راز چینايی شرکت د عینک د مسو کان د استخراج لپاره چمتووالی ښوولی دی.

د چین د ګمرکاتو د معلوماتو له مخې، افغانستان تېر کال چین ته ۶۴ میلیون ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي دي، چې نژدې ۹۰ سلنه یې جلغوزه وه. طالبانو ویلي چې د هغو بهرنیو پانګوالو د جذب هڅه کوي چې د افغانستان د اقتصاد د تنوع او د دې هېواد د کانونو له شتمنۍ څخه د ګټې اخیستنې لپاره لېوالتیا ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب