Homeخبرونهد پنجاب پولیس وايي، په میاوالي کې یې ۱۰ تنه مخالف وسله...

د پنجاب پولیس وايي، په میاوالي کې یې ۱۰ تنه مخالف وسله وال وژلي

تاند (جمعه، د عقرب ۴ مه) پاکستاني رسنیو نن (جمعه) د حکومت د یوه ویندوی په قول وویل چې د دغه هیواد د پنجاب پولیسو د میاوالي په مالاخېل سیمه کې د یوې سختې جګړې په ترڅ کې ۱۰ «ترهګر» وژلي دي.

جیونیوز د ویاند په قول همداراز ویلي چې د میاوالي د پولیسو د مرستیال اختر فاروق په مشرۍ د مالاخېل په غرنیو سیمو کې د عملیاتو تفصیل اعلان کړ او ویې ویل چې په لړ کې یې له ۱۰ تر ۱۵ ترهګر وژل شوي دي.

جیوز نیوز، نیوز ورځپاڼې او نورو پاکستاني رسنیو د پولیسو او وسله والو ترمنځ د نښتې د وخت یادونه نه ده کړې او دې ته یې هم اشاره نه ده کړې چې دا کسان په کومې ډلې پورې تړلي وو، خو دا خبر وروسته له دې خپرېږي چې په خیبر پښتونخوا کې چارواکو تایید کړه چې د ډیره اسماعیل خان په مربوطاتو کې پر یوه پوسته د وسله والو په برید کې لږترلږه ۱۰ ملېشه ځواکونه وژل شوي دي.

په میاوالي کې د پولیسو او وسله والو ترمنځ نښته د دې ښکارندويي کوي چې تاوتریخوالی له خیبرپښتونخوا او بلوچستان څخه پنجاب ته په غځېدو دی. تر دې وړاندې هم په میاوالي کې د څو بریدونو راپورونه ورکړل شوي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...