شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهخلیلزاد: حقاني، ملابرادر او ملایعقوب منځلاري دي، امریکا باید پخوانۍ دښمني ورسره...

خلیلزاد: حقاني، ملابرادر او ملایعقوب منځلاري دي، امریکا باید پخوانۍ دښمني ورسره ونه پالي

تاند (جمعه، د عقرب ۴ مه) د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد وایي، امریکا باید د سراج الدین حقاني، عبدالغني برادر او یعقوب مجاهد په شان د طالبانو له منځلارو مشرانو سره راتلونکې ته په کتو کې چلند وکړي.

 ده د امریکا حکومت ته مشوره ورکړه چې له دې طالب مشرانو سره په چلند کې د «تېرو پېښو او د انتقام اخیستلو» تر اغېز لاندې را نه شي.

خلیلزاد د پنجشنبې په ورځ دا څرګندونې د نیویارک ټایمز د خبریالې ګولډ بام د راپور په ځواب کې وکړې چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر په اړه یې خپور کړی و. په دې راپور کې حقاني د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده د سیاستونو یوازینی مخالف غږ ګڼل شوی دی.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په مقاله کې سره له دې چې سراج الدین حقاني د مرګ فرشته بلل شوی او د حقاني له لوري د انتحاریانو د روزنې او له القاعده سره د اړیکو او د هغه پر سر د امریکا له لوري د جایزې د ټاکلو یادونې شوي، نوموړی د طالبانو په منځ کې معتدل کس بلل شوی دی.

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي منلې چې حقاني د تروریستي بریدونو، برمته ګرۍ او له القاعده سره د اړیکو سابقه لري. خو له دې سره سره، حقاني د طالبانو د حکومت د کابینې اغېزمنه برخه وګڼله چې «نرم دریځ او له لوېدیځ سره اړیکو ته لېوالتیا لري.»

خلیلزاد د نیویارک ټایمز د مقالې په غبرګون کې وویل چې دې ورځپاڼې حقاني د «بدل شوی سړی» معرفي کړی چې کولی شي طالبان یوه نوي لوري ته هدایت کړي.

خلیلزاد په خپل یادښت کې د طالبانو د حکومت د مرستیال (ملابرادر)، د کورنیو چارو او دفاع وزیرانو په اړه دوو ټکو ته اشاره کړې: «حقاني د طالبانو په مشرانو کې یوازینی کس نه دی چې منځلاری دریځ او له لوېدیځ سره اړیکو ته لېواتیا لري. ملا محمد یعقوب مجاهد، ملا عبدالغني برادر هم له هغو کسانو څخه دي چې د ښځو او نجونو د تعلیم د محدودیتونو مخالف دي.»

د امریکا پخواني سفیر د بایډن له ادارې او همداراز د ولسمشرۍ له جمهوریپال نوماند ډونالډ ټرمپ څخه وپوښتل چې «ایا د امریکا چلند له دې مشرانو سره باید د تېرو پېښو او له دوی څخه د انتقام اخیستلو پر بنسټ وي او که زموږ د راتلونکي ګټو او موخو پر بنسټ؟»

خلیلزاد وویل چې دی د دویمې لارې پلوی دی. خو د خلیلزاد په وینا، امریکا باید د طالبانو د دې مشرانو نیت او د دوی وړتیا د خپلو غوښتنو د عملي کولو لپاره وازمويي.

هغه زیاته کړه چې لا وختي ده چې د طالبانو د دې چارواکو د کړنو په اړه خوشبینانه پایله ترلاسه شي.

نیویارک ټایمز د پنجشنبې په ورځ لیکلي و چې حقاني د هبت‌الله اخندزاده پر فرمانونو ناخوښ دی او له ځینو اروپایي هېوادونو، د خلیج له هېوادونو، روسیې او چین سره دیپلوماتیکې اړیکې لري.

امریکا په ۲۰۱۲ کال کې د سراج‌الدین حقاني په مشرۍ د حقاني شبکه د تروریستي ډلو په لیست کې شامله کړه. له همدې کبله سراج الدین حقاني د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو له بیا واک ته رسیدو وروسته تر ډېرې مودې پورې نه خپل عکس خپراوه او نه د تلویزیونونو د کامرو مخ ته څرګندېده.

د امریکا فدرالي حکومت د ښاغلي حقاني د نیولو لپاره د معلوماتو په بدل کې پنځه میلیون ډالره جایزه ټاکلې وه. د طالبانو له واکمنۍ وروسته، دا جایزه لس میلیون ډالرو ته لوړه شوه او لا هم نه ده لغوه شوې.

4 COMMENTS

  1. د افغان ملت ستر دوښمن او د سی آي اي لوی جاسوس د خپلو سی آي اي امیرانو له خوا اوس په داسی چټلو درواغو شروع کړی دی او امریکا ته وائی چی سراج الدین حقاني، عبدالغني برادر او یعقوب مجاهد په شان د طالبانو له منځلارو مشرانو سره راتلونکې ته په کتو کې چلند وکړي ، خائینه او د افغان په وینو ملیاردره وحشی خلیلزاده د ستا خائین له خوا دا دری وحشی قاتلان او د تاسو او پنجابیانو غلامانو ته غوښتل کیږی چی د ستا له خوا د سی آي اي په هدایت داسی خائین تبلیغونه شروع کړی لعنت دی وی پر تا ابلیس باندی د ستا پلار ( د قوة کار رشوتخور قوماندان وو) هم همداسی یو خائین او کثیف انسان وو !!!!!

  2. MULA SAHIB ABDUL GHANI BROTHER IS A GREAT PERSON.HE SPEND TEN YEARS IN PAKISTANI PRISON,BECAUSE HE WANTED A PEACE IN AFGHANISTAN,BUT PAKISTAN WAS AGAINST PEACE,
    NOW BELONG TO AFGHANS HOW THEY THINK,
    NOW ALSO MULA SAHIB DO GOOD ACT ABOUT THE ECONOMIC PROJECTS,
    WE NEVER SEE IN JAMHURYAT.
    I HOPE MULA SAHIB PAY ATTENTION TO NANGARHAR.KUNER RIVER PROJECT/GAMBEERY PROJECT AND KBL JABD SECOND ROAD
    THANK YOU

  3. ته شيطان او ابليس چې ژوندی يې افغانستان به هېڅکله ښه ورځ ونه ګوري. چېرته چې کنده وي ته شيطان يې افغانستان ته وباسې.
    دا ټولې ناخوالې له جهادي پيره تر دې دمه ستا له لاسه دي. الله تعالی دې د بدې ورځې څښتن کړه او ښه ورځ ونه ګورې.
    امريکا بايد هوښياره اوسي او له دې وروسته بايد ستا د شيطان په خوله تېر نه وخي او ته هېڅکله نور د باور سړی نه يې.

  4. یو بل مومند هم د قادیانیو پنجابیو چړیانو صفتونه کوی بلی پنجابیو غلامانو ته داسی مضرو کسانو زیاتره زمینه برابره کړی دی داسی کسان ځانونه پنجاب کښی پنجابیان او افغانستان کښی افغانان معرفی کوی !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب