شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهد وسله والو په برید کې لږترلږه ۱۰ پاکستاني ملېشه ځواکونه ووژل...

د وسله والو په برید کې لږترلږه ۱۰ پاکستاني ملېشه ځواکونه ووژل شول

تاند (جمعه، د عقرب ۴ مه) د خیبرپښتونخوا په ډیره اسماعیل خان کې د ملېشه ځواک پر پوستې د نامعلومو وسله والو په برید کې لږترلږه لس ملېشه ځواکونه وژل شوي او ۲ ټپیان دي.

پاکستاني رسنیو نن د امنیتي سرچینو په قول وویل چې برید د ډیره اسماعیل خان اړوند د درازنده ښارګي پر زام پوستې تېر ماښام پیل شو او د شپې تر ناوخته پورې یې دوام وکړ.

امنیتي چارواکي وايي چې د لومړنیو معلوماتو له مخې، لس ملېشه ځواکونه وژل شوي او دې ته په کتو چې د ټپیانو حال نازک دی، احتمال شته چې د تلفاتو شمېر ډېر شي.

ځايي سرچینې وايي، سره له دې چې د ملېشه ځواک پوسته د پوځ له پوستې ډېره لیري نه وه، خو پوځ یې ملاتړ ته ونه رسید خو وروسته له دې چې جګړه پای ته ورسیده او حمله کوونکي له سیمې ووتل، د پېښې ځای ته کومکي ځواک ورسید.

تراوسه پورې د دې برید مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی خو په دې سیمه کې د خیبرپښتونخوا د نورو ځایونو په شان ټي ټي پي یا د پاکستاني طالبانو تحریک فعاله دی.

پرون (پنجشنبې) د پاکستان پوځ ادعا کړې وه چې د خیبرپښتونخوا په باجوړ ولسوالي کې یې د ټي ټي پي د یوه قوماندان او دوو ځانمرګو په شمول ۹ غړي وژلي دي.

له دې جلا د حیبرپښتونخوا په ټانک ولسوالي کې پرون (پنجشنبې) د جنوبي وزیرستان د مالي چارو پر دفتر په برید کې یو پولیس وژل شوی او بل ټپي شوی دی.

په ټانک کې د جنوبي وزیرستان د مالي چارو دفتر د دغه ښار تر ټولو په خوندي سیمه کې دی او شاوخوا ته یې د پولیسو او ملېشه ځواک مرکزونه پراته دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب