Home+اَفکارــ اَفګار‎ | زهير سپېڅلی

اَفکارــ اَفګار‎ | زهير سپېڅلی

افکار: د فکر جمع شکل دی. په پښتو کي د فکر جمع “فکرونه” دي.

افګار: ټپي، زخمي، مجروح…
صفت دی.
دواړه دوه- دوه سېلابونه لري.
په شکل کي په (ک او ګ) بېلېږي.
مثالونه:
زموږ ژوند زموږ له افکارو او فکرونو جوړ دی.
«دوه انسانان خپل افکار نه بدلوي، مړ او جاهل.»
په زړو افکارو او په وراسته منطق نه پرمختګ کېږي او نه نوښت.
افګار بخاري:
ولي به افګار داسي مړه- مړه ژړل
ښکليه، که دي سترګي دومره مړې نه وای
ـــــــــ
ښيمه د غزل دعوېدارانو ته
وا دي وري افګاره غزل داسي وي
ـــــــــ
افګار چي کله ستا په پل سجده د ميني وکړي
د ستړي ژوند د سفر ستړی په يو ګام وخېژي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...