شنبه, نوومبر 23, 2024
Home+د جهاد په لویه حماسه کې؛ د وردګو ونډه او رول |...

د جهاد په لویه حماسه کې؛ د وردګو ونډه او رول | محمدزبیر شفیقي

د کتاب نوم: وردک، وردګ، ویارک، ویهارادک
ټولوونکی: احسان الله ارینزی
 وردګ د تاریځ په بهیر کې سیمینار
د لیکلو کال: ۲۰۱۶

د جهادي زعامت له غلطیو او بې کفایتیو سره سره، د پخواني شوروي د یرغل او تر هغه وړاندې د مسکو پلوه کودتايي نظام په وړاندې جهاد، د افغان ولس ستره کارنامه ده چې په نړیواله کچه د شلمې پېړۍ معجزه وبلل شوه.

محمد زبير شفيقي د ارواښاد جنت گل زوي له نن څخه 57 کاله مخکې د وردگو واليت د چك ولسوالۍ په اليخيلو کې زيږیدلى. لومړنی او منځنی زده کړې ېې د حضرت عمر فاروق په لېسه کې سر ته ورسولې او په ۱۳۵۶ کال کې د کانكور له الری د کابل پوليتخنيك انستتيوت ته بريالى شو.

شفيقی په ۱۳۵۷ کال د غوايي له کودتا وروسته مهاجرت ته اړ شو، پيښور ته الړ او د وسلوال جهاد تر څنګ یی په کلتوری او ادبي کارونو الس پورې کړ. شفيقي په تيرو دیرشو کلونو کې له مختلفو کلتوري او فرهنگي مركزونو سره کار کړی، د شفق، اميد، حريت، منبع الجهاد او شهادت د ليكنې پالوو غړي پاته شوی، د پيام آزادۍ رادیو – تلويزيون مرستيال او (۹) کاله د سهار ورڅپاڼې مدير ؤ.

شفيقی له ۲۰۰۳م څخه راپه دې خوا په کابل کی اوسی، د(ویسا) ورځپاڼی مسوول مدیر دی، د ژورناليستانو د ټولنی او سفما غړی دی او نژدی پنځوس ټوکه چاپ شوی آثار لري:

شاهين، وروستى مورچل، د غازي داستان، شهر ناپرسان، داوښکوپه ژبه يوه پوښتنه، معظم علي، توره ما ته شوه، د جهاد زمزمې، د وينو پيغام، د تيارو په تل کې، په چك او دايميرداد کې اسالمي پاڅون) د سيمې د جهاد پېښليك (ميدان ښار فتحه، د مرگ الرويان نه هيريږي، وطن، د قلم څار، له تكبيره تر فرياده، ميړونه _ گړنگونه، د پرديسۍ له مېنو د هيواد تر غيږې، شاهين تاريخي ناول، د غازي داستان، محمدبن قاسم،وروستۍ جگړه، وروستى مورچل، د تروږمۍ مساپر، د حجاز كاروان، انسان او ديوتا، قيصر اوکسرا، کليسا او اور، يوسف بن تاشفين، د سيتارام يادښتونه، ده روز در اسارت طالبان، د طالبانو افغانستان، جنگي کال، د افغانستان تارخ او خپرونې) له محترم فدامحمد فايض سره گډه ژباړه (د افغانستان لڼده جغرافيه )ژباړه / د غالم جيالني شبل ليكنه (د تنكيو ځوانانو لپاره قرآني کيسې، مات وزر او ژيړې پاڼې، زه ولې مسلمان شوم؟) د نوماندو شخصيتونو د مسلمانيدو ارواپالې کيسې (د نړۍ ستر جاسوسان) له الرنس تر ماتاهري (او نور، 408 محمد زبیر شفیقي دغه معجزه هسې آسانه او مفته پېښه نه شوه، په سلګونو زره ځوانان پکې قرباني شول، د افغان ولس نارینه او ښځو، بوډاګانو او ځوانانو په دې ستر جهاد او برحق مبارزه کې برخه درلوده.

ډېر د خواشینۍ ځای دی چې زموږ د درانه ولس دغه ستره حماسه له یوه پلوه د نړیوالو لویو استخباراتي کړیو او د هغوی د کورنیو السپوڅیو په توطیو کې، له بل لوري د جهادي مشرتابه د واک پر سر جګړو او د اقتدار په هوس کې ډېره بدنامه او سپکه شوه.

له دې سره بیا هم د شلمې پېړۍ پای زموږ د هېواد په تاریخ کې د یوې بلې امپراتورۍ د زوال پیالمه وه چې دا زموږ د درانه ولس د تاریخ تلپاتې حماسه ده.

په دې حماسه کې د افغان ولس ټولو قومونو او ولسونو خپله ونډه درلوده، چې په هغو کې د وردګو دروند ولس هم ؤ، که څه هم د جهاد مسأله چې څومره نړیواله کېده، بهرني السونه ډېر پکې ښکېل کېدل، په همدې پیمانه ځینو خاصو کړیو د ځانګړو ګوتو په شمار څېرو لپاره تبلیغاتي کمپاینونه وچلول، برعکس د ځینو سیمو او والیتونو ډېره فعاله ونډه او وغورځول شو، ځکه خو رغنده رول له پامه ولوید او یا قصدا دې ته اړتیا ده چې د ۱۳۵۷لمریز د غوايي له اوومې څخه د ۱۳۶۷ لمریز د سلواغې تر ۲۶مې له افغانستانه د پخواني شوروي د پوځونو تر وتلو، د هېواد د بېالبېلو والیتونو او قومونو د جهاد او مبارزې مستند، ریښتینی او پر حقایقو والړ تاریخ ولیکل شي. که دا کار وشي د وردګو د درانه ولس ونډه او رول به د هېواد د دغه سترې حماسې په جوړولو کې ډېر ځالند او روښانه ثابت شي.

زه دلته د دې ولس د یوه بچي، او د تېر برحق او سپیڅلي جهاد د کاروان د یوه کشر الروي او شاهد په توګه، د خپل غیرتي ولس د جهادي حماسې څو داسې اړخونو ته لنډه اشاره کوم چې ځینې یې د هېواد په کچه بل ساری نه لري:

لومړی-زموږ د ولس تر ټولو ستر ویاړ دادی چې د السپوڅي حکومت لویه فتنه یې ماته کړه، حکومت په زرګونو میله وردګ، وردک، ویهارادک، ویاردک 409 وسلې پرې ووېشلې چې د هزاره ولس پر خالف وجنګیږي، دا د وخت د حکومت یوه لویه توطیه وه چې روسانو د منځنۍ آسیا جمهوریتونه د همدې توطیې پر پلي کولو یو پر بل پسې کریملین ته سالمي کړي وو.

د وردګو په چک او دایمردادو ولسوالیو کې د ۱۳۵۸ لمریز د جوزا په میاشت کې ۱۳زره میله وسلې او په زرګونو فیره کارتوس وویشل شول، خو ولس د ملي نفاق د الرې پر ځای د یووالي، ورورولۍ او شهامت الره ونیوه د کمونستي دولت پر خالف یې پاڅون وکړ، د جوزا پر ۱۴مه او ۱۵مه د دایمردادو او چک ولسوالیو پاڅون نه یوازې د والیت په کچه ټول ولس د جهاد په لیکه ودراوه، بلکې همدې برمیال پاڅون د ټول هېواد پر جهادي صف مثبت اغیز وکړ. کله چې د وردګو ولس وتوانېد چې د کابل په دروازه کې خپل برحق جهاد ته دوام ورکړي د ټول هېواد په کچه یې د جهاد روحیه پیاوړې کړه.

سید اباد، ډاګبغرۍ کلی 410 محمد زبیر شفیقي زموږ د ولس دې تجربې د کابل مزدور رژیم سخت کاواکه کړ، لومړۍ یې ولس ته درې ځلې د قومي مشرانو جرګې راواستولې، چې د جرګو دوکه یې بریالۍ نه شوه څو ځله یې پر وردګو درنې انتقامي حملې وکړې، کورونه یې وسوځول، زیات خلک یې شهیدان کړل، د وردګو مشران او منور خلک یې په کابل کې بندیان کړل،) د ټولو بندیانو شمېر چې له سیمې څخه بیول شوي او یا په کابل کې نیول شوي وو له زرو تنو اوړي، چې په ۲۰۱۰ز کال کې د هالنډ د محکمې په ۵۰۰۰زره کسیز لست کې هم د یو شمېر شهیدانو نومونه وو (د ۱۳۵۸ لمریز د جوزا ۱۵مه په وردګو کې د روس پلوه حکومت د زوال ورځ پاتې شوه. کله چې پر وردګو دولت وسله ووېشله هزاره ولس چې له دوی سره پر پوله پروت دی سخت ووېریده، خو د وردګو ولسي مشرتابه ورسره اړیکې ونیوې او اطمنان یې ورکړ چې د وردګو له لوري به له دوی سره هېڅ ډول ظلم او ناروا ونه شي. د ویاړ ځای دی چې زموږ ولس تر پایه د خپلې ژمنې پاس وساته.

د وردګو دغې حماسې روسپال واکمن سخت وپارول، زیات مشران یې بندیان او شهیدان کړل. حکومت د جرګې د عنعنې له الرې غوښتل د وردګو ولس دوکه کړي، خو د ولس هوښیار مشران دوکه نه شول، د دې جرګو او مرکو بشپړ جریان نامتو ژورنالیست او لیکوال ارواښاد (عبدالجلیل وجدي) په خپل ارزښتناک اثر )د عنعنوي جرګو نن او پرون (کې راوړی دی. نوموړی د ولس د یوه معتبر مشر په توګه د هغې جرګې غړی ؤ چې د کابل واکمنو وردګو ته استولې وه، ارواښاد وجدي په خپل دغه اثر کې د کابل د واکمنو دوه مخیتوب په ګوته کړی چې غوښتل یې په یو ډول د ولس یووالی مات او وځپي، خو بریالي نه شول.

د وردګو د ولس دغه کارنامه لکه چې ښائیدله زموږ د ولس په حماسو کې هغسې یاده نه شوه، خو راځئ لږ پردې فکر وکړو چې که د وردګو ولس په دې توطیه کې لویدلی وای، له دولت نه یې وسلې اخیستې وای، په بشپړ باور ویالی شو چې د جهاد تاریخ به بل ډول ؤ.

وردګ، وردک، ویهارادک، ویاردک 411 د روسانو د پوځي یرغل په وروستیو کلونو کې موږ ولیدل چې قومي غونډونو او ملېشو په هېواد کې د قومونو ترمنځ اختالف او تربګنۍ ته څومره لمن ووهله که دا کار په پیل کې شوی وای او د وردګو په څېر یو غیرتي ولس د حکومت په مالتړ دریدلی وای څو اړخیزې منفي پایلې یې ډېرې خطرناکې وې:

الف-له هزاره وروڼو سره به د وردګو دښمني په یوه ناسور اوښتې وای، د هېواد په زړه کې د قومونو ترمنځ دغسې دښمنۍ ټول هېواد په ماتم کې ډوباوه او د جهاد کیسه به په هماغه پیل کې ختمه شوې وای، ولس به په خپلمنځي جګړه کې راښکېل شوی ؤ او ملي یووالي به مو ډېر پخوا له منځه تللی ؤ.

ب-د هېواد د شمال والیتونو د مجاهدینو الره چې پر وردګو تېره وه، بشپړه به تړلې وه چې د شمال والیتونو اکماالت به ورسره سخت زیانمن کېدل، پایله یې همدغه وه چې حکومت به ډېر په آسانۍ هلته د جهاد جبهې له منځه وړې چک د امانکي کلی 412 محمد زبیر شفیقي وې. که دې منفي پایلو ته پام وشي په زغرده ویالی شو چې د وردګو ولس ډېر لوی شهامت وښود د یوه زبرځواک پر خالف ودرېدل، د ملي یووالي پر خالف یې ګام اوچت نه کړ.

زموږ پر هزاره قوم څه چې پر ټول افغان ولس یې لوی احسان پروت دی. د دغې توطیې د ماتېدو ورځ د غبرګولي (۱۵) مه باید د نورو جهادي حماسي ورځو په څېر په کلیزو کې ثبت او په ملي کچه لمانځل شوې وای.

دوهم-په وردګو کې د جهاد په بهیر کې مثالي امنیت ټینګ ؤ، د ۱۳۵۸ له غبرګولي څخه د جهاد تر بري پورې، د وردګو په ځانګړیو څلورو ولسوالیو کې په لسګونو ځله د دولت او شوروي اتحاد پوځونو درانه بریدونه وکړل، د دې بریدونو له المله به خلک غرونو ته وختل او کورونه به یې تش کور په کور وسلې هم وې، خو پرېښودل،په ولس کې تقریبا په دې پراخه سیمه کې په دې ټوله موده کې یو کور لوټ نه شو. د غال، بد امنۍ او بې نظمۍ داسې پېښه ونه شوه چې د دغه درانه ولس په لمن دې تور داغ کیږي. د جهاد په وروستیو کلونو کې چې د السپوڅي رژیم د رانسکورېدو ورځې رانږدې شوې د تنظیمي رقابتونو شوم سیوری پر هېواد خپور شو، چې له هغو څخه هم د وردګو ولس ډېر متأثره نه شو، سره له دې چې د ګوتو په شمار څو د بدامنۍ او بې نظمۍ پېښې وشوې، خو په ټوله کې دې ولس د جهاد د بهیر سپېڅلتیا وساتله او چاته یې د ګډوډیو او انارشۍ اجازه ورنه کړه.

په وردګو کې جهادي ګوندونه ښه فعال وو، خو په ولسي کچه د قومي مشرانو رول او ونډه په نظم او اداره کې تر پایه درنه پاتې شوه، د چک اسالمي انقالبي شورا د ولسي نظم په ساتنه کې ډېر رغنده رول ولوباوه، چې جهادي ګوندونه یوازې د پوځي عملیاتو او د سیمې د دفاع لپاره بوخت پاتې شول. دې شورا د چک او دایمردادو د دوو ولسوالیو د ولسي نظم پر ساتلو سربېره د سیدآباد او جغتو له قومي او جهادي مشرتابه سره اړیکې درلودې او یو اعتبار یې ساتلی ؤ.

همدغسې جهادي ګوندونو، له پیله تر پایه د یرغلګرو پر وردګ، وردک، ویهارادک، ویاردک 413 خالف په ګډه له خپلو مورچلو څخه دفاع وکړه، دوی نه د جهادي مشرتابه اختالفونه سیمې ته راوړل او نه یې له نورو والیتونو څخه د منفي سیالیو نفوذ ته اجازه ورکړه. د هېواد په شمال کې چې د جهاد په وروستیو کلونو کې ګوندي شخړو زور واخیست لویې غمیزې جوړې شوې، د وردګو جهادي مشرتابه پرېکړه وکړه چې دغه ناروا سیالۍ به دلته نه راوړي دوی دې پرېکړې ته وفادار پاتې شول.

درېيم- د شمال د څو والیتونو د اکماالتو الره پر وردګو تېره وه. دغه الرې د پوځي اکماالتو له مرکزونو) میرانشا، پاړه چنار او واڼه (سره وصل وې، چې بیا به له هغه ځایه پېښور ته چې د جهاد د رهبرۍ مرکز ؤ رسیدل.

له غزني او لوګر څخه دغه الرې د زنه خان، ابدرې، تنګي، دیوالګي او آب بازک له لوریو وردګو ته راتلې او بیا د بېکسمند او یا دایمیردادو د سرخاب له الرې له هزاره جات او نرخ سره وصل وې، د ۱۴کلونو په اوږدو کې پردې الرو په سلګونو جهادي کاروانونه تېریدل چې یا به د جهاد مرکزیت ته روان وو او یا به خپلو خپلو والیاتو او جبهو ته ستنېدل.

په داسې حال کې چې له ۱۳۶۲لمریز څخه تر ۱۳۶۷لمریز پورې د مجاهدینو اکماالتي کاروانونه په ټول هېواد کې تر درنو بریدونو الندې وو، کمینونه به ورته نیول کېدل او یا به هوايي چاپې پرې وهل کېدې، خو د وردګو په حدودو کې په دغه ټوله موده کې پردې کاروانونو یو برید هم نه دی شوی.

که څه هم دغه شپږ کلونه په هېواد کې د روسي یرغلګر پوځ د وحشت کلونه وو، وروسته چې د افغان جګړې په اړه د شوروي واکمنو محرم اسناد افشا شول، دا پکې ویل شوي وو چې دوی د ژنیو د خبرو اترو په بهیر کې غوښتل د مجاهدینو د ځپلو لپاره خپل ټول ځواک و ازمويي، ځکه یې د اکماالتي الرو د تړلو لپاره پر سرحدي والیتونو لوی یرغلونه وکړل او په ټول هېواد کې یې د اکماالتي الرو د څارنې او غلچکي بریدونو بېدرېغه هڅې وکړې. د هېواد په مرکزي او سرحدي ټولو والیتونو کې جهادي کاروانونه سخت تر څارنې 414 محمد زبیر شفیقي الندې وو. له ځمکې او فضا څخه غلچکي بریدونه پرې کېدل، خو د وردګو سیمه دوی ته د خپل کور او کلي په څېر خوندي او امن وه.

په دې اوږده موده کې یو ځل پر ۱۳۶۷لمریز کال د دایمیردادو په تنګي سیدان کې چې پر جهادي مرکز بمباري وشوه، د هېواد د شمال یو جهادي کاروان هم چې په دې مرکز کې ؤ تر بمبارۍ الندې راغلی او څه زیانونه ور واوښتل.

دوهم ځل پر همدغه کال د بوم په تنګي کې هم چې جهادي مرکزونه وو داسې مهال د روسي الوتکو تر بمبارۍ الندې راغلل چې له دې ځایه د مجاهدینو یو کاروان تېرېدو.په دې بمبارۍ کې هم څو تنه مجاهدین او څو اسونه د دښمن د بمونو ښکار شول.خو دغه دواړه بریدونه پخپله د وردګو پر جهادي مرکزونو شوي دي، موخه پکې هغه کاروانونه نه وو چې زیانونه ور واوښتل.

یو ځل د وردګو او لوګر په پوله په دیوالګي کې پر ۱۳۶۷لمریز کال ددولت هلیکوپترو عسکر کوز کړل، خو مجاهدین پرې خبر شول، پخوا تر دې چې کوم کاروان ناخبره ورسره مخامخ شي د چک او ټوپ دښتې مجاهدین ور وختل او دښمن اړ شو چې خپل کسان پورته کړي او وتښتي.

په وردګو کې د جهاد په کلونو کې د کورني امنیت تر څنګ د مساپرو مجاهدینو لپاره هم یو مثالي امنیت ټینګ ؤ.د وردګو په چک او سیدآباد ولسوالیو کې څو دولتي پوستې پرتې وې، خو هغو کالبند حالت درلود، د سیمې مجاهدینو به د نورو والیتونو کاروانونه په شپه شپه کې له دغو پوستو څخه خوندي تېرول، په تنګي، شیخآباد، سیدآباد او چک کې یو شمېر مجاهدینو دغه دنده درلوده چې د نورو والیتونو جهادي کاروانونه له یادو پوستو څخه خوندي تېر کړي. همدغسې د جهاد د وخت د زده کړو د رغنده بهیر برکت ؤ، چې تر څو کلونو پورې د دې ولس محصلین په پوهنتونونو کې په ډېرو لوړو نومرو بریالي کېدل.

د جهاد په موده کې د وردګو په سیمه کې د نورو والیتونو مجاهدینو ته چې په اونۍ کې یې شمېر زرګونو تنو ته وردګ، وردک، ویهارادک، ویاردک 415 رسیده، هېڅ ډول مالي او ځاني زیان نه دی رسیدلی. آن تر دې چې د وردګو په سیمه کې د جهادي ګوندونو هغه ګروپونه چې په خپلو سیمو کې یې مرګونه کړي وو، دلته له امتیاز او تبعیض پرته ټول خوندي وو. زه یې وړوکي ساري ته اشاره کوم:

پر ۱۳۶۷لمریز کې د مني په موسم کې د کندز د امام صاحب د ګروپ له یوه مجاهد څخه د چک ولسوالۍ یوه مجاهد په دوکه کې یو څادر اخیستی ؤ چې قوماندان یې هغه بېرته ترې واخیست او خاوند ته یې وسپاره او له دغه دوکه مار مجاهد نه یې وسله واخیسته او ویې شاړه. تېر برمیال جهاد د وردګو ولس سره متحد کړ، یو له بله یې وپیژندل، د جهاد او سپیڅلي اسالم له روحیې سره سم یې د ورورګلوۍ اړیکې ډېرې مزبوتې شوې، د جهاد له برکته د یووالي، خواخوږۍ او همغږۍ روحیه ډېره پیاوړې شوه. د کمونیستي دولت د تبلیغاتو برعکس په وردګو کې د دولت او یرغلګرو روسانو پر فشارونو او هوايي بمباریو سربېره مجاهدینو ښوونځي پرانیستي وساتل او ښوونکیو چې زیات یې مجاهدین وو له معاش پرته افتخاري درس ورکاوه، وروسته بیا د سویډن موسسې او لجنة الدعوه له لوري په وردګو کې یو شمېر منځني ښوونځي او لیسې ښې فعالې شوې، د همدې ښوونځیو له برکته د هېواد په پوهنتونو کې د ښاغلي کرزي تر لومړیو کلونو پورې د وردګو د محصلینو شمېره سلګونو تنو ته رسیده چې وروسته دغه شمېره ډېره راټیټه شوه.

د جهاد په دوران کې چې هم پخپله د وردګو د ولس او هم د نورو والیتونو د مجاهدینو سر، مال او ابرو بشپړ په امن وو.

سبب یې دادی چې وردګ مسلمان ولس دی، چې د جهاد په نامه راپورته شول بیا د اسالم د سپیڅلي دین له اصولو سره سم د جهاد په سپېڅلې روحیه پاتې شول. په وردګو کې پروتوکولي قوماندانان نه وو چې له دولت سره پټې اړیکې وپالي، د استخباراتي شبکو غړي پکې نه وو، کوم یو نیم څوک که دولت را استولی وي هم، د ولس د عام ذهنیت 416 محمد زبیر شفیقي او روحیې پر خالف یې تخریبي کړنې نه شوای کوالی. وردګو جهاد وکړ، پر خپل جهاد یې سیاسي معامله ونه کړه، دوی د جګپوړیو ودانیو او لویو سوداګریزو شرکتونو خاوندان نه شول.

په دوی کې څوک د دوبۍ، هند او استانبول د ماڼیو خاوندان نشته، یو کال وړاندې د یوه جهادي ګوند په غونډه کې د نوموړي ګوند یوه غړي ادعا وکړه چې د دوی مجاهدین د جهاد د مالتیر حیثیت درلود، خو اوس په کابل کې په کرايي کورونو کې اوسیږي.

زه د وردګو د مجاهدینو په باب همدغه ادعا کوم. دوی د جهاد په پیسو او د بیت المال په شتمنیو ځانونو ته ودانۍ جوړې نه کړې، زیاتره یې عادي ژوند لري، په کرايي کورونو کې اوسیږي، دې جهادي مشرانو او په ټوله کې د قوم درنو مشرانو ته سالمونه چې د خپل ولس دروندوالی یې ساتلی دی.

څلورم- د وردګو د درانه ولس یوه بله ځانګړتیا هم د یادونې وړ ده، هغه دا چې د جهاد په بهیر کې په تېره په لومړیو کلونو کې دې ولس نه یوازې خپل مجاهدین بلکې د نورو والیاتو مجاهدین هم چې کله کله به یې د یوه کاروان شمېر تر پینځو سوو تنو هم زیات ؤ د مېلمنو په څېر پالل. په وروستیو کلونو کې د جهاد لوی لوی مرکزونه د نورو والیاتو د ټولو جهادي کاروانونو لپاره تمځایونه وو، دغه مرکزونه په ګوربت، سیمرغ غره، آبدره، اونخي، بوم، الیشنګ، د چک فابریکه، تنګي سیدان او د چک بند په غارو کې وو. خو په لومړیو کلونو کې د مجاهدینو ته عام ولس ډوډۍ استوله، چې په دې خدمت کې د دې ولس خویندو او میندو لویه ونډه درلوده. زما د خپل درانه ولس د پتمنو خویندو او میندو هغه یادونه سترګو ته والړ دي چې مجاهدین به یې د کور تر مخه تېرېدل دوی به تودې ډوډۍ، کوچ، او یا نور خوراکي توکي ورته راوړل. د جهاد په بهیر کې په وردګو کې د الرې په اوږدو کې هوټلونه جوړ نه شول، ځکه چې د ولس مشرانو دا اجازه ورنکړه او دا یې د خپل ولس د مېلمه پالنې له عنعنې سره په ټکر کې بلله.

وردګ، وردک، ویهارادک، ویاردک 417 د وردګو سیمې ته چې له هر لوري مجاهدین ننوتل ډوډۍ او د اسونو خوراک یې په داوطلبانه ډول ولس پر غاړه اخیستی ؤ. په دې برخه کې پر ولس د هېچا فشار نه ؤ. په وروستیو کلونو کې له ۱۳۶۸لمریز وروسته چې د مجاهدینو کاروانونه د اسونو پر ځای په موټرو کې لیږدېدل، شیخ آباد د یوه تمځای بڼه غوره کړه او یو شمېر هوټلونه پکې جوړ شول دا یو طبیعي بدلون ؤ چې به وضعه کې راغی. دا هغه مهال ؤ چې د هېواد په کچه مجاهدینو مالي وسایل وموندل خو له بده مرغه جهادي اصالت زیانمن شو.

پينځم- د تېر برمیال جهاد په دوران کې د وردګو مجاهد ولس ته د دښمن له لوري درانه زیانونه واوښتل.

پر وردګو د لسو کلونو په اوږدو کې تر پنځوسو زیاتې درنې بمبارۍ وشوې چې په لسګونو کلي پکې ویجاړ او په سلګونو تنه پکې شهیدان شول د بېلګې په دودیوه خونړۍ بمباري یې د اونخي په حسن بیک کلي وه چې زیات کورونه ویجاړ او یو جومات شهید شو، په جومات کې )۶۰ (تنه چې )۳۰( تنه یې ماشومان وو شهیدان شول، ګوربت، تنګي سیدان، بوم او نور مرکزونه هم زیات تر درنو بمباریو الندې وو.

د کابل-کندهار د الرې په اوږدو کې پروت ولس له خواجه کوټکي تر شش ګاو پورې، هره ورځ د روسي کاروانونو د تېرېدو شاهد ؤ. مجاهدینو به د الرې په اوږدو کې پر هغو بریدونه کول او د روسي الوتکو او قواو لخوا بیا عام ولسي خلک او کلي د دوی د درنو وسلو او بمباریو نښه کېدل. دغه حالت ورځنی معمول ؤ.

په وردګو کې ښايي داسې کلی ونه موندل شي چې بمباري نه وي پرې شوې یا په درنو وسلو نه وي نښه شوی، او څو تنه یې د روسي یرغلګر پوځ او السپوڅي حکومت وسله والو نه وي وژلي.

د وردګو پر دوو ولسوالیو چک او سیدآباد نږدې په هرو دوو میاشتو کې یو ځل ځمکنی حملې کېدې، خو ټول ټال د وردګو پر ولس (۲۰) ځله داسې یرغلونه وشول چې په هر 418 محمد زبیر شفیقي ځل د هوايي او ځمکني پوځ شمېر زرګونو ته رسیده. تر ټولو درنه حمله یې د ۱۳۵۹ لمریز کال د زمري پر ۵مه وه چې پر څلورو ولسوالیو په یوه وخت زرګونو روسي کوماندو تر زرو چینونو زیاتو ټانکونو او تر اتیا زیاتو څرخیو او تر ۲۰وزره زیاتو جېټ الوتکو په برید کې برخه درلوده. په دې نابرابره جګړه کې په څلورو واړو ولسوالیو کې تر )۱۲۰۰( تنو زیات کسان شهیدان شول، چې زیات شمېر مجاهدین هم پکې شامل وو. د لسو کلونو په اوږدو کې د دې غیرتي ولس په زرګونو کسان د دښمن په ړندو بریدونو کې شهیدان شوي چې دقیقه شمېره یې نه ده راټوله شوې، د کابل رژیم په رانسکورولو او د یرغلګر پوځ په شړلو کې یې ډېره روښانه ونډه درلوده. خو متأسفانه وروسته چې کوم حکومتونه راغلل.

د دې ولس د قربانیو حق یې اداء نه کړ. د دې یو المل دادی چې په هېواد کې تر اوسه کوم نظامونه راغلي د سیاسي معاملو زېږنده دي، د وردګو مشران او جهادي قوماندانان چې په سیاسي معاملو او ناروا مافیايي چلوټو نه پوهیږي، له همدې المله په نظام کې د وردګو د واک ونډه ډېره کمه ده. که کوم څوک کوم مقام ته رسیدلي وي، د دوی د خپل استعداد او وړتیا په برکت دي، خو د قوم په توګه متاسفانه د وردګو ونډه په نظام کې تر پښو الندې ده.

1 COMMENT

  1. السلام علیکم
    ارینزی صاحب مقاله می لوستله خو په نیمه کی می پریښوده لامل یی دا وو چی ډیری کلیمات په کی مخی ته راغله چی په غلطه املا لیکل شوی لومړی خو ما فکر وکړ چی د ټایپینګ غلطی ده وروسته متوجه شوم چی دا کار عمدا شوی دی اوس می په دی پوه کړه چی دانوی ډیجټلی پښتولیکدود دی او یا تاسی هم د ډاکتر زیار په شان غواړی چی پښتو ژبه نوره هم د مصنوعی او بی معنی کلیمو په ور زیاتولو د ژبو له لړی نوره هم تجرید کړی لکه څرنګه چی تاسی په عنوان کی د وردګ کلیمه په څو شکلونو لیکلی دا په لهجی پوری اړه لری شاید په ډیرو لهجو تلفظ شی ولی معیاری لیکل یی وردګ صحیح دی لطفا یا لیکنه اصلاح کړی یا وضاحت راکړی ترڅو مونږ هم ددی نوی سیستم سره اشنا شو ۰ والسلام

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب