Homeخبرونهد ننګرهار د ملي رادیو تلویزیون خبریال عزیزاحمد وفا له بنده خوشي...

د ننګرهار د ملي رادیو تلویزیون خبریال عزیزاحمد وفا له بنده خوشي شو

تاند (جمعه، د عقرب ۴ مه) د ننګرهار ملي راډیو او ټلویزیون خبریال د عزیز احمد وفا، د کورنۍ یو غړیو تایید کړه چې وفا د طالبانو له زندان څخه خوشې شوی دی.

د طالبانو استخباراتو څه باندې ۳ میاشتې پخوا ښاغلی وفا بې له کوم دلیله ونیوه او تراوسه یې په بند کې ساتلی و.

د خبریالانو د خوندیتوب بنسټ د روان کال په اسد میاشت کې اعلان وکړ چې د طالبانو استخباراتو عزیز احمد وفا په ننګرهار کې د نامعلومو دلایلو له مخې نیولی دی.

د وفا کورنۍ وایي چې هغه د طالبانو د استخباراتو له لوري شکنجه شوی دی.

طالبانو په تېرو څلورو میاشتو کې شاوخوا ۹ خبریالان پرته له مشخصو دلایلو نیولي دي، ځینې یې خوشې کړي او ځینې نور لا هم د دې ډلې په بند کې دي.

د خبریالانو مدافع ټولنو په ځلونو پر طالبانو د خبریالانو د پر له پسې نیونو او ځورونو په خاطر نیوکې کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...