تاند (جمعه، د عقرب ۱۱ مه) وروسته له دې چې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن د کثافت کلمه وکاروله، پخواني ولسمشر او د راتلونکو انتخاباتو کاندید ډونالډ ټرمپ، له الوتکې تر کښته کېدو وروسته په نارنجي نيون جاکټ کې د کثافاتو په یوه ټرک کې سپور شو، چې دې کار یې بیا جنجالي خبرونه جوړ کړل.
ټرمپ د یوې تلویزیوني خپرونې مشهور کوربه و او په دې ښه پوهعیږي چې له رسنیو او تبلیغاتو څخه څنګه د ځان په ګټه کار واخلي.
د نیویارک په انتخاباتي غونډه کې، کومیډین ټوني هینچکلیف په پورتوریکو ناسمې خبرې وکړې چې د لاتینې ټولنې لخوا ورته پراخ غبرګون وښودل شو.
جو بایډن بیا په ځواب کې یاد کومیډین ته «کثافت» وویل، خو وروسته داسې تاثر خپور شو چې ګوندې د ټرمپ ټولو ملاتړو ته یې اشاره وه، چې بیا سپینې ماڼۍ دا خبره رد کړه.
ډونالډ ټرمپ د ډیموکراټانو له ډلې سره د سیاسي سیالۍ په دې فرصت کې، د امریکایي کومیډین د خبرو شخړې ته په غبرګون کې د خپل انتخاباتي پیغام رسولو لپاره ګټه اخیستې ده.
هغه له الوتکې تر کښته کېدو وروسته د خبریالانو مخې ته ودرېد او ویې ویل، «۲۵۰ میلیونه خلک کثافت نه دي. زه کولای شم تاسو ته ووایم چې اصلي چټلي څوک دي، خو نه غواړم دا خبره وکړم.»
ښاغلی ټرمپ په خپلو خبرو کې داسې ادعاوې هم کوي چې د نظرپوښتنو له مخې ناسمې بلل شوې دي.
په ټولو نظرپوښتنو کې د ټرمپ او هریس ترمنځ سیالي ډېره نژدې او توده ښودل شوې. سره له دې، ټرمپ ادعا کوي چې هغوی په ټولو ایالتونو کې په ډېر توپیر مخکښ دي.
نوموړي وویل: «ډیموکراټانو ډېر بد کار کړی دی. موږ په ټولو ایالتونو کې په زیات توپیر سره مخکې یوو. دوی [کمالا هریس او جو بایډن] باید د ۲۵۰ میلیون خلکو په اړه د کثافت کلمه نه وای کارولې، دا کار یې د دوی لپاره مناسب نه و.»
تر دې وړاندې وروسته له دې چې کاملا هریس وویل چې د منځنۍ طبقې او بیوزلو له حاله خبره ده ځکه چې دې په خپله په یوه رستوران (ماک ډونالډ) کې کار کړی، دوڼالډ ټرمپ د مک دونالډ یوه رستوران ته لاړ، د هغه د کارکوونکو جامې یې واغوستې او خلکو ته یې خواړه ورکړل.
ټرمپ په دې ډول کارونو د ګڼ شمېر امریکانو ملاتړ خپل کړی خو نوموړی د پناه غوښتونکو په ځانګړي ډول مسلمانانو سخت مخالف دی.
خدای دی وکړی چی یو څه کثافات یی هم خوړلی وی.