تاند – وروسته له هغه چې ګوګل د پوتین د تبلیغاتو او پروپاګند په وړاندې ګامونه پورته کړل، روسیې دغه د ټکنالوژۍ دا امریکايي شرکت په دومره پیسو جریمه کړ چې په نړۍ کې نه شته یعني دوه نیم تریلیون تریلیون، تریلیون (یو ۳۳ عددي شمیر، چې له نړیوال ناخالص تولید څخه ډېر دی)
ګوګل په یوټیوب کې د روسي تلویزیوني چاینلونو د لېرې کولو له امله جریمه شوی.
د روسیې دولتي خبري اژانس، تاس د روسي وکیل ایوان مروزوف په قول وویل، دا جریمه ۲ آندسیلیون روبله یا شاوخوا ۲۰ دسیلیون ډالر ده، چې په حقیقت کې یې نه ګوګل او نه بل څوک ورکولی شي.
د پرتله کولو لپاره، د پیسو د نړیوال صندوق د اټکلونو له مخې، د نړۍ ناخالص تولید ارزښت شاوخوا ۱۱۰ زره میلیارد ډالر دی (یو ۱۲ عددي شمیر).
د تاس خبري آژانس د بل کارپوه، رومن ینکوفسکي له قوله ویلي چې «طبعي ده چې ګوګل به دا جریمه ورنه کړي، او روسیه هم نه شي کولی دومره پیسې له دې شرکت څخه ترلاسه کړي.»
یوه لنډ محاسبه ښيي چې د ګوګل اصلي شرکت یا مور، الفابېټ، د بازار ارزښت شاوخوا ۲ ټریلیون ډالره دی، او د دې شرکت د تېرې ربعې عواید ۸۰.۵۴ میلیارد ډالره و. داسې نه ښکاري چې ګوګل دې دومره ستره جریمه پرېکړي.
هر ډول ادعا چې د روسیې حکومت وړاندې کوي، یوازې په دې هېواد کې پلې کېدلی شي.
د بریتانیا ټکنالوژۍ ورځپاڼې “رجیستر” راپور ورکړی چې دا پیسې یا جریمه په محکمه کې د دوسیې د څلور کلنې ارزونې په پای کې محاسبه شوې، چې په ۲۰۲۰ کال کې په یوټیوب کې د تزارګراد چاینل د بندیز له کبله د دغه امریکايی شرکت خلاف پیل شوې وه.