پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Home+له چين څخه په تجارتي مالونو بار اورګاډی د افغانستان په لور...

له چين څخه په تجارتي مالونو بار اورګاډی د افغانستان په لور وخوځيده

جان روان ځاځی

له چين څخه په تجارتي مالونو بار اورګاډی د چين د جيانګ سو ولایت د نان تونګ ښار له های ان لوجيستک مرکز څخه د افغانستان د حیرتان بندر په لور وخوځېده او د تګ په مراسمو کې يې د افغانستان د چارو لپاره د چين د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي يوی شياو يونګ او بېجينګ کې د طالبانو سفير بلال کريمي هم ګډون کړی و.

دغه اورګاډی د بېجينګ پر وخت د اکتوبر د ۳۱ مې نېټې د غرمې په ۱۱ بجو او ۱۴ دقېقو د افغانستان په لوري خوځېدلی دی.

له چين څخه په تجارتي مالونو بار لومړی اورګاډی په ۲۰۱۶م کال کې له همدغه جیانګ سو ولایت څخه د افغانستان حیرتان ته تللی و او اوس یې يو ځل بيا حیرتان بندر ته مستقيم تګ راتګ شروع کړی او ښايي دغه لړۍ همدغسې دوام ومومي.

د دغه اورګاډي په سلو معياري کانټينرونو کې د منسوجاتو، د ژوند د اړينو توکو او الکټرونيکي محصولاتو په ګډون تجارتي مالونه بار دي او د چين د شينجيانګ له خورګوس ځمکني بندر څخه به د قزاقستان او ازبکستان له لارې په شاوخوا ۱۵ ورځو کې حیرتان بندر ته ورسيږي او کابو ۷۰۰۰ کیلومتره لاره به ووهي.

د چين او افغانستان ترمنځ د بار وړونکو اورګاډيو بیا پېل د دواړو هېوادونو د متقابلو ګټو او همکاريو د پياوړتيا لپاره ارزښتناک فرصت برابر کړی دی.

افغانستان کې د چين سفارت پر خپلې ویبپاڼې ځينې شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې په تېر ۲۰۲۳م کال کې د چين او افغانستان ترمنځ تجارتي ارزښت يو ميلیارډ او درې سوه دېرش ميلیونه امريکايي ډالرو ته رسېدلی، چې دا د ۲۰۲۲ م کال په پرتله ٪۱۲۵.۴ زياتوالی ښيي.

د چين دولت رئیس شي جين پينګ د روان کال په سپتمبر کې په بېجينګ کې د چين او افریقا د همکارۍ فورم په سرمشریزه کې اعلان وکړ، چې د ټولو هغو هېوادونو پر صادراتو به ګمرکي تعرفې معاف کړي، چې له چين سره یې رسمي اړيکې ټينګې کړي او د ملګرو ملتونو لخوا د لږ پرمختللو هېوادونو په ډله کې شامل دي.

د چین بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې افغانستان يې هم په همدغې امتیازي پالیسۍ کې ورګډ کړی او له صادراتو به یې مالیه نه اخلي، چې په دې سره به چين لومړی پرمختيايي هېواد او د نړۍ ستر اقتصاد وي، چې د لږې ودې لرونکو هېوادونو له صادارتو به مالیه نه اخلي.

چين شاوخوا یو میليارډ او څلور سوه ميليونه نفوس او پراخ بازار لري او سوداګریزه راکړه ورکړه به ورسره د افغانستان د اقتصاد په غوړېدنه کې مهم رول ولوبوي.

چين ته د افغانستان صادرات تر ډېره تر غاليو، قیمتي ډبرو او جلغوزیو محدود دي او پر افغاني صادراتو د مالیې معاف کېدو سره به نور افغاني تولیدات هم د دغه هېواد لوی بازار ته لاره ومومي.

افغان بڼوالان کال خواري وکړي او فصل ته په تمه وي، چې ګاونډيان پرې لارې بندې کړي او ډېری مېوې او سبزۍ یې په باغونو، ګودامونو او په موټرو کې خرابې شي.

د افغانستان جلغوزي پخوا د پاکستان په نوم نورو هېوادونو ته صادرېدل، خو له کله چې يې د چين بازار ته لاره موندلې، نو بيې ډېرې لوړې او د افغان نوم ورسره یاد شوی دی.

که د افغانستان انار د چين بازار ته لاره پیدا کړي، نو د جلغوزيو په څېر به بیا بهرنۍ نړۍ ته د بل هېواد په نوم نه صادرېږي او نه به بیا په بندرونو کې خوسا او خرابیږي.

د افغانستان چارواکي باید له دغه فرصته ګټه واخلي او افغان سوداګرو ته باید په کوردننه اسانتياوې برابرې کړي، چې افغاني تولیدات د چين تر لوی بازاره ورسوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب