پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Home+د نجونو نړیواله ورځ او د دوی د زدکړو ستونزه

د نجونو نړیواله ورځ او د دوی د زدکړو ستونزه

آصف بهاند

څوورځې مخکې (۱۰/۱۰/۲۰۲۴) د نجونو نړیواله ورځ په داسې حال کې ولمانځل شوه چې په افغانستان کې د نجونو د ترټولو مهم حق (د زدکړو حق) ورنه اخیستل شوی دی او دا دی څه باندې یوزرویوسلوشل (۱۱۲۰) ورځې شوې چې دا معصوم مخلوق د کور په دېوالونو کې بندي شوی او د عمر هغه برخه یې چې د زدکړو له پاره ده، په چورتونو او د رواني ستونزو په دایره کې تېرېـږي.

ترشپـږم پورته د نجونو د ښوونځیو د تړل کېدو لخ‌پاره په پیل کې طالبانو د شرایطو د ناسموالي ستونزې رامخته کولې، وروسته تر هغه یې د «امرثاني» مسأله مطرح کړه او دې ته ورته نورې بهانې، خو وروسته بیا ځینو طالب چارواکو وویل چې نجونې که غواړي ښوونځي ته ولاړې شي، نو مدرسو ته دې مراجعه وکړي او هلته دې خپلو زدکړو ته دوام ورکړي.

ټول هغه کسان چې دا کرښې لولي، دې ته یې باید پام وي چې: هغه نجونې او هلکان چې یا له زده‌کړو بیخي محروم او یا د تعلیم له عادي پروسې نه ایستل شوي او یوازې د دیني مسایلو زدکړې ته کېنول شوي دي، د دیني زدکړو په پایله کې له دوی نه څه جوړېـږي؟ هغوی د وطن د سبا ورځې میندې پلرونه دي. هغوی خپل ماشومتوب بایللی او هغه دوره یې په تاوتریخوالي سره تېره کړې ده، نجونې پرته له خپلې خوښې په ټیټ سن کې ودونو ته اړایستل کېـږي، هلکان یا جگړو ته استول کېـږي او یا د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو له پاره سختو شاقه او غیر انساني فزیکي کارونو ته اوږه ورکوي.

دغه حالتونه د یادو کوچنیانو د سالمې ودې مخه نیسي او دوی سختې رواني او فزیکي صدمې ویني داسې چې دا صدمې دوي د ژوند ترپایه زوروي او پر ژوند یې ناوړه اغېزې کوي.

له حالاتو دا اغزمن قشر د راتلونکې ټولنې ترټولو اکثریت او اغیزمن قشر دی، دوی چې په همدې ناوړه رواني حالت او له تعلیم نه لرې لوی شي، اټکل یې وکړئ چې لس یا شل کاله وروسته به زموږ  ټولنه څه حال ولري؟

د نجونو د تعلیم له‌پاره د حق غوښتنې په لړ کې افغانانو او نړیوالو ډېرې هلې‌ځلې وکړې او کوي یې، د دې هلوځلو ترڅنگه وخت ناوخته ځینې چیزفهمه قلموال د سر په بیه د نجونو د تعلیم د حق‌غوښتنې په برخه کې درېـږي، قلم چلوي او خپل نظر څرگندوي، دا لاندې یې ډېره ښه بېلگه کېدای شي:

«د نجونو په زده کړو باندي بنديز عادي ستونځه نه ده او نه هم لکه د ځينو چارواکو په آند د دغه بنديز له منځه وړل يوازې د بهرنيانو ناروا غوښتنه  ده، بلکې هغه ستره نيمګړتيا ده چې له هيڅ ډول مشروعیت او توجيه پرته په افغان ولس د توپک په زور تحميل شوې او د موجوده حکومت ټول مثبت اړخونه په مطلق ډول تر سيوري لاندې نيسي. د خپل ولس د نارضايتي او د واټن رامنځته کيدو لامل ګرزي ، د هېواد دښمنانو ته د تبليغاتو فرصت په لاس ورکوي او د ولس په زړونو کې راټوکيدونکې د هېلو هره غوټۍ رژوي.»

مانا دا چې د نجونو د تعلیم په برخه کې په هر دول چې وي خلک له دې مبارزې لاس نه اخلي او د خپلو لوڼو، خویندو او نوي نسل له پاره د ښوونځیو خلاصېدل او حقه حقوق غواړي.

د طالبانو د چارسمبالي حکومت د «امربالمعروف» په نامه نوی قانون، له نړیوالو سره د دوی پر اړیکو ښه پوره منفي سیوری غوړولی دی، ان تر دې چې د دې قانون په نافذېدو سره طالبان خپلې پښې او ریښې خپله غوڅوي.

ښځې له کاره منع کول، د نجونو ښوونځي دوامداره بندول، په بېلابېلو نومونو پر خلکو باندې فشارونه د دې سبب شوي چې د نړالو مرستې یا کمې شي او یا بیخي ودرول شي او په پای کې د بشري ناورین رامنځ‌ته کېدو ته لاره هواره شي.

د طالبانو د دویمې واکدارۍ د دریمې کلیزې د لمانځلو په ورځو کې یو ژورنالست، د طالبامو له یولوړپوړي چارواکي نه داسې پوښتنه کوي:

«مولوي صاحب!

د نجونو ښوونځی به کله خلاصېـږي؟

مولوي صاحب بېرته ورنه پوښتي:

کوم ښوونځي؟

ژونالست یې بیا تکراروي:

د نجونو ښوونځي، له شپـږم ټولگي پورته.

مولوي صاحب یوازې د تمسخر په دود یوه خندا کوي.

اوس یې نو خپله اټکل وکړئ چې د نجونو د ښونځیو د بېرته پرانستلو له پاره کوم امید شته، که نه.

د افغانستان له‌پاره، د افغانستان د خلکو له‌پاره، د افغانستان د ښځو له‌پاره، د نجونو د تعلیم بندېدل که یوې ورانونکې څونامي ته ورته یوڅه وگڼو، نو د دې څونامې منفي ټکانونه به ټول عمر دوام ولري او زموږ خلک او ټولنه به اغېزمنوي. د یادو منفي ټکانونه ځینې برخې په ورځني ژوند کې په ښکاره ډول رمباړې وهي او فربانیان یې بیا هم عام خلک دي. یوځل میډیا داسې خبر خپورکړ:

«په افغانستان کې روغتیایي کارکوونکي او ښځینه ډاکټرانې وېره ښیي چې نسائي او ولادي برخه کې د خدمتونو محدودېدل به د مور او ماشوم د مړینې کړکېچ نور هم پراخ کړي.» دا یې یوه وړوکې پایله ده.

د نجونو د تعلیم د بندېدو په برخه کې، هغه اشخاص چې د افغانستان د خلکو او نړیوالې ټولنې غوښتنو ته منفي ځواب ویلو باندې نور هم ټینگار کوي، د همدې ټکانونو اصلي مسؤلین دي او د نورو راتلونکو منفي پایلو مسؤلیت به هم همدوی ته ورله غاړې وي.

د بي‌بي‌سي په یوه نوي رپوټ کې، د نجونو د تعلیم د بندولو د منفي پایلو په باب داسې راغلي دي:

«په افغانستان کې روغتیایي کارکوونکي او ښځینه ډاکټرانې وېره ښیي چې نسائي او ولادي برخه کې د خدمتونو محدودېدل به د مور او ماشوم د مړینې کړکېچ نور هم پراخ کړي.

بدخشان، چې له پخوا څخه په دې برخه کې د یو زیانمنونکي ولایت په توګه پېژندل شوی، دا وروستیو کې یې د بودیجې د کمښت له امله د مور او ماشوم یو ۶۰ بستریز روغتون دروازې تړل شوې دي.

مېندوارې مېندې په دې ولایت کې وایي، چې د دې روغتیایي مرکز په تړل کېدو سره اندېښمنې دي چې یا به خپله یا به یې نوي زېـږېدونکي ماشومان خپل ژوند وبایلي.

فرخنده، چې یوه بدخشانۍ مور ده، په دغه ولایت کې د مېندوارو مېندو د اندېښنو کیسه کوي، چې د ۶۰ بستریز زیـږنتون د تړل کېدو له امله د ځان او خپل د ماشوم د روغتیا په اړه اندېښمنې دي.

فرخنده وایي، غوښتل یې چې د زېږون لپاره دې ۶۰ بستریز روغتون ته لاړه شي، هماغه ځای چې لومړی ماشوم یې پکې زېږېدلی و، خو اوس یوازې یو غوراوی ورته پاتې دی، په هغه ولایت کې دولتي ۳۰ بستریز زیږنتون، چېري چې اسانتیاوې لږ او د ناروغانو شمېر لسګونو تنو ته رسېـږي.»

کوم چالت چې اوس افغانان ورسره لاس‌گرېوان دي، د هغه اصلی دلیل په افغانانو کې د تعلیم نشتوالی دی:

که افغانانو تعلیم درلودلای او په خامو تارونو کې نه وای نښتي، ولې به افغانستان په نړۍ کې د تولید شوو وسلو پولیگون وای؟

که افغانانو تعلیم درلودلای او په خامو تارونو کې نه وای نښتي ، ولې به د ټولې نړۍ د رنگارنگ ایدیالوژیو او استخباراتي لوبو او عقیدو د ټکر میدان وای؟

که افغانانو تعلیم درلودلای او په خامو تارونو کې نه وای نښتي ، ولې به د هر چا په وینو او مرداریو ککړ لاسونه د افغانستان پر لمن پاکېدلای؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب