شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد چین - افغانستان ترمنځ د ریلګاډي مستقیم تګ راتګ بیا پیل...

د چین – افغانستان ترمنځ د ریلګاډي مستقیم تګ راتګ بیا پیل شو

تاند (پنجشنبه، د عقرب ۱۹ مه) د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي، یو شیاویونگ اعلان وکړ چې د چین او افغانستان ترمنځ د مستقیم مال وړونکي ریلګاډي کرښه بیا فعاله شوه.

ده په «ایکس» کې په یوه پیغام کې وویل چې لومړی پېټی، چې ۵۵ واګونه سوداګریز توکي لري، د شانګهای په شمال کې په «نانتونګ» کې بار شوي او د حیرتان سرحدي بندر په لور روان شوي دي.

په دې مناسبت په مراسمو کې په چین کې د طالبانو د حکومت سفیر بلال کریمي هم ګډون کړی و.

په افغانستان کې د جمهوري حکومت په مهال له چین څخه حیرتان ته سوداګري مال په ریلګاډي کې واستول شو خو وروسته له دې کبله دې کار دوام ونه کړ چې له افغانستان څخه چینايي ریلګاډی باید تش تللی و ځکه چې ازبکستان اجازه نه ورکوله چې له افغانستان څخه بار د دغه هیواد له خاورې تیر شي.

د چین د باندنیو چارو وزارت چارواکو په وروستیو ورخو کې وویل چې په پام کې لري چې د افغانستان او چین ترمنځ د واخان دهلیز فعال کړي.

د دې لارې د پرانستل کېدو په صورت کې افغانستان له چین سره په سوداګرۍ کې د ګاونډیو هیوادونو له احتیاجه خلاصیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب