سه شنبه, دسمبر 3, 2024
Home+په  نيويارک ټايمز کې خپره شوې ليکنه او زموږ قضاوتونه 

په  نيويارک ټايمز کې خپره شوې ليکنه او زموږ قضاوتونه 

ليکنه؛ عبدالوحید وحيد

زموږ په ټولنه کې د مخالف نظر اوريدو  حوصله کمه ده او په سياسيونو باندې د ولس د بې باوري ګراف خورا لوړ دى ، نو ډېر هېوادوال د خپل جوړ شوي ذهنيت پربنسټ د مخالف لوري په تړاو رسنيز تحليلونه او شننې د خپل استعداد، ذهني لومړيتوبونو، ټولنيزو اغيزو او يا هم د ړوند تقليد پربنسټ ارزوي. د نظام مخالفين د حاکمې ډلې د هرې کړنې مخالفت  کوي او د نظام ملاتړي په سرټمبه توګه د خپلو مشرانو نيمګړتياوې توجیه کوي.

د تېر نظام له نسکورېدو څخه وړاندې د خونړيو بريدونو ترشا متفکر مغز خليفه سراج الدین حقاني د هغو جنګي کړنو مخالف وم او اوس هم يم چې ملکي افغانان پکې وژل کيدل. که څه هم نوموړى مې له نزدې څخه نه دى ليدلى خو د جمهوريت له نسکورېدو وروسته مې د وجداني مسئولیت او هېواد په وړاندې د خپل مکلفيت له مخې د حقاني په ګډون د امارتي مشرانو کړنې او څرګندونې څارلې دي.

په هره ټولنه  کې  ښه او بد خلک شتون او موږ يې په هکله قضاوت د پرتلې په ترازو کې کوو. په معيارونه باندي د برابرو نظامونو د چلوونکو په هکله د ښه او بد ترمنځ توپير اسانه کار نه وي، ځکه چې هلته  د واکونو او مسوولیتونو ترمنځ انډول موجود  وي. که څوک له واک څخه بده ګټه اخلي او يا هم خپل مسئولیت سر ته نه رسوي، سزا مومي، خو د ااا د مشرانو په هکله قضاوت ځکه اسانه دى چې دلته لاهم نظام او اساسي قانون نشته او واک د حيرانتيا ترکچې په انحصار کې قرار لري.  د فرمانونو عملي کولو په بهير کې  د ښه او بد چارواکي په هکله قضاوت له ولس سره د هغوى د شخصي سليقو پربنسټ کيږي.

که په نړيواله کچه له ټولو معتبره ورځپاڼه نيويارک ټايمز کې د هېواد د کورنيو چارو له وزير سراج الدین حقاني سره د کريسټينا ګولډ بوم څيړنيزه ليکنه باندي د تعصباتو له زاويې پرته ژور نظر واچوو نو باید ومنو چې څيړنه او شننه يې په ټوليز ډول په واقعیتونو باندې ولاړه او نړۍ ته د بريا اسانه لاره ښئي.  نوموړي په خپله څيړنه کې وايي امریکا له حقاني شبکې سره د خبرو نه کولو پخوانۍ سهوې باید تکرار نه کړي. سراج الدین حقاني د عمل وړ سياستوال، د باوړ وړ ديپلومات او د افراطیت په منځ کې ترسترګو کيدونکي مشر ياد کړى دى.

کريسټينا  د خليفه سراج الدین حقاني  په افراطیت ولاړ جنګي کړنو  باندي رڼا اچولې ده او په هېواد باندي د طالبانو له تسلط وروسته يې د نوموړي په تګلارو کې د غيرمترقبه او د نه باور وړ بدلون په هکله  داسې او قضاوت او وړانديزونه کړي چې  دَ افغانستان عيني شرایطو ته په کتو هغه زهر دي چې خوړل يې رنځور له مرګه ژغورلاى شي. که کريسټينا خليفه وستايه نو څه ټکه راولوېده چې د ځينو خلکو عقده مندانه ذهنيت راوپاريده او له مختلفو ادرسونو څخه چيغې پورته شوې چې نيويارک ټايمز سراج الدین حقاني ستايلى دى؟

په لمړي سر کې د نيويارک ټايمز ستاينې او سپارښتنې موږ ته نه بلکې امریکا ته د افغانستان په تړاو د ځمکنیو واقعیتونو پر بنسټ ولاړ او د عمل وړ وړانديزونه دي. بله دا چې ايا په افغانستان کې د جمهوريت او بشري حقونو دعوه کوونکو د واک په سر د جګړو مهال د لسګونو زره افغانانو وژونکو ته د سولې شهيد، ملي اتل، د دواړو جهادونو قائد او د ملي يووالي د شهيد القاب ورنکړل؟ که ځواب مثبت وي نو باید خپلو ګريوانونو کې سر ښکته کړو او بيا د پرديو تحليلونو په هکله قضاوت وکړو.

زه د نيويارک ټايمز ورځپاڼې او د ليکوالې کريسټينا د تحليل په پټو موخو نه پوهيږم خو دومره ويل ضرور غواړم چې د تېرو غلطيانو د تکرار د مخنیوي، مذاکراتو ته د ارجحيت ورکولو جرئتمندانه مشورې دي او که اراده شتون ولري، نو  که سراج الدین حقاني  مثبت لوري ته دومره بدلون کولاى شي نو  د نورو مشرانو لپاره هم د خپلې ماضي او حال ترمنځ د حيرانوونکې بدلون رامنځته کول ناشونې کړنه نه ده او موږ يې ملاتړ کوو.

زما په آند د سراج الدین حقاني په څرګندونو کې په ضمني توګه د ااا له پالېسيو څخه د انحصار او افراطيت شاخصونه ختمولو او د حکومتولي معتدله بڼه رامنځته کولو سپارښتنې او د عامو افغانانو په ذهنيتونو له جګړو څخه نفرت هغه څه دي چې د خلکو له منځه د راټوکيدونکي سياستوال په توګه د نوموړي را پورته کيدل په ګوته کوي. البته زما دغه قضاوت په افغانستان کې له ولسي ناستو پاستو او له سوله ييزو لارو د ستونځو د حل موندلو لپاره هڅونه ده.

د کورنيو چارو سرپرست وزیر په تګلارو باندي د ځينو ملاحظاتو له درلودلو سره سره له تېرو دريو کلونو راهيسې د نوموړي په هکله په خپل ذهنيت کې  د پخواني دريز په پرتله مثبت بدلون حس کوم. په ځانګړي ډول په يوه سيمينار کې يې له وينا څخه هغه مهال يقيناً اغیزمن شوم چې نوموړي وويل؛ زه د هغه يتيم د سرپرستي په تړاو هم مسئولیت منم چې پلار يې زما د وژلو لپاره په سنګر کې ناست وو، خو ما وواژه. دا هغه الفاظ وو چې هر هغه افغان يې له مشرانو څخه اوريدل غواړي چې د هېواد د ستونځو په هکله درک ولري او د خپل ولس درد حس کړاى شي.

که له تېرو تېروتنو څخه د  زده کړو کلتور رامنځته کړو، په بن کې د پرديو لخوا ټاکل شويو او را شغول شويو نظامونو نيمګړتياوې په نظر کې نيسو، له وخته مخکې د نسکور شوي حکومت نسکوريدو ته پام وکړو، جګړه د حل لاره نه ګڼو او د سياست موخه مو د دين، قوم، ژبې او ډلې په نوم د ځانونو لپاره د امتیازاتو ترلاسه کولو لپاره مبارزه نه وي، نو مجبور يو  عيني واقعيتونه ومنو او له بدو خلکو سره هم د ملي ګټو په چوکاټ کې ګډ کار او ګډ ژوند کول خپل ملي مسئولیت وګڼو.

کله  ماته هم د نوموړي سياستونه محافظه کارانه او د اوسنيو تګلارو دوام د پايلو په تړاو د نوموړي نيمګړتيا ښکاري خو له ملي مصلحتونو په اساس نه غواړم له بد څخه د نجات په هيله په بدتر واوړو او موجود وضعیت ته په کتو که د سخت دریځ نيولو له امله په حاکمه ډله کې د تصادم او تقابل حالت رامنځته شي نو پايلې به يې يقيناً د هېواد او ولس لپاره بوږنوونکې وي.

خلاصه دا چې د طالبانو د مشرتابه په ګډون زموږ ټولو په ذهنيتونو او لومړيتوبونو کې بدلون اړين دى. ناکام سياستونه د چلن وړتیا نلري. پرون ټوله نړۍ له خپلو الوتکو، ټانګونو، توپونو، وسلو او پيسو سره افغانستان ته راغله، خو د شلو کلونو له تېرېدو سره سره يې هم نظام جوړ نکړاى شو. نن هغه شړل شوي طالبان د افغان جغرافيې په هر انچ خاوره باندې تسلط لري، خو د نظام په جوړولو کې پاتې او مطلقاً ناکام دي. راځئ د واکونو او امتیازاتو په وېش باندي د تمرکز له کولو مخکې د راتلونکې لپاره خپل منزل او منزل ته د رسيدو لاره وټاکو.

د نظامونو نسکوريدو زموږ ستونځه حل نکړاى شوه او بيا په دغه لاره باندي تلل نه غواړو. نه ټول افغانستان لکه د اوس په شان د طالب ملکيت دى او نه هم لکه د بن د پريکړې په څېر له طالبانو پرته نظام رامنځته کيدل ښه خوب دى. له  هر څه وړاندي له طالب مشرتابه څخه د واک وېش او نورو امتیازاتو له غوښتلو پرته، ژر تر ژره د نجونو په زده کړو باندي د بنديز ختمولو، د افغان شموله مذاکراتي عمل په اډانه کي په معيارونو باندي ولاړ قانون او په ملي ارزښتونو ولاړ اسلامي نظام لپاره د چوکاټ جوړولو غوښتنه خپل نصب العين وګڼو او د حقاني په شمول د هر مشر په دريز کې مثبت بدلون او انعطافي اړخ نيول وستايو.

6 COMMENTS

  1. ګرانه د مولوي نصرالله منصور له وخته تر دې دمه،
    دا منم چې زموږ وينه لږه نه، بلکې ډېره ګرمه ده. کله چې مو وينه سړه شوه، نو بيا به مو په خير څه سم سر خلاص شي.
    زه تر اوسه په دې پوی نه شوم چې زموږ د ارواښاد مولوي خالص ډله له دريو ښاخونو جوړه وه چې،
    مولوي خالص
    حاجي دين محمد
    مولوي جلال الدين حقاني
    په هر څه په تېره بيا په نظامي کميسيون کې له ورايه برخه ليدل کېده چې د مولوي خالص له لورې عبدالحی، د حاجي دين محمد له لورې سرمعلم اختر او د حقاني له لورې مطيع الله خان وو او همداسې يې په فرهنګي او هره برخه کې درواخله.
    آی ايس آی حقاني له خالص سره يوځای کړ، خو يوه خاصه پاملرنه يې پرې کوله. همداسې مسعود يې له رباني سره، خو د مسعود به هر څه مستقل ول او همداسې مولوي نصرالله منصور له مولوي محمد نبي راجلا کړ او قاضي صاحب محمد امين له حزب سره خوابدی شو.
    سي آی ای ورته ګوته خوځوله، له امريکايي ګوزارونو يې بيا د طالب تر چتر لاندې بچ کړ. د آغلې کلينټن او د مشرف به مدام سره د حقاني ډلې په سر سره ناندرۍ وې او مشرف مجبور شو چې يو څو ځله يې ورسره کېنولو هم، خودا يې هم ورته ويلي وو چې ((تاسې مار/ران په لستوڼي کې ساتئ.))
    نه پوهېږم چې آغلې کلينټن به دا متل له کومه ياد کړی وو؟
    ټولې پېچلې حملې به د حقاني په نوم تمامېدلې او حال دا چې هر څه به آی ايس آی مخته وړل، خو پر حقاني شبکه به ورتمامېدې او دوی يې هم ذمه واري اخېستله او ان يو ځل پينتاګون په زباد ورسوله چې له کابله د يو امريکايي ژورنالېست په تښتونه کې چې حقاني شبکې وزيرستان ته تښتولی وو آی ايس آی سيده لاس لرلو او د هغه ژورنالېست مرکه به تا هم شخصًا اورېدلې وي چې بي بي سي خپره کړې وه.
    تا ته هم ښه پته ده چې پاکستان د مجاهدينو په وېشلو او همداسې د طالبانو په ښو او بدو ډلو نومونو او وېشلو کې ښه تجربه لري.
    سړی نه پوهيږي چې دا څه وجه ده چې د کابل له نيولو وروسته سختدريځه ډله نرمه او منځلارې سختدريځه شوه؟
    نو تاسې د يو پخواني مجاهد او مهاجر په توګه اوس پرې خپل سر خلاص کړئ.
    زه هم د دې پلوي يم او وم چې منځلاري ښه دی. ځکه چې خدای او رسول ورته ښه ويلي دي.
    وجعلنا کم امة وسطا ….
    خير الأمور اوسطها ….
    نو يو شي ته چې خدای او رسول ښه ويلي وي، نو ولې موږ سخته او د خشونت ډکه لار ونيسو؟

    • مننه جناب سيد صاحب محترمه
      په تاوتریخوالي باندې د ولاړو تګلارو تراخه زهر مو وڅکل او بدې پايلې مو يې تجربه کړې. که به اوسني وخت کې له هر چا څخه د تيرو ګناهونو کفاره ورکول وغواړو ستړي به شو خو څه په لاس نه راځي. مجبور له بدتر څخه د نجات لپاره د بد ملاتړ وکړو. دغه مو د هېواد عيني شرائطو په کتو د بريا نسخه ده.

  2. ښه لیکنه همدې کورنی ته امید شته چي وطن به وژغوري. نور خو يې اکثر صرف د پټاو متخصصان دي نه په سیاست پوهېږي، نه د وطن غم ورسره شته.

  3. ۱. د امریکائی ورځپاڼو څرګندونی د امریکی د دولت د رسمی دریځ ښکارندوی نه دی ( د امریکې دولت خو هغه دولت ؤ او دی کوم چی د عامو اذهانو د غولوَلو په مخه ئې د خلیفه ساب د حذف لپاره لس میلونه ډالره جايزه ټاکلی وه خو نن ورځ چی د حذف توان ئی هم لری، لاس تر زنه ناست او خلبفه ساب ته د رضائیت په سترګه ګوری) .
    ۲- د یو چارواکی خوږې او پستې خبری اصلاً د اعنبار او اعتماد وړ نه دی بلکه باید خپلی خبری او ادعاوی په عمل کی ثابتی کړی.
    ۳ – هیڅ لیکوال او تبصره کوونکی او تحلیلګر او مبصر د طالب د هیڅ ډول اِرادې او کړنو په څرنګوالی او کیفیت کی هیڅ رول نلری بناً بیځایه نصایح هم هیڅ ګټه نلری.

    • مننه غلام حضرت وذوذخ
      ما داسې نه دي ليکلي چې نيويارک ټايمز د امريکا د حکومت رسمي نظر خپور کړى دى بلکې داسې مى ليکلي دي چې کريسټينا موږ ته نه وايي بلکې امریکا ته مشوره ورکوي چې د تصادم تيره تګلاره ترک او د تعامل لاره ونيسي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب