پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Homeخبرونه‏یونیسف؛ افغانستان به تر ۲۰۳۰ پورې د اوبو له سخت کمښت سره...

‏یونیسف؛ افغانستان به تر ۲۰۳۰ پورې د اوبو له سخت کمښت سره مخ شي

تاند ( پنج شنبه د عقرب ۱۹مه) د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) ویلي چې افغانستان د اوبو له سخت کمښت سره مخ دی.

یونیسف وایي که دې ستونزې ته پام ونه شي، تر ۲۰۳۰ کال پورې به د کابل ښار تر ځمکې لاندې اوبه له منځه ولاړې شي.

یونیسف داسې مهال دا اندېښنه ښیي چې اوسمهال د افغانستان په مرکز او ولایتونو کې خلک د اوبو له استعمال سره ډېره بې احتیاطي کوي.

د نظر خاوندان وایي که هر افغان د مسوولیت له مخې د اوبو په استعمال او حاکم نظام د اوبو مدیریت کې کوټلي ګامونه واخلي لرې نه ده، چې د اوبو د کمښت ستونزه به تر ډېره بریده حل شي.

دوی وایي اوسمهال حاکم نظام د اوبو په مدیریت کې پاتې راغلی او عام خلک د اوبو په استعمال کې بې احتیاطۍ نه کار اخلي، چې دا چاره د اندېښنې وړ ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب