پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Homeخبرونهد طالبانو حکومت ایران کې پر افغان مسافرو شوی برید تائید کړ

د طالبانو حکومت ایران کې پر افغان مسافرو شوی برید تائید کړ

تاند ( پنج شنبه د عقرب ۱۰مه) په ایران کې د یو شمېر افغانانو د وژل کېدو په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته د طالبانو حکومت وايي، شواهد ښيي چې یو شمېر افغانان په ایران کې په ډزو ویشتل شوي او وژل شوي دي.

د طالبانو د حکومت له لوري نن پنجشنبه (اکتوبر ۱۰مه) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ایران او پاکستان پر پوله د یو شمېر افغانانو د وژل کېدو او ټپي کېدو په اړه د پلاوي موندنې ښيي، چې د ایران په کلګان دره کې، یو شمیر افغانان په ډزو ویشتل شوي او چاودنه پرې شوې ده.

د څېړنو لپاره ټاکل شوي پلاوي کې د طالبانو د کورنيو چارو وزارت د امنيتي مرستيال مل پاسوال محمد ابراهيم صدر په مشرۍ، د ملي دفاع، بهرنيو چارو، سرحدونو، قومونو او قبايلو وزارتونو او د ملي امنيت د عمومي رياست استازي هم په دې څېړنه کې برخه درلوده.

خبرپاڼه زیاتوي، چې تر اوسه د پېښې بشبړ جزیات ندي خپاره شوي او د پلاوي کار جریان لري چې تر پای وروسته به بشپړ جزیات خپاره شي.

په لومړیو کې رسنیو داسې راپورونه خپاره کړل چې ایران په کلګان سیمه کې پر افغان مسافرو برید کړی او تر ۲۰۰ زیات افغانان یې وژلي او ټپیان کړي، چې هغه مهال د طالبانو حکومت دا خبر رد کړی وو او د څېړنو خبره یې وکړه.

1 COMMENT

  1. 52 هیوادو ته یی ماته ورکړی اوس به ګوری چی ایران سره د خلکو په دفاع کی طالب حکومت څه کوی؟ دوی په خاطر د دی چی په قدرت کی وساتل شی د افغانانو د وژلو او د هغوی په مهاجرت هیڅ فکر نکوی مقصد چی ملایان څوک له چوکی لری نکړی او مشکل ورته پیدا نشی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب