شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهد ایران په زندانونو کې د افغانانو په ګډون ۸ زره بهرنیان...

د ایران په زندانونو کې د افغانانو په ګډون ۸ زره بهرنیان بندیان دي

تاند ( پنج شنبه د عقرب ۱۰مه) د ایران لوی څارنوال اعلان وکړ، چې د هېواد په زندانونو کې یې شاوخوا ۸ زره بهرني بندیان زنداني دي او د ځای د نشتوالي او د لوړو لګښتونو له امله یو شمېر یې خپلو هېوادونو ته لېږدول کېږي.

محمد موحدي آزاد زیاته کړه چې راتلونکي یوه میاشت کې به ۵۷۴ افغان بندیان افغانستان ته ولېږدول شي.

دغه ایراني چارواکي د چهارشنبې په ورځ د عقرب په نهمه د «بندیانو د تنظیم او په زندانونو کې د جرمي نفوس د کمولو» په اړه په یوه غونډه کې د زندانونو د شمېر پر کمولو ټینګار وکړ.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې د ایران لوی څارنوال وویل: “د دغه هېواد په زندانونو کې نه یوازې له بندیانو نه کومه ګټه نه اخیستل کیږي بلکې په هغوی باندې هم لګښت کیږي او پکار ده چې د بندیانو شمېر کم شي.
محمد موحدي آزاد زیاته کړه چې د بندیانو د لېږد کمېټه باید تر ۵۷۴ زندانیان په راتلونکي میاشت کې ولېږدوي.

د ایرنا د خبر له مخې د دې هېواد د عدلیې وزیر امین حسیني وویل چې له یو کال راهیسې د قانوني ستونزو په شمول د بیلابیلو دلایلو پر اساس د بندیانو د لېږد بهیر بند شوی دی.

د روان کال د اسد په میاشت کې طالبانو اعلان وکړ چې د ایران له حکومت سره تر خبرو ږ وروسته څلور زره افغانان د دغه هېواد له زندانونو ازاد او افغانستان ته راستانه کړای شول.

دوی غواړي چې له ایران څخه پاتې افغان بندیان بیرته وباسي.

په ایران کې د افغان بندیانو کره شمېر معلوم نه دی، خو د ایران د قضایه قوې د نړیوالو چارو مرستیال د روان کال په سرطان میاشت کې اعلان وکړ چې په دغه هېواد کې نږدې ۹۵ سلنه بهرني بندیان افغانان دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب