پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Home+دانو او د جادو ښار | محمود مرهون

دانو او د جادو ښار | محمود مرهون

د پخوا زمانو خبره ده په کابل کي يوه انجلۍ وه، دانو نومېدله ډېره ښايسته او ځيرکه انجلۍ وه د پنځلسو کالو وه پر مور و پلار  ډېره  ګرانه وه.

يوه ورځ ماپښين دانو په باغچه کي د خپلو همزولو سره بازۍ کولې يو ګړی بعد دانو  يو سوی وليدى تک سپين سوی وو، د دانو ډېر خوښ سو د دې څخه  همزولي پاته سوې په سوی پسي  يې وځغستل سوی ځيني  الا کړه اوس نو سوی د مخه دى او دانو په پسې ده.

دانو تر دې دمخه په دې باغچه کي دغه سپين  سوی نه و ليدلی حيرانه وه چي دا سپين سوی د کمه سو او چيري روان دئ؟

سپین سوی دمخه و دانو پسي ځغستل اخير  سوی  د وښو په يوه کوټه ننوتی دانو نژدې ورته ودرېدله هغې وليدل چي د وښو په کوټه کي يو غار وو سوی په دغه غار ننوتى.

دانو هم بله ونه کړه دستي په غار پسي ننوتله دغار خوله کوچنۍ وه دانو په ډېر تکليف په ننوتله مګر غار د دننه خوا څخه غټ وو دانو په ډېر آسانۍ سره په کښي تلای سوای.

 په غار کي دننه سوی د مخه وو او دانو اوس هم په پسې وه سوی خبر نه وو چي يو انجلۍ راپسې وه ځکه چي هغه تر پايه شاته ونه کتل ځکه  په دانو خبر نه سو چي راپسې ده .

يو څه چي مخ ته ولاړه سوی د دانو څخه ورک سو دانو حيرانه سوه چي سوی څه سو خو يو ګړی دمخه زما مخ ته راون وو دانو يو څه لا مخ ته ولاړه په دې وخت کي درز سو دانو په يو زوړ کډي کي ايله سوه.

دانو وبېريدله ځکه چي کډی ډېر ژور و داسي مالوميدله لکه دانو  چي په يوه ژور څاه کي ايله سي چي تلل تلل تلل  اوس نو دانو په څا کي روانه ده پښې يې د څا تل ته نه ورځي.

حيرانه سوه چي دا څونه ژور  څاه دى چي پاى نه لري خدای خبر چي څو زره ګزه ژور څاه وو اخر  يو وخت ته د دانو پښې د څاه په تل کي مځکي ته ورسېدلې په دې وخت کي د ډېره وهمه دانو سترګي  پټي کړي وې چي څنګه يې پښې مځکي  ته ورسېدلې سترګي يې را روڼي کړې چي داسي يې وکتل په يوه لويه او روښانه خونه کي پر پښو جګه ولاړه ده چي شاو خوا يې وکتل نه سوی مالوميدى نه بل څوک هلته موجود وه.

دانو راولاړه سوه چي ښه په غور يې شاوخوا وکتل دا يوه ډېره لويه او ښايسته خونه وه څلورو خواوو ته د کتابونو ډکي المارۍ ولاړي وې دانو په زړه کي وويل دا څونه ښايسته خونه ده دا د چا ده خاوند يې چيري دى د کتابونو د المارۍ  علاوه پر ديوالونو باندي ښکلي عکسونه هم مښتي وه لاندي پر مځکه تکه سره قيمتي غالۍ هواره وه پر هغې د يوه زمري عکس هم جوړ سوی وو.

لږ دې خوا ته پر مځکه يو کوچنی مېز هم پروت وو پر دې ميز باندي يو تک سور غټ سېب او يو غټ ډک  بوتل پروت وو پر هغه ليکلي وه زهر، د دې علاوه بل شی نه وو پروت.

دانو په زړه کي وويل سوی څه سو خو يو ګړی د مخه په غار کي تر ما  دمخه روان وو خدای خبر چي  پر کمه خوا ولاړى چي نه مالوميږي.

 دانو يو ګړی په خونه کي وګرځېدله اخير يې يوې خوا ته يوه دروازه وليدله دا ور مخته سوه چي خلاصه به يې کړم او وبه ګورم چي د  دروازې هغه خواته څه شی سته؟

هغه چي ور نژدې سوه نو يې وليدل چي  پر دروازه قلف لګېدلی وو ياني دروازه قلف وه دا مايوسه سوه مګر ژر يې مايوسي په خوښي بدله سوه ځکه چي لوړ يې روښندان وليدى ډېر کوچنۍ روښندان وو دونه کوچنی وو چي يوازي  پيشي تر وتلای سوای انسان نه سوای تر وتلای او دروازه  يې هم خلاصه وه دانو ژر ورغله هغه مېز  يې راپورته کړى پر ور و ختله د روښندان هغه خوا ته چي يې وکتل هلته يو لوی تک سپين ميدان وو او په دې ميدان کي رقم په رقم حيوانان او مرغان ګرځېدل.

دانو خوشحاله سوه مګر بيرته خوابدې سوه ځکه روښندان ډېر کوچنی وو د دې هيڅ امکان نه وو چي دانو دي تر وتلې وای بيرته راکښته سوه فکر يې وکړى چي روښندان خو ډېر کوچنی دى د باندي نه سم تر وتلای نو مجبوره سوه بيرته راکښته سوه او لاندي د کتابونو په المارۍ کي وګرځېدله اخر يې په يوه المارۍ کي کيلۍ پيدا  کړې فکر يې وکړى چي دا که وې د دروازې کيلۍ به وي نو ورغله درواز ې ته  ودرېدله کيلۍ يې قلف  ته ور واچوله په کښي وې څرخوله قلف خلاص  سو دې دروازه راکش کړه مګر دروازه خلاصه نه سوه داسي مالومېدله لکه د هغه بلي خوا څخه چي هم دروازه قلف سوې وي.

ډېره مايوسه سوه په دې وخت کي دانو ډېر ارمان وکړى  ول يې کشکي  په سوی نه وای پسې سوې دا مي څه غلط کار وکړى اوس نو په دې وخت کي بندي سوم چي يوې خوا ته نه سم وتلای دلته قيدى سوم هلته به مي په کور کي مور او پلار څونه خوابدي يي راپسي،اوس به راپسي ګرځي زه به اوس څه کوم؟

په دې وخت کي د دانو پر ميز پروت سېب ته پام سو ژر يې سېب راپورته کړی غاښ يې په جګ  کړى چي څنګه سېب دى خو ند لري که يې نه لري؟

دې چي څنګه د سېب څخه کپ و کى او وې ژوى يو دم يې ټول بدن په کپ اخته سو حيرانه سوه چي دا څه را و سوه. يو ګړى بعد دانو وليدل چي بدن یې قرار قرار کوچنی کيږي اخر دانو دونه کوچنۍ سوه لکه يو لوېشت په دې وخت کي د دانو په زړه کي د دروښندان خيال ور وګرځېدى ول که اوس روښندان ته ور نژدې سم نو مالومه خبره ده چي تر وتلای سم مګر څنګه  به ور نژدې کېږم.

اخير دانو فيصله وکړه چي المارۍ ته  به خېژم بيا نو کولای سم چي روښندان ته ځان ور و رسوم د دې په ايسته دانو په ډېر مشکل  المارۍ ته وختله د هغه په ايسته روښندان ته ور  و رسېدله چي د روښندان هغه بلي خوا ته يې وکتل مځکه ډېره لاندي وه فکر يې وکړى چي که مي ځان تر روښندان واچوى لاندي به مي پر مځکه هډوکي رانجه سي بيرته مايوسه سوه او راکښته سوه ول  يې نه کيږي.

لاندي يو ګړی کښېنستل پر خپل قسمت يې وژړل مرګ يې زړه ته تېر سو چي وتلای خو نه سم دلته به په ورځو ورځو بندي يم تر څو چي د لوږي مرم په دانو مايوسۍ غلبه وکړه او په دغه سوچو کي ډوبه وه چي پر مېز پروت د زهرو  بوتل ته يې پام سو يو دم يې په زړه کي خيال ور وګرځېدی ول تر دې ژوند نو مرګ ښه دى.

دستي ورغله بوتل يې راپورته کړى سر يې ځني ايسته کړی ول تر دې ژوند مي مرګ خوښ دى آبس د زهرو د بوتل څخه يې يو غوړپ وکړى او د مرګ په انتظار  کښېنستل.

يو ګړى بعد يو وار بيا د دانو بدن په کپ اخته سو پر ټول بدن يې لړزه راغله او قرار قرار د دانو بدن يو وار بيا پر غټېدو سو غټيدى غټيدى  اخر دونه غټ سو چي سر يې د خوني چت ته ورسېدى دانو حيرانه ولاړه چي دا قد مي څونه جګ سو يو ګړی د مخه مي  قد يوه لوېشت وو او اوس مي سر د خوني چت ته رسيږي يا الهي په دې کي څه راز دى سر مي نه په خلاصيږي  لکه چي زه د جادوښار  ته راغلې يم دا زما په فکر د جادو ښار دى چي د داسي عجب عجب حالاتو سره مخا مخ کيږم.

دانو په دغه خيالو کي ډوبه وه چي دشا د خوا څخه يې د يو چا د پښو کړپی واروېدى دې چي مخ ور و ګرځوى  هغه سوی يې وليدی چي پر  لاري ځيني ورک سوی وو سوی دانو ته را نژدې سو په لاس کي يې يو کوچنی ساعت وو او ورته وې کتل دانو ژر پوښتنه ورڅخه وکړه.

اې سويه اې سويه دا کم ځای دى؟ سوی ږغ نه کوى دانو يو وار بيا په بې تابي سره پوښتنه ور څخه وکړه تاته وايم سويه ولي ږغ نه کوې دا کم ځای دى؟

مګر سوی ږغ نه کوى خپل کوچني ساعت ته يې کتل سترګي يې نه راپورته کولې وروسته دانو په نرمه لهجه ورته وويل ښه نو زه پوه سوم ته ساعت  ته ګورې ځکه ږغ نه راته کوې ښه نو ګرانه سويه ته اوس دا راته ووايه چي ستا په ساعت کي څو بجې دي؟

سوی پر خبرو راغى ول بخښنه غواړم زه تاته وخت نه سم ښوولای دا زما مجبوري ده مګر دا ضرور درته ويلای سم چي ته اوس کولای سې چي د دې خوني څخه ووځې.

دانو د دې خبري په اورېدو خوشحاله سوه ول چيري تلای سم ايا زه خپل کور ته بيرته تلای سم که نه سم تلای؟

سوی ورته وويل دانه سم درته ويلای چي کور ته به ولاړه سې که يا البته  دا درته ويلای سم چي ته د دې خوني څخه دباندي تلای سې او دباندي سيل وو تفریح کولای سې ياني ته اوس د جادو د ښار سيل په آساني سره کولای  سې هيڅ مشکل نسته، سوی چي دا وويل دستي روان سو او دسترګو په رپ کي د روښندن د لاري دباندي ووتى دانو يو وار بيا يوازي پاته سوه تر دې وروسته دانو ميز ته راغلل ويل کم سېب چي دونه  کوچنۍ کړم لکه يو لوېشت زما په فکر که زه اوس د هغه څخه يو کوچنى کپ وکم هغه به بيرته زما قد راکوچنی کي دا چي يې وويل يو کپ يې د سېب څخه وکړى رښتيا هم څنګه چي دانو د سېب څخه يوه ګوله وکړه د دې بدن  يو وار بيا په کپ اخته سو او بيرته يې قد په کوچني کېدو راغى دانو قرار قرار کوچنۍ  کېدله اخير دونه سوه لکه د دې خپل اصل قد دانو خو شحاله  سوه ژر ورغله په  هنداره کي يې ځان وکتى قد يې خپل عادی حالت ته راغلی وو بې اختياره يې تر خوله ووتله يا الله ستا شکر دى چي زه بيرته خپل اصلي حالت ته راغلم وروسته دانو ورغله دروازه يې پوري وهله کښ سو دروازه خلاصه سوه دانو د خوني څخه ميداني ته ور و وتله د باندي چي راووتله د روڼو اوبو يو حوض وو دانو دې ته راغله د حوض پر ژۍ ودرېدله په دې وخت کي کله يو څوک  چي دانو پوري وهي حوض يې ته يې ور واچوي.

دانو په حوض کي لنده خيشته سوه مګر د دې اوبازي زده وه ځکه ډوبه نه سوه او په اوبو کي لمبېدله په دې وخت کي دانو په حوض کي يو تک سپين موږک وليدى چي هغه هم د دې په رقم په اوبو کي لمبېدى ډېر ښايسته موږک وو دا ورته حيرانه سوه بيا دانو د موږک څخه پوښتنه وکړه اې موږکه دلته راسه ته دلته په دې اوبو کي څه کوې ستا هم لکه چي زما په رقم ګرمي سوې ده چي  په  دې يخو او روڼو اوبو کي لمبېږې؟ موږک ږغ نه ورته کوى دانو بيا پوښتنه ور څخه وکړه.

 سپینه ښايسته موږکه تا ته وايم دلته نژدې راسه چي يو ګړی  د موږک او پشي بازۍ سره وکړو موږک چي د پشي نوم واريدى پر بل حال سو داسي رېږدېدى  لکه د درختي بلګ دانو چي ورته وکتل ارمان يې و کړی چي ولي مي دپشي نوم واخستى پيشي خو د موږک دښمنه وي دښمنان کله بازۍ سره کوي.

بيا دانو په نرمي سره موږک ته وويل موږکه زه بخښنه در څخه غواړم بې عقله تا څنګه زما په خبره باور وکړى زه نو تاته پيشي ښکارم زه خو انجلۍ يم او انسانه يم او ستا دوسته يم .

موږک بيرته خوشاله سو. بيا دانو ورته وويل زه پيشي نه يم سپی يم موږک چي دا واورېدل بيا وبېرېدى او ژر يې دانو ته وويل يا يا دا مه وايه چي سپی يم ځکه سپيان خو د موږکانو دښمنان وي زما په ياد  دي يو وار يو بزګر په خپله مځکه پلۍ کرلي وې موږکان ورغله پلۍ يې خوړلې په دې وخت کي د بزګر سپي راغى ټول موږکان بې چاره ګان يې وخوړل او په ډېر ظلم يې و وژل يوازي زه په ډېر تکليف ځيني خلاص سوم په تېښته ځني راغلم د پيشيانو په رقم سپيان هم زموږ دښمنان دي په دې وخت کي نور حيوانان او مرغان هم پر دانو او موږک راټول سوه ټول د دانو په راتګ خوشاله وه په دې حيوانانو او مرغانو کي ماهيان، چنګوښي، پيشياني، سپيان، سويان، موږکان، کوتري، بازان، ټپوسان او کار ګان شامل وه دوى ټول اوبو ته ولوېدل ولمبېدل او د دانو او سپين موږک سره يې په ګډه بازۍ وکړې وروسته دوى ټول د اوبو څخه را و وتل د ټولو بدنونه په اوبو لانده سوي وه او ديخه رېږدېدل او چغي ودريدلې، نو بم دوى ټولو ته خبري وکړې هغه  ول تاسي ولي چغي وهئ خير خو دی؟

سوی ورته و ويل وروره زموږ يخ کیږي ځکه مو چغي وهلې اوس ته يوه داسي طريقه راوښيه چي موږ خپل بدنونه وچ کړو، بم وويل بخښنه غواړم ما ته داسي طريقه نه ده را مالومه.

په دې وخت کي سپين موږک رامخته  سو او وې ويل ماته ستاسي د بدنونو د وچولو طريقه را مالومه ده راسئ چي ټول سره وځغلو په داسي کولو به زموږ بدنونه باد ووهي او وچ به سي او هر چا چي د ځغستا مسابقه وګټله زه هغه ته انعام ور کوم.

سوی د سپين موږک خبره تاييد کړه بيا يوې پيشي په لوړ ږغ وويل ګوره  سپينه موږکه که زموږ د بدنونو د وچولو ستا طريقه ناکامه سوه او بدنونه مو وچ نه سول نو بيا به زه تا ژوندی پرې نه ږدم په هغه ګړي  دي خورم يوه سپي چي دا واورېدل پر پشي يې را غپ وهل ول پام کوه پيشي چي داسي غلط کار و نه کړې سپين موږک پر ما ګران دى زما د خاطرو به ږغ نه ورته کوې کنې نو لکۍ  به په يوه حمله کي در څخه وشکوم.

دانو د دوى په خبرو کي ور ولوېدله ورته وې ويل  تاسي جنګونه مه سره کوى اوس مسابقه  شروع کېدونکي ده تر دې وروسته ټولو په ځغستا  شروع وکړه د باد په لګېدو سره په يوه ګړي د ټولو بدنونه وچ سول وروسته سپين موږک د مسابقې د ختمېدو اعلان وکړی او وې ويل زما په قانون تاسي ټولو مسابقه وګټله  ټول حيوانان خوشاله سول چي موږ ټولو مسابقه وګټله  يو هم پاته را نه غلى بيا ټولو حيوانانو نارې کړې، چي موږ ته دي د قول سره سم انعامونه را کړل سي سپين موږک چي دا وا ورېدل پرېشانه سو ځکه چي دا خو ډېر انعامونه وه د ده سره يو انعام لا هم نه وو ورسره په دې وخت کي دانو جېب ته لاس کړى موټ يې په ډک کړ د مصريانو غټي يې راوکښل په خپل خپل نوبت يې ټولو حيوانانو ته د مصريانو غټيان ورکړل.

ټول خوشاله سول يوازي سپين موږک پاته سو هغه هم د دانو څخه غوښتنه  وکړه چي خوري يوازي زه پاته سوم ما ته هم انعام راکړه دانو ورته وويل مصريان خلاص سول نور شی نسته موږک ورته وويل  ته دي په جېب لاس ووهه ګوندي يو شی می پکښې وي دانو مجبوره سوه د خپلي ګوتي څخه يې خپله د سرو زرو انګوشترۍ راوکښله هغه يې سپين موږک تې ور کړه سپين موږک هغه ګوتمۍ په غاړه کړه او خوشاله سو بيا ټولو په ګډه سره اتڼ واچوى د خوشحالۍ اتڼ يې سره وکړى.

په دغه ماښام د سوی او د کوتري واده و سو ټول حيوانان يې ماښام ميلمانه کړي وه، د ډوډۍ تر خوړلو وروسته سوی د دانو څخه پوښتنه وکړه ښه اوس نو ته قصه راته وکړه ته څوک يې او دلته زموږ  دنيا ته څنګه را خطا وتلې يې؟

دانو چي  دا واورېدل زړه يې نری سو کور او مور و پلار يې هم يادېدل ورته وې ژړل، وروسته يې ټوله قصه ورته وکړه.

 سوی چي دا واوريدل نو يې کارګه ته مخ ور واړوى او ورته وې ويل کارګه جانه ستا خو جادو زده دى ايا ته کولای سې چي دغه انجلۍ بيرته خپل کور ته ولاړه سي کارګه  ورته وويل هو زه دا کار کولای سم مګر دا به قول  راسره کوي چي بل وخت به په خپل سر په  سوی نه پسې کيږي.

 دانو قول ورسره وکړى، چي بيا به داسي  غلط کار نه کوي وروسته کار ګه د سوی ماينې کوتري ته وويل خوري ته ورسه يو د زيتون تېل راوړه چي دا خپل بدن  په غوړ کړي، مګر دسر ورېښتان او مخ دي نه په غوړوي بيا په هغه بله خونه کي دې انجلۍ ته ځای ور هوار کړى ناوخته دى دې ته به خوب ورځي چي بيده سي ټوله ورځ يې زموږ سره بازۍ  کړي دي ستړې سوې ده انشاءالله که خدای کول سهار چي دا راپورته کيږي په هغه باغچه کي به وي چيري چي دې د خپلو همزولو سره بازۍ کولې.

کوتره ولاړه سوه په هغه بله خونه کي يې دانو ته ځای ور هوار کړی بيا يې د زيتون تېل ورته راوړل دانو د جادوګر کار ګه  د وينا سره سم خپل بدن په غوړ کړى، مګر د سر ورېښتان او مخ يي په غوړ نه کړل او بيده سوه رښتيا هم چي سهار راويښه سوه د وښو د هغه کوټي سره پرته وه چيري چي دا او سوی په کوټه ننوتلې وه وخت هم د ماپښين وو حيرانه سوه چي دا څه چل دى ژر ور تېره سوه باغچې ته ورغلل هلته يې همزولي ناستي وې بازۍ يې  سره کولې دا چي ورغله دا خپله ټوله کيسه يې ورته بيان  کړه هغو پر وخندل ورته وې ويل دانو جاني ليونۍ سوې يې که څه غم دى، خو دا اوس هغه ساعت  هغه ګړی دى چي د باغچې څخه ووتلې موږ چي ويل ته کور ته ولاړې يو څو دقيقې بعد بيرته راغلې او اوس راته وايې، چي ما د جادو په ښار کي درې ورځي تير ي کړې خو هغه ګړی هغه ساعت دى درې ورځي بيا د کومه تيري سوې؟

 د دانو زړه ته نه لوېدله حيرانه وه چي دا څه چم دى ژر د هغه ځايه راروانه سوه ورغله مور ته يي ټوله کيسه وکړه چي پر ما خو داسي حالات راغلل ما درې شپې او درې ورځي د جادو په ښار کي تيري کړې.

مور يې حيرانه سوه لور ته يي وويل لوري د ماغ خو دي نه دى خراب سوی خو دا اوس لس دقيقې دمخه باغچې ته ولاړې تا ويل زه د خپلو همزولو سره بازۍ کوم بيرته ژر راځم او دا يې بيرته ژر راغلې درې شپې او درې ورځي بيا د کمه تيري سوې ته خو ماخستن پر خپل ځای بيده سوې .

دانو ورته وويل چي مور ته خطا وتلې يې ما بسته دوې شپې د کور دباندي د جادو په ښا رکي  کړي دي د مور يي زړه ته نه لوېدله ورته وې ويل لوري لکه چي رشتيا دي هم دماغ خراب سوی دى پام کوه چي بل چاته دا کيسه ونه کړې د هيڅ چا زړه ته نه لويږي خوشي خلګ مه درباندي خندوه دانو حيرانه سوه مګر نور ږغ يې  ونه کړى او نه يې بيا بل چا ته دا کيسه وکړه پټه خوله سوه ول چي خبره مي د چا زړه ته نه لويږي نو  ولي خوشي ځان ستړی کوم .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب