چهارشنبه, دسمبر 11, 2024
Home+د امریکا ۱۰ تر ټولو شتمن کسان د چا ملاتړ کوي؟

د امریکا ۱۰ تر ټولو شتمن کسان د چا ملاتړ کوي؟

تاند – په وروستیو میاشتو کې، په تېره بیا وروسته له دې چې جو بایدن د ولسمشرۍ د انتخاباتو له نوماندۍ تېر شو، د جمهوریپال ډونالډ ټرمپ او دیموکراتې کاملاهریس ترمنځ سیالي تقریباً مساوي ښکارېده، د وال‌سټریټ ژورنال، فایننشل ټایمز او سي‌ان‌بي‌سي د دې اونۍ د نظرپوښتنو پر بنسټ داسې ښکاري چې پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ لږ مخکې دی.

اټکلونه هم د ډیموکراتانو د نوماندې کاملا هریس پرتله د ټرمپ د بري چانس لږ څه ډېر ښيي. له بلې خوا، د امریکا تر ټولو بډایه کسان چې د انتخاباتو پر پایلو اغېز لرلی شي، په دې اړه نه دي سره یو شوي چې څوک باید د نوومبر د پنځمې نېټې د انتخاباتو په نتیجه کې په جنورۍ کې سپینې ماڼۍ ته لاړ شي.

د فوربس د راپور له مخې، ۸۱ میلیاردران د هریس او ۵۱ د ټرمپ ملاتړ کوي.

د فورچون مجلې تر دې دمه د امریکا د ۱۰ شتمنو کسانو چلند په اړه یوه لیست چمتو کړی دی چې هغوی د ولسمشرۍ ټاکنو ته څنګه نظر لري. د دوی د شتمنۍ خالص ارزښت د بلومبرګ د میلیاردرانو د شاخص پر بنسټ د پنجشنبې تر ورځې محاسبه شوی دی.

۱. ایلان مسک
خالصه شتمني: ۲۳۷ میلیارده ډالره
مسک په دې ټاکنیزو سیالیو کې په ښکاره د ټرمپ ملاتړ کړی او له جمهوريپالو سره یې د مرستې لپاره ۷۰ میلیون ډالر لګولي دي.

۲. جیف بېزوس
خالصه شتمني: ۲۰۸ میلیارده ډالره
بېزوس ټرمپ ته له وروستۍ پیښې وروسته په ښکاره د چا ملاتړ نه دی ښودلی، خو کله چې ټرمپ ولسمشر و، له هغه سره یې جنجال درلود..

۳. مارک زاکربرګ
خالصه شتمني: ۲۰۰ میلیارده ډالره
ټرمپ ادعا کړې چې زاکربرګ د وروستیو پیښو په تعقیب د هغه ملاتړ کړی دی.

۴. لري الیسون (Larry Ellison)
خالصه شتمني: ۱۸۳ میلیارده ډالره
الیسون د جمهوري‌پالو پخوانی مرسته کوونکی دی.

۵. بیل ګیټس
خالصه شتمني: ۱۶۱ میلیارده ډالره
ګیټس له انتخاباتو سره زیاتې اړیکې نه لري، خو په دې ټاکنو کې یې د هریس ملاتړ کړی او ۵۰ میلیون ډالره یې یوې موسسې ته ورکړي چې د هغې ملاتړ کوي.

۶. لري پیج
خالصه شتمني: ۱۴۸ میلیارده ډالره
پېج په ښکاره د ټرمپ یا کوم  بل کاندید ملاتړ نه دی کړی.

۷. سټیو بالمر
خالصه شتمني: ۱۴۷ میلیارده ډالره
د مایکروسافټ پخواني اجرائیه رييس د “USAFacts” په نوم یو غیر سیاسي ویب‌سایټ پرانیست چې حکومتي احصایې په اسانه او عام‌فهمه معلوماتو بدلوي. بالمر په دې بای چې په ټاکنو کې د چا ملاتړ کوي څه نه دي ویلي.

۸. وارن بافټ
خالصه شتمني: ۱۴۵ میلیارده ډالره
د برکشایر هاتاوي مشر اعلان کړی چې په دې دوره کې به د هیڅ کاندید ملاتړ ونه کړي. کمپني یې ویلي: «ښاغلی بافټ به نه اوس او نه په راتلونکي کې پر کوم سیاسي کاندید پانګونه ونه کړي.»

۹. سرګی برین
خالصه شتمني: ۱۳۹ میلیارده ډالره
د ګوګل شریک ‌بنسټګر او د آلفابېت پخواني مشر سرګی برین په ښکاره د کوم کاندید ملاتړ نه دی کړی. د  OpenSecrets د معلوماتو له مخې، برین په تیرو وختونو کې د ډیموکراتیکو موخو ملاتړ کړی، لکه د پخواني ولسمشر باراک اوباما.

۱۰. جنسن هوانګ
خالصه شتمني: ۱۲۲ میلیارده ډالره
جنسن هوانګ په ښکاره د کوم کاندید ملاتړ نه دی کړی، خو له سی‌ان‌بي‌سي سره په مرکه کې یې ویلي چې د دواړو کاندیدانو مالیاتي سیاستونه مني، که هر ډول وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب