جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeټولنیزتبلیغي ټولنه (تبلیغیان) ژباړه: محمود سعيد

تبلیغي ټولنه (تبلیغیان) ژباړه: محمود سعيد

پیژندنه:

تبلیغیان یوه اسلامي ډله ده چې بلنه ېې د هر هغه چا لپاره چې لاسرسی ورته شونی وي د اسلام د ښیګڼو د تبلیغ په اړه ده او پیروان ېې اړ دي چې د خپل وخت یو څه برخه د تبلیغ او بلنې لپاره ولګوي. دا ډله له حزبي او سیاسي جوړښت څخه واټن لري او ویلای شو چې دا ډله د هند د مسلمانانو له حالت سره سمون خوري، ځکه هغوی په یوه لویه ټولنه کې یوه کوچنۍ لږکۍ جوړوي.

پنځېدنه او نومیالي:

اول:

د دې ډلې بنسټ ایښودونکی شیخ محمد الیاس کاندهلوي (۱۳۰۳-۱۳۶۴ لیږدیز) دی. نوموړی د سهارنپور په یوه کلي کاندهله کې وزیږید، لومړنۍ زده کړې ېې په خپل کلي کې وکړې او وروسته بیا ډهلي ته ولاړ او د دیوبند په مدرسه کې ېې زده کړې بشپړې کړې. دیوبند د هند په نیمه لویه وچه کې د احنافو تر ټولو لویه مدرسه ده چې بنسټ ېې په ۱۲۸۳ل/۱۸۶۷ز کال ایښودل شوی دی.

د شیخ الیاس ښوونکي او مشایخ:

لومړنۍ زده کړې ېې له خپل مشر ورور شیخ محمد یحیی څخه تر لاسه کړې، هغه په سهارنپور په مظاهر العلوم مدرسه کې ښوونکی وو.

شیخ محمد الیاس په ۱۳۱۵ل کال له شیخ رشید احمد ګنګوهي (۱۸۲۹-۱۹۰۵ز) سره د لارې (طریقې) بیعت وکړ.

د دوهم ځل لپاره ېې له شیخ خلیل احمد سهارنپوري سره خپل بیعت نوی کړ.

له شیخ عبدالرحیم رايي سره یو ځای شو او د هغه له ښوونې او روزنې ېې ګټه تر لاسه کړه.

ځینې علوم ېې له شیخ اشرف علي تهانوي (۱۸۵۶۳-۱۹۴۳ز) چې د دوی تر مینځ په (حکیم الامت) مشهور دی، څخه زده کړل.

شیخ محمود حسن (۱۸۵۱-۱۹۲۰ز) چې د دیوبند مدرسې له لویو علماوو څخه دی، هم د نوموړي له ښوونکو څخه دی.

نژدې ملګري:

شیخ عبدالرحیم شاه دیوبندي تبلغي: له شیخ الیاس او له هغه وروسته د هغه له زوی شیخ محمد یوسف سره ېې د تبلیغ په لاره کې ډیر وخت تیر کړی دی.

شیخ احتشام الحسن کاندهلوي: د شیخ محمد الیاس د خور خاوند او دهغه ځانکړی باوري وو. هغه د خپل ژوند ډیره برخه د شیخ محمد الیاس په ملګرۍ او د دې ډلې د چارو په پرمخ بیولو کې تیر کړ.

استاد ابوالحسن علي حسن ندوي: د هند د لکهنو د (ندوة العلما) دارلعلوم مدیر او لوی اسلامي لیکوال وو، هغه له تبلیغیانو سره ډیرې نژدې اړیکې دلودې.

دوهم:

شیخ محمد یوسف کاندهلوي (۱۹۶۵-۱۹۱۷ز) د شیخ محمد الیاس زوی او ځای ناستی وو او په ډهلي کې زیږیدلی وو. هغه د علم په زده کړه او له هغې وروسته د بلنې او د هغه د خپراوي لپاره ډیر سفرونه تر سره کړي دي. هغه څو ځله سعودي عربستان ته تللی او د پاکستان څخه ېې څو ځله لیدنه کړې وه. په لاهور کې ومړ او مړی ېې له هغه ځایه هند ته ولیږدول شو او د ډهلي په نظام الدین کې د خپل پلار تر څنګ خاورو ته وسپارل شو.

نوموړي د (امام الاحبار)، (شرح معاني الآثار طحاوي) او (حیات محمد هارون) په نوم مشهور کتابونه لیکلي دي. نوموړی د خپل پلار پر پله، پل ایښی دی.

شیخ محمد ذکریا کاندهلوي (۱۸۰۵-۱۹۴۴ز) د شیخ محمد یوسف د تره زوی او د خور خاوند وو. د شیخ محمد یوسف پالنه او لارښوونه هم  د نوموړي پر غاړه وه. هغه د هند په ریحان او د وخت په برکت ستایل کیده. نوموړی شیخ الحدیث او د ډلې لوی څارونکی وو او په وروستیو کې د دې ډلې له لیکو لرې شو.

شیخ محمد یوسف بنوري: د دې ډله له علماوو څخه کراچۍ په نیو ټاون کې د عربیه مدرسې مدیر او شیخ الحدیث او د یوې اردو ژبې میاشتنۍ مجلې مدیر، همدا شان د پاکستان د مرکزي پارلمان غړی وو.

مفتي محمد شفیع حنفي: د پاکستان لوی مفتي، د کراچۍ د لاندهي دارلعلوم مدیر، د حکیم اشرف علي تهانوي ځای ناستی او تبلیغ د ډلې له علماوو څخه وو.

شیخ منظور احمد نعماني: د تبلیغ له علماوو، د شیخ ذکریا او استاد ابوالحسن ندوي له ملګرو او د دیوبند له علماوو څخه وو.

دریم:

د تبلیغ ډلې دریم مخکښ انعام الحسن دی چې د شیخ محمد یوسف له مړینې وروسته ېې دا دنده پر غاړه واخسته او تر اوسه ور تر غاړې ده. نوموړی له شیخ محمد یوسف سره په زده کړو او سفرونو کې یو ځای وو، ځکه هغوی دواړه یو له بل سره په نژدې عمر او ورته بلنه او خوځښت کې پاته شوي وو.

شیخ محمد عمر بالنپوري: د شیخ انعام له ملګرو او نږدې سلاکارانو ځنې وو.

شیخ محمد بشیر چې د پاکستان د ډلې لارښود او په د لاهور په ریونډ کې د تبلیغ د مرکز مشر دی.

شیخ عبدالوهاب د پاکستان په مرکز کې له لویو مسؤلینو څخه دی.

فکرونه او ګروهنې:

د دې ډلې پنځوونکي د تبلیغ د ټولنې لپاره شپږ ټکي ټاکلي دي او هغه ېې د خپلې بلنې لپاره د بنسټ په توګه ګرزولې دي چې په لاندې ډول دي:

۱- کلمه طیبه (لا اله الا الله محمد رسول الله).

۲- د لمانځه ادا کول.

۳- علم او ذکر.

۴- د هر مسلمان درناوی.

۵- اخلاص.

۶- د الله (ج) په لار کې وتل.

د بلنې په خپریدا کې دا ډول کړنلاره لري:

۱- له دوی څخه څو کسان خپل ځانونه د یوه کلي د بلنې لپاره نوموي او بیا وروسته هر یو د ځان لپاره د خوب یوه ساده بستره او بسیا توښه اخلي خو خواراک ېې باید تر ډیره زیږ او بې مزې وي.

۲- کله چې غوښتل شوي کلي ته ورسیږي نو ځانونه برابروي، څو کسان د اوسیدو د ځای په پاکولو بوخت کیږي او نور د کلي کوڅو، بازار او هټیو ته ځي او خلک د تبلیغ یا (بیان) هماغسې چې دوی وايي، اوریدلو ته رابولي.

۳- کله چې د بیان وخت راورسید، ټول ېې د اوریدلو لپاره راټولیږي او د بیان له پای ته رسیدو وروسته شته کسان په څو برخو ویشي او کړۍ، کړۍ ېې جوړوي چې ورسته بیا هر بلونکی د هغوی یوې برخې ته اودس، د فاتحې سورت، لمونځ، د قرآن کریم تلاوت او یا نور ورزده کوي او دا کار څو ورځې پرلپسې کیږي.

۴- له دې مخکې چې په هغه کلي کې د دوی د اوسیدو وخت پای ته ورسیږي، وګړي د الله (ج) په لار کې نورو ته دبلنې د رسولو او د الله (ج) د دې خبرې (کنتم خیر امة اخرجت للناس) د پلې کولو په خاطر رابولي. ځینې کسان  د خپل ځواک، شونتیاوو او وزګارتوب په کچه د یوې ورځې، دریو ورځو، یوې اونۍ، یوې میاشتې او یا…لپاره له هغوی سره د ملګرتوب لپاره ځان نوموي.

۵- ددې لپاره چې د بلنې او ذکر له چارو څخه په بل څه بوخت نه شي او ددې لپاره چې کړنه ېې یوازې د الله (ج) په لار کې وي، د ډوډۍ او نور څه لپاره د کلي د اوسیدونکو هیڅ ډول بلنه نه مني.

۶- له منکراتو څخه د منع کولو لور ته هیڅ پاملرنه نه کوي او په دې باور دي چې اوس د اسلامي ژوند کولو لپاره د وړ چاپیریال د رامنځته کولو پړاو دی او له منکراتو څخه منع به د بلنې په لار کې خنډونه جوړ کړي او خلک به ورځنې کرکه پیدا کړي.

۷- دوی باور لري چې که هر کس په ځانګړي ډول اصلاح شي نو منکرات به په خپله له ټولنې څخه ورک او له منځه ولاړ شي.

۸- وتل او د خلکو بلنه په خپله د بلونکي لپاره هم له ښوونیزو چارو شمیرل کیږي ځکه کله چې دی خلک رابولي نو داسې احساسوي چې زه د خلکو لارښود یم او هغه څه چې خلک ورته رابولم باید لومړی ېې پر ځان پلي کړم.

د مذاهبو تقلید واجب ګني او له اجتهاد څخه منع کوي. البته په دې دلیل چې په اوسنیو علماوو کې د مجتهدۍ هغه شرطونه چې د اجتهاد لپاره ېې باید ولري، نشته.

د صوفیانو له هغو طریقو څخه چې په هند کې شتون لري اغیزمن دي، ځکه نو ځینې هغه چارې چې د صوفیانو صفت دی پر دوی هم پلې کیږي لکه:

۱- د هر مرید لپاره شیخ اړین دی چې ورسره بیعت ولري او هر څوک بیله دې چې بیعت ېې پر غاړه نه وي او مړ شي، د ناپوه (کافر) په شان مړ شوی دی. ډیر کله له شیخ سره بیعت په د خلکو پر وړاندې تر سره کیږي چې په دې غونډه کې د خلکو پر سر یو له بل سره تړل شوې لوېې خیمې درول کیږي او د بیعت ټکلي په ټولیز ډول تکراریږي. دا ډول چاره د میرمنو په غونډه کې هم تر سره کیږي.

۲- د شیخ په ملګرتوب کې مبالغه او همدارنګه د پیغمبر (ص) په مینه او دوستۍ کې افراط کله کله دوی له هغه ادب څخه چې باید د پیغمبر په وړاندې ېې ولري باسي.

۳- خوب لیدنې ته ارزښت ورکوي او هغه ته د رښتیا په سترګه ګوري. تر دې چې دا خوبونه د خپلو هغو چارو د سمون لپاره بنسټیز ګڼي چې د بلني په تګلوري اغیزه کوي.

۴- دوی باور لري چې تصوف په زړه کې د ایمان د خوږو د څکلو لپاره تر ټولو لنډه لاره ده.

۵-  د عبدالقادر جیلاني (په جیلان کې- زیږیدنه ۴۷۰ ل)، سهروردي ابو منصور ماتریدي (مړینه۳۳۲ ل) او جلال الدین رومي ( د مثوني د کتاب خاوند- زیږیدنه ۶۰۴ ل) په شان لویو صوفیانو نومونه تل ددوی په خوله دي.

کړنلاره ېې د عاطفي زړه راښکون، هڅونې او اغیزې پر بنسټ ولاړه ده او توانیدلي دي چې ډیر داسې کسان چې په شهوت او ګناهونو کې ډوب وو، وژغوري او د ایمان، عبادت، ذکر، او د قرآن تلاوت لور ته ېې راوبولي.

په سیاست کې خبرې نه کوي، خپل کسان ترې منع کوي او نه ېې پریږدي چې د هغوی په ستونزو کې ورګډ شي. په هر هغه چا چې سیاست کې لاسوهنه کوي، نیوکې کوي. ښايي د دوی او جماعت اسلامي تر منځ بنسټیز اختلاف همدا ټکی وي ځکه جماعت اسلامي د هند په نیمه لویه وچه کې د اسلام له دښمنانو سره مقابله اړینه بولي.

پر تبلیغیانو ځینې نیوکې او کتنې:

دوی د راز راز (نوعي) پرمختګ پر ځای څنډیزه او لږ پراختیا تر لاسه کوي ځکه ډولیز لوړوالی او پرمختګ د وګړو پرلپسې روزنې ته اړیتا لري چې دا چاره په دوی کې شتون نلري. هغه کسان چې دوی ېې رابلي ډیر کله داسې کیږي چې له دوی سره بل ځل یو ځای نشي او او دا کس یا کسان د ژوند د فتنو او دوکې له کبله بیرته هماغه تګلارې ته چې مخکې وو ورګرځي.

دوی په برابر ډول په یوه تنظیم کې شتون نلري بلکه د بلونکو او غړو تر منځ ېې اړیکي د ملګرتوب او تفاهم پر بنسټ دي.

د دوی کار د اسلام د ټولو احکامو د پلي کولو لپاره، همدا شان د اسلام د دښمنانو د هغو فکري څپو سره د مقابلې لپاره چې په خپل ټول ځواک سره له اسلام او مسلمانانو سره د جګړې لپاره تیاریږي، بسنه نه کوي.

د دوی د چارو اغیزه یوازې په هغو کسانو پریوزي چې مسجد ته تګ راتګ کوي، خوپر هغه کسانو چې د خرابو افکارو او باورونو لرونکي دي (او مسجد ته نه ځي)، ددوی اغیزه هیڅ ده.

ویل کیږي چې دوی د اسلام یوه برخه را اخیستې او بله ېې پری ایښې ده او دا ویش او ټوټه ټوټه کول په خپل د اسلام د یو ټوټه توب له طبیعت سره په ټکر کې دي.

فکري او ګروهیزې ریښې:

دا یوه اسلامي ډله ده چې اصلي سرچینې ېې قرآنکریم، د پیغمبر (ص) سنت او د اهل سنت او جماعت کړنلاره ده.

په هند کې د چشتیه لارې په شان د صوفیانو له ځینې لارو څخه هم اغیزمن دي او د لویو صوفیانو لپاره په خپله ښوونه او روزنه کې ځانګړی باور لري.

ځینې کسان باور لري چې دې ډلې خپل افکار د ترکیې د نور له ډلې څخه تر لاسه کړي دي.

خپریدنه او د اغیز سیمې:

د دوی بلنه په هند کې پیل شوه، په پاکستان او بنګله دیش کې خپره شوه او عربي او اسلامي نړۍ ته ولیږدیده. په سوریه، اردن، فلسطین، لبنان، مصر، سودان، عراق او حجاز کې ېې پیروان موندلي دي.

د اروپا، امریکا، آسیا او افریقا په ګډون د نړۍ په ډیرو ښارونو کې ېې بلنه خپره شوې ده او په اروپا او امریکا کې ېې د اسلام لور ته د غیر مسلمانانو د بلنې په لار کې څرګندې هڅې تر سره کړې دي.

عمومي مرکز ېې د ډهلي په نظام الدین کې دی او له هماغه ځایه په نړۍ کې د بلنې چارې همغږې کوي.

د مالي تمویل په برخه کې پخپله په بلونکو باور کوي. له ځینو شتمنو څخه هم څه ناڅه مرسته تر لاسه کوي چې یا مخامخ وي او یا د ځینو بلونکو لګښت پر غاړه اخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب