حبیب الله جبارخېل
پيژندنه په دغه تيوري کې څو ملتونه او هيوادونه د يو پر بل د نه حملې کولو، د جنګ د مخنیوی او د بهرنيو حملو په صورت کې له يو بل څخه په کلکه دفاع کولو پر اساس سره يو ځای او يو ټړون کوي اصلي موضوع يي له بهر او خارج څخه په يوه حمله په ټولو هيوادونو حمله ده.
اکثره هيوادونه او سازمانونه دا د يوې مادي په شکل په خپلو قوانينو او منشورونو کې ذکر کوي.
مديني ميثاق
ټول (مسلمانان ,يهود، نصارا ) به په ګډه د مديني د امنيت ساتنه او د بهرني يرغل په صورت کې په ګډه دفاع کوي.
د ملتونو ټولنې (جامعه ملل) د منشور 10 ماده
ټول هيوادونه د بهرني خطر په دفاع کې سره ولاړ يو او د اړتيا په صورت کې نظامي يرغل ته هم تيار يو . (د ملتونو ټولنه تر ملګروملتو مخکې دې ته ورته سازمان و)
د ملګرو ملتونو سازمان د منشور 1 ماده
د ملګروملتو د منځته راتګ اصلي علت او موخه د نړيوالې سولې راوستل دي تر څو له دي لارې د نړيوالو ګواښونو او د نورو سوله ماتوونکو عناصرو مخه پري ونيول شي.
د ناټو تړون لومړۍ او پنځمه مادې هم په ګډه د غړیو هیوادونو د امنيت ساتل او په ګډه دفاع بيان یاده کړې ده.
په اسلامي نړۍ کې د دې تيوري بنسټ ايښودونکی حضرت محمد مصطفي ص دی او په غربي نړۍ کې د امريکا ولسمشر ويلسن د لومړۍ نړيوالې جګړي په پای او د ملتونو ټولنې په جوړيدو کې ورکړ. د دوهم ځل لپاره فرنکلن روزويلټ د دوهم نړيوال جنګ په پای کې د ملګروملتو په رامنځته کيدلو کې ورکړ .
د ډله ييز امنيت تيوري کاميابي په دوو نقطو کې ده
لومړي بايد هيوادونه هميشه دې تړون ته متحد واوسې
داسې نه چې د وخت په تيريدو له دې اتحاد څخه بهر شي چې ښه مثال يې د ملتونو ټولنه کې د امريکا هيواد نه ګډون و.
دوهم ټول هيوادونه بايد حمله او خطر په يوه معنا سره ومني
ريګس او فلانو د ډله ييز امنيت تيوري د پياوړتيا لپاره درې نقطې پشنهاد کړي
1 په يوې اجنډا سره راټوليدل لکه د شانګهاي سازمان د تروريزيم مخه نيول
2 ژمنتيا يعنې غړې هيوادونه به ريښتيني او صادق وي
3 جوړښت يعني د اجنډا د تطبيق ارزونه او کنټرول وکړې وخت په وخت
ټوليز امنيت او ټوليزه دفاع دوه جلا کليمې دي چې ټوليزه دفاع د يو ګروپ دفاع ده چې د یو خاص فکر سره ولاړه وي لکه ناټو سازمان.
ماخذونه
امين, عالم ,پوهنيار د نړيوالو اړيکو تيوري
نړيوالي تيوراني