سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Home+د مې یودېرشمه د تنباکو د نه استعمالولو نړیواله ورځ ده

د مې یودېرشمه د تنباکو د نه استعمالولو نړیواله ورځ ده

تاند- نن د مې په یودېرشمه به د تنباکو د نه استعمالولو د نړیوالې ورځې تمرکز د دې موادو او د زړه ناروغۍ پر ارتباط وي.

د دې کمپیان له لارې به د خلکو د عامه پوهاوي هڅه وشي.

د تنباکو، چې په چلم، سیګرېټ، نسوار او نورو کې کارول کېږي، د زړه د سکتې په شمول د زړه د بېلابېلو ناروغیو سبب کېږي چې په نتیجه کې یې په نړۍ کې ډېر انسانان مړه کېږي.

د خلکو او حکومتونو له لوري له تنباکو سره مبارزه د زړه د ناروغیو له کمېدو سره مرسته کولی شي.

سره له دې چې تنباکو د سکتې، د زړه د شریانونو د بندېدو او د زړه د  نورو ناروغیو ارتباط څرګند دی خو بیا هم ډېر خلک دا مواد استعمالوي ځکه چې په دې برخه کې د خلکو د پوهاوي اندازه کمه ده.

پر زړه سربېره دخانیات د بدن نورو غړیو ته هم زیانونه لري.

په نړۍ کې نژدې یو نیم ملیارد انسانان دخانیات استعمالوي او لا هم په ځینو هیوادونو په تېره بیا په وروسته پاتې هیوادونو کې د دخانیاتو د استعمالوونکو شمېر مخ پر زیاتېدو دی.

ویل کېږي چې د دخانیاتو د استعمال له کبله په کال کې شاوخوا ۶ ملیونه انسانان مړه کېږي، په هره ثانیه کې یو تن د تنباکو د استعمال په وجه په یوه نه یوه ناروغۍ مري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب