جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهعبدالله د بین الافغاني مذاکراتو د ژر پیلیدو خبر ورکړ

عبدالله د بین الافغاني مذاکراتو د ژر پیلیدو خبر ورکړ

تاند – د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وايي چې د حکومت د مذاکراتي پلاوي له غړو سره یې کتلي او پر بېلا بېلو مهمو مسایلو ورسره خبرې شوي.

نوموړي نن یکشنبه/ د جوزا ۸مه/ پر خپل ټویټر لیکلي چې په دې لیدنه کې د هېواد پر روان وضعیت بحثونه وشول او ټینګار شوی چې افغان جګړه باید د خبرو له لارې پای ته ورسول شي.

د ده په خبره د افغانستان حکومت د دې ملاتړی دی چې په هېواد کې روان تاوتریخوالی د خبرو له لارې ختم شي او ټول تمرکز پر مذاکراتو وشي.

عبدالله عبدالله زیاته کړې، د افغان حکومت مذاکراتي پلاوی به ژر بېرته دوحې ته ستون شي او هلته په ټپه ولاړ مذاکرات به بیا ځلې پيل کېږي.

طالبانو تراوسه په دې هکله خپل نظر نه دی څرګند کړی.

د ملي روغې جوړې عالي شوار په داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې په قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو له پرانیستلو بیا تر دا مهاله په کې د کوم ښکاره پرمختګ خبر نه دی ورکړل شوی.

ټاکل شوې وه د امریکا په وړاندیز د افغانستان د سولې په اړه د استانبول ناسته د ترکیې او قطر په کوربتوب د اپرېل پر ۱۶مه د لسو ورځو لپاره پیل شوې وای، هم ځنډېدلې ده.

طالبانو تیره مېلادي میاشت وویل چې د دغه ناستې جزئیات له دوی سره نه دي شریک شوي او په همدې خاطر پکې ګډون نه کوي.

بل خوا طالبانو ویلي چې تر هغو په افغانستان کې بهرني ځواکونه حضور ولري، دغه ډله به د افغانستان د راتلونکي په هکله په هیڅ تصمیم نیوونکې غونډه کې ګډون ونکړي.

تر اوسه نه‌ ده څرګنده چې دغه د استانبول غونډه به چې په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسېدو او د سولې د ټینګېدو لپاره مهمه بلل کېږي، کله جوړېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب