جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeروغتیاد زړه د ناروغۍ نښې

د زړه د ناروغۍ نښې

تاند –  روغتیا پوعان وایي، یواځې د زړه ټکان د زړه د ناروغۍ نښه نه شي کیدای؛ ځکه دا د معمول په څېر هر انسان د ستړیا په وخت احساسوي.

د نیویارک په هیل لنوکس روغتون کې د ښځو د زړه د سلامتیا د موسسې ريیس او د نړیوالې تغذیې د ټولنې بنسټ اېښودونکی ډاکټر سوزان شتاینباوم وایي، د زړه ناروغي په ټوله کې د رګونو د تنګوالي له کبله منځ ته راځي.

د نوموړي په وینا، زړه له څلورو برخو جوړ شوی، نو ځکه یې ناروغي هم په بېلا بېل ډول د هرې برخې اړوندې کېدای شي.

هغه زیاتوي که مو زړه لړزه او یا هم ټکان کړی وي چې که په ناڅاپي توګه هم وي مانا یې دا ده چې یا وېرېدلي یاست او یا مو هم زړه په ضربان کې له ستونزې سره مخ شوی دی.

د ډاکټر سوزان شتاینباوم په باور دغه څه په ډېرې اسانۍ سره حس کېدای شي.

شتاینباوم وایي، ډېری مراجعین يې وایي، له خوب وروسته له دغه ډول پېښې سره مخ کېږي او ډېر دوام هم نه کوي.

هغه زیاتوي چې دا پېښې د کافین د زیاتو کارولو، په بدن کې د اوبو د کمښت او یا هم سټرېس له کبله وي.

ډاکټر سوزان شتاینباوم وایي، که دغه څه له دريو دقیقو ډېر دوام وکړي او پاس ذکر شوي شیان یې هم لامل نه وي، نو ښه ده چې له ډاکټر سره مشوره وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب