جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهچارواکي: لغمان کې غير فعالې پوستې بېرته فعالې شوې

چارواکي: لغمان کې غير فعالې پوستې بېرته فعالې شوې

تاند – د لغمان امنیتي چارواکي وايي چې د مرکز اړوند ګڼو سیمو کې د چاڼیزو عملیاتو پر مهال غير فعالې پوستې بېرته فعالې او تازه دمي سرتیري په کې ځای پر ځای شول.

 د لغمان له مطبوعاتي دفتره نن یکشنبه/ د جوزا ۹مه/ په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې د مرکز شاوخوا سيمو کې د غير فعالو پوستو د بېرته فعالولو په موخه ځانګړي عملیاتو پيل شوي.

د خبرپاڼې له مخې، د مرکز اړوند سیمو کې د ښه امنیت د ټینګښت او د وسله والو طالبانو د اهدافو د شنډولو په موخه په درېوو امنيتي پوستو او دوو بېزونو کې په پوره نظامي تجهيزاتو سمبال نوی تازه دمي د ملي پوليسو او ملي اردو سرتېري ځای پر ځای شول چې دا لړۍ دوام لري.

د لغمان امنيه قومندان سمونوال لطف الله کامران چې ددغو عملياتو مشري کوي خلکو ته د امنيت ټينګولو  ډاډ ورکوي.

د امنیتي چارواکو په خبره چې په لغمان کې د وروستیو جګړو له امله ګڼ شمېر وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د امنیه قوماندان سمونوال لطف الله کامران په خبره چې دا عملیات به ټولو هغو سیمو ته وغځول شي چې هلته مخکې افغان ځواکونه و او حتی هغو سیمو ته به هم داخل شي چې ملي امنیتي ځواکونو سره نه و.

د لطف الله کامران په خبره چې دوی په عملیاتو کې له ډېر احتیاطه کار اخلي، ځکه په وینا یې چې وسله وال طالبان د ملکي خلکو کورونه د سپر په توګه کاروي.

طالبانو تازه په دې هکله کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې وړاندې یې بیا په لغمان ولایت کې د یو شمېر امنیتي پوستو او پوځي وسایلو د نیولو ادعا کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب