جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+د ناسا هیلي کوپتر ته په مریخ کې ستونزه پېښه شوه

د ناسا هیلي کوپتر ته په مریخ کې ستونزه پېښه شوه

تاند- پر مریخ د ناسا د هیلي کوپتر شپږم الوت له خنډ سره مخامخ شو او په نتیجه کې یې دا کوچنۍ څرخکه د ستوربېړۍ یا لنډر په ۵ مترۍ کې کښېنسته.

د ناسا دا څرخکه چې انټلجنس یا نبوغ نومېږي، د مې په ۲۲ نېټه د عملیاتو په ترڅ کې له ستونزې سره مخامخ شوه.

ټاکل شوې وه چې دا هیلي کوپتر ۱۰ متره لوړه د جنوب لوېدیځ خوا ته ۱۵۰ متره والوځي او بیا ۱۵ متره جنوب ته لاړه شي او تصویرونه ثبت کړي، هاله ۵۰ متره د شمال ختیځ لور ته حرکت وکړي او همالته پر مځکه کښېني.

په پیل کې دا عملیات ښه پرمخ لاړل، خو له الوتو ۵۴ ثانیې وروسته څرخکې ته ستونزه پېښه شوه چې له کبله یې په کمپیوټر کې د ثبت کېدونکو تصویرونو بهیر ودرېد.

دا ستونزه سبب شوه چې یو تصویر ورک شي خو تر دې هم مهمه دا چې نور تصویرونه یې سم وانخیستلی شول.

د ناسا دا څرخکه، چې لومړنۍ هیلي کوپتر ده چې انسان یې مریخ ته لېږي یو کیلو او ۸۰۰ ګرامه وزن لري. دا هیلي کوپتر او د هغې وړونکې ستوربېړۍ د فبرورۍ په اتلسمه نېټه مریخ ته رسېدلي وو.

د ناسا دې څرخکې ته تر دې وړاندې په ۵ الوتنو کې کومه ستونزه نه وه پېښه شوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب