جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+د هوساینې او بریا مهم اصول | فرهاد زهیر   

د هوساینې او بریا مهم اصول | فرهاد زهیر   

په ژوند کې هغه وخت راحت او بریالیتوب راځي، چې کله انسان زحمت وباسي او خواري وکړي. بې زحمته راحت حتا په پرمختللو هیوادونو کې هم نشته، افغانستان خو بیا نړۍ کې ډیر وروسته پاتې هیواد دی. 

زه يو ښوونکی یم او له کلونو، کلونو  را په دې خوا نجونو او هلکانو ته تدریس کوم. له ماشومانو نه نیولې تر لویو نجونو او هلکانو سره مې مخه ده. همداسې د خپلې دندې تر څنګ د یوه رضا کار، بشرپال او ټولنیز فعال په صفت هم کار کوم، مطلب زما ټوله مخه د ټولنې له هر ډول خلکو سره ده، هغه حتا که د پاخه عمر، سپین ږیري، بیچاره او وروسته پاتې خلک هم دي، مقصد خپل خلک او ټولنه ښه پيژنم. 

زموږ ټولنه ډیره مذهبي ټولنه ده. دلته که یو کس لایقه وي، سوکاله او خوشاله ژوند لري، نو اکثره نور فکر کوي: چې دا خلک خدای پاک همداسې تکړه، بریالي او خوشاله پیدا کړي، او موږ چې نه پوهیږو، نو موږ الله پاک همداسې ناتوانه او نالایقه پیدا کړی یوو. 

غواړم دلته نوې ځوانانو ته ووایم: الله پاک ټولو انسانانو ته په مساوي توګه وړتیا ورکړې. ژوند خوارۍ، محنت، هلو ځلو او ډیر کوښښ ته اړتیا لري. په نړۍ کې چې څومره خلک رسیدلي، هغوی محنت کړی او ځانونه یې ستړي کړي دي. د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما له میرمن میشیل اوباما څخه يې پوښتنه وکړه، چې د اوباما د بریا راز په څه کې و، چې جم هوررييس شو؟ 

هغې ورته وویل، بارک اوباما به سهار وختي پاڅیده، ځکه نړۍ کې چې څومره بریالي خلک تیر شوي یا اوس دي نو هغوی سهار وخته پاڅیدونکي خلک دي. دوهم د هغې بریا راز په لوستلو کې دی. هغه به همیش مطالعه کوله او اوس هم مطالعه کوي. اوس پوښتنه دا ده چې آیا تاسو سهار وخته پاڅیږئ؟ آیا تاسو مطالعه کوئ؟ 

کله نا کله ډیر محصلین او خلک زما خوا ته راځي، وايي: استاده، زه ډیر بې جراته یم، په ځان باور نه لرم، له ځان سره مینه نه لرم، ځان راته ډیر بې ارزښته ښکاري. 

مهاتما ګاندهي وايي، ستاسو باور په ستاسو پر فکر اغیز لري. ستاسو له سوچ او فکر نه ستاسو الفاظ او خبرې جوړیږي. ستاسو الفاظ او خبرو څخه ستاسو اعمال جوړیږي. ستاسو اعمال په ستاسو عادتونو تاثیر لري. ستاسو عادتونه، ستاسو په ارزښتونو اغیز لري، ستاسو ارزښتونه ستاسو شخصیت جوړوي.  

اوس د هر ډول ښه ژوند بریا لپاره تاسو ته پکار ده، چې په ځان باور ولرئ؟ پر ځان باور هغه وخت راځي، چې سهار پاڅئ او دا کارونه تر سره کړئ: 

لومړی: خدای پاک ته عبادت کول لکه لمونځ یا قران پاک تلاوت.  

دوهم: د خدای پاک نه مننه کول لکه: مننه د ښه صحت لپاره، مننه ښایسته هوا لپاره، مننه د مهربانه مور او پلار لپاره، بچو لپاره، د کار لپاره، تنخوا لپاره… همداسې نور. د خدای پاک ډیر نعمتونه دي، همیش باید له خدای څخه سهار  ضرور مننه وکړی شي. 

دریم: ځینې خبرې باید هر سهار (تصدیق) شي، چې انګلیسي کې ورته (Affirmations) وايي لکه: 

نن ورځ به په خیر تیریږي. زه لایقه انسان یم. زه له ځان سره مینه لرم. زه ځان ته ډیر درناوی لرم. زه د هر ډول درناوی وړ یم. زه په ژوند کې تل بریالی کیدی شم. زه کولای شم چې له هر چا سره ښې اړیکې جوړې کړم. زه کولای شم خپلې ټولې ستونزې پخپله حل کړم. داسې نورې ښایسته او مثبتې جملې که تاسو له ځان سره تل تکرار کړئ، نو دا ستاسو لپاره د هر سهار ښه او مثبته انګیزه جوړیدای شي. 

څلورم: ورزش کول. که وزن نه شې پورته کولای، نو بیا منډه ووهئ، که منډه نه شئ وهلای لږترلږه ۱۵ یا ۳۰ دقیقې سهار  قدم واخلئ. 

پینځم: ژوره ساه واخلئ. که نه پوهیږئ، نو تاسو کولای شئ په ګوګل او یوتیوب کې وګورئ، ژوره ساه څنګه اخیستل کیږي؟

شبږم:  ۲۰ یا ۳۰ دقیقې که وخت نه لری، نو هر سهار د ۵ دقیقو لپاره په يو غلي ځای کې کنیئ، او سترګې پټې کړئ او Meditation یعنې تفکر وکړئ. 

دا ټول اصول او ټکي که په خپل ژوند کې هر څوک عملي کړي، نو باور لرم تاسو به تل ورځني ژوند کې بریالي انسانان اوسئ. په نړۍ کې هر شخص چې یو مقام ته رسیدلی، هغه خواري او محنت کړی. بې زحمته نه راحت شته او نه ژوند کې بریا شته. د هر بریالي انسان تر شا خپله خواري او محنت دی. هغه یو متل هم دی، تاسو حرکت وکړئ، خدای به پکې برکت واچوي او یا دا شعر: (بې زحمته راحت نه شته+ که راحت غواړې زحمت درلره بویه)

په درنښت،

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب