یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهکاپيساکې د واده پر مراسمو د هاوان مرمۍ لګېدو پېښه کې ۶...

کاپيساکې د واده پر مراسمو د هاوان مرمۍ لګېدو پېښه کې ۶ تنه وژل شوي

تاند ( یک شنبه، د جوزا ۹مه) د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د واده پر مراسمو د هاوان مرمۍ لګیدلې، چې له امله یې شپږ ملکي کسان وژل شوي دي.

د یاد ولایت د والي ویاند شایق شورش وایي، پېښه تېر مازیګر ناوخته رامنځته شوه.

شورش زیاتوي، لومړی د وسله والو طالبانو او ولسي پاڅون کوونکو ترمنځ نښته رامنځ ته شوه، چې له امله یې د هاوان یوه مرمۍ په یوه کور،چې د واده مراسم پکې روان وو ولګېدله.

د نوموړي په خبره په دې پېښه کې د ماشومانو په ګډون ۶ کسان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

د والي ویاند شایق شورش وایي ، دا مرمۍ د طالبانو له خوا توغول شوې، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه  دي ویلي.

د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې د هېواد په ګڼو ولایتونو کې جګړې زور اخیستی، چې په کې ډېره مرګ ژوبله ملکیانو ته اوړي.

عام خلک بیا د جګړې پر ښکېلو لورو غږ کوي، چې سوله وکړي او په خپلمنځي جګړو کې دې د عامو خلکو له وژنو لاس واخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب