سه شنبه, مې 7, 2024
Home+امریکايي مخترع او سوداګر امډال جین اېم

امریکايي مخترع او سوداګر امډال جین اېم

رحمت شاه فراز ||

جین مایرون اېمډال (Amdahl, Gene M.)د کمپیوټر د ډیزاین کوونکي په حیث په خپل اوږد او مثمر مسلکي ژوند (November 16, 1922 – November 10, 2015) کې د مېن فرېم کمپیوټرونو په ډیزاین کې ګڼ نوښتونه او تحولات رامنځته کړي. مېن فرېم کمپیوټرونه له ۱۹۵۰ څخه تر ۱۹۷۰ کلونو پورې د ډېټا پروسېس ستر او قوي کمپیوټرونه ول. [دې کمپیوټرونو ته په پښتو کې لوی کمپیوټرونه وايي؛ ژباړن] اېمډال په ۱۹۲۲ م کال د نومبر په شپاړسمه د ساوت ډکوټا ایالت په فلانډريو ښار کې دې نړۍ ته راغلی. اېمډال د برقي انجینرۍ او فزیک په برخه کې خپلې زده کړې پیل کړې. خو کله چې دوهمې نړیوالې جګړې د هغه په زده کړو کې خنډ پېښ کړ، نو د پوځ په یوه ځانګړي روزنیز پروګرام کې يې د فزیک د ښوونکي په حیث دنده واخیسته او ورپسې د امریکې له بحري پوځ سره یو ځای شو. په دې دنده کې هغه تر ۱۹۴۶ کال پورې د الکترونیک په برخه کې تدریس کاوه. وروسته نوموړی بېرته خپل پوهنځي ته راوګرځېده او په ۱۹۴۸ کال کې يې د ساوت ډکوټا ایالتي پوهنتون څخه لیسانس واخیست او په ۱۹۵۲ کال کې يې له وسکونسین پوهنتون څخه د فزیک په برخه کې دوکتورا ترلاسه کړه.

د دوکتورا د محصلۍ په جریان کې اېمډال پر یوه مسئله کار کاوه او هغه قواوې يې څېړلې چې د یوه ساده اټومي هستې بېلا بېلې برخې يې له یو بل سره پیوست کړې وې. د دې کار لپاره هغه او دوو نورو ټولګیوالو يې پوره یوه میاشت د ماشین حسابونو او سلایډ قوانینو (slide rules) په مرسته اړینې محاسبې او حسابونه سرته ورسول. په دې جریان کې د اېمډال پام شول چې که فزیکپوهان غواړي چې لا پېچلو مسایلو ته ځان ورسوي او د هغو په حل لاس پورې کړي، نو هغوی خو تر دې هم زیاتو چټکو او لویو حسابي سرچینو او منابعو ته اړتیا لري. نو په دې فکر نوموړي یو کمپیوټر ډیزاین کړ چې WISC یا Wisconsin Integrally Synchronized Computer نومېده. دې کمپیوټر له یوې مغلقې پروسې ګټه اخیستله او محاسبات به يې پر کوچنیو برخو وېشل چې بیا دغه برخې به د جلا او بېلو پروسېسرونو په واسطه پرمخ وړل کېدې او په دې ډول دغه کمپیوټر د هغې موازي کمپیوټرکارۍ (parallel computing) د تخنیکونو تر ټولو اولنی مثال شو چې د نن ورځې د کمپیوټرونو په پروسېسرونو کې لیدل کېږي.

په ۱۹۵۲ کال کې اېمډال د IBM شرکت ته مخه کړه. یاد شرکت په دې وختونو کې داسې هلو ځلو ته مټې ور نغښتې وې چې د دې لسیزې تر پای پورې یې دغه شرکت ته د کمپیوټري صنعت د تجارت په ډګر کې د مشرۍ تاج ور په سر کولی شوی. اېمډال په دې شرکت کې له یوې ډلې سره یو ځای شو او پر IBM 704 یې کار وکړ. IMB 704 د 701 موډل پرمختللې او پیشرفته بڼه وه او د یاد شرکت اولنی کامیابه مېن فرېم کمپیوټر وو. اېمډال او همکارانو یې IBM 704 ته نوې داخلي پروګرامي لارښووې ور اضافه کړې او دې کمپیوټر ته یې د دې وړتیا وبښله چې پر اعشاري اعدادو هم محاسبې سرته ورسوي. نوموړي ماشین یوه چټکه، د لوړ ظرفیت مقناطیسي حافظه هم درلوده. د یادې حافظې په مټ ماشین د دې جوګه وو چې د محاسبو په جریان کې په ډېره چټکۍ ډېټا بازیافت (یا ترلاسه) کړي. د ۱۹۵۳ کال په نومبر میاشت کې اېمډال د 704 مېن فرېم کمپیوټر د پروژې مشر انجینر وټاکل شو.

د دې لاسته راوړنې پر بنست، بې شمېره نوي هم فرصتونه هم د دروازې په خوله کې ولاړ ول. خو اېمډال خپل شهرت د کاروباري ماشینونو په ډګر کې ترلاسه کړ، او دغه راز د ساینسپوهانو لپاره د تخصصي کمپیوټرونو په بازار کې هم یاده لاسته راوړنه له تود هرکلي سره مخ شوه. اېمډال د IBM 709 موډل په ډیزاین کې هم له IBM شرکت سره همکاري وکړه، چې د 704 موډل یوه پرمختللې بڼه وه او د ساینسي او علمي استفادو لپاره ډیزاین شوی کمپیوټر وو. کله چې IBM پیشنهاد وکړ چې دې ټکنالوژۍ ته نوره هم پراختیا ورکړو او یو ځواکمن او د STRETCH په نوم یو نوی ساینسي کمپیوټر جوړ کړو، نو اېمډال په ډېره مینه د دې پروژې رهبرۍ ته را ودانګل. خو له دې ټول اخلاص او زیار سربېره، نوموړی د واک او مقام د ترلاسه کولو په سیالۍ کې پاتې راغی او د دې پروژې د رهبرۍ پوست يې ترلاسه نه کړ او په دې اساس د ۱۹۵۵ کال په پای کې يې له IBM شرکت سره خدای پاماني وکړه.

له دې وروسته، اېمډال د ډېټا پروسېس له ګڼو کوچنیو کمپنیو سره کار وکړ. په دې ترڅ کې يې د RW440 په ډیزاین کې هم مرسته وکړه. RW440 یو کوچنی کمپیوټروو چې د صنعتي پروسو د کنټرول لپاره استعمالېده. دې دورې اېمډال ته یوه نوې تجربه هم ور پېرزو کړه چې د یوه تجارت د شروع کولو په پرابلمونو پورې تعلق نیسي او تجارتي مسایل په بر کې نیسي. همدې تجربې هغه وخت د نوموړي لاسنیوی وکړ چې کله يې خپل شرکت جوړ کړ.

په ۱۹۶۰ کال کې اېمډال بېرته له IBM شرکت سره یو ځای شو او ډېر ژر د ډیزاین په ګڼو پروژو کې یې ونډه واخیسته. له دې پروژو څخه یوه پروژه د IBM System/360 کمپیوټر وو چې اوږدمهاله اهمیت یې ومونده او همدا سیسټم  د ټول عصر تر ټولو عام او کامیابه مېن فرېم کمپیوټر شو. اېمډال خپل نظریات لا زیات چاڼ او صیقل کړل او کوښښ یې پیل کړ چې د کمپیوټر د مرکزي پروسېس واحد په لا ډېر اغېزمن او مؤثر ډول جوړ کړي. هغه منطقي سرکټونه ډیزاین کړل. دې سرکټونو پروسېسر د دې جوګه کړ چې هغه لارښوونې تحلیل کړي چې د اجرا لپاره انتظار باسي او بله دا چې دا هم مشخصه کړي چې کومې لارښوونې باید سملاسي اجرا شي او کومې لارښوونې باید د نورو لارښوونو د نتایجو لپاره انتظار وباسي. هغه له کېش مېموري نه هم استفاده وکړه. کېش د حافظې هغه ځانګړې ساحه ده چې خپل ځان کې داسې لارښوونې ذخیره کوي چې د اجرا وخت يې نه وي رسېدلی او له یوې لارښوونې تر اجرا وروسته يې ضرورت پېښېږي. د دې کار مقصد دا وو چې دغه لارښوونې د لوړ سرعت له حافظې څخه په چټکۍ سره بازیافت (ترلاسه) شي. د نن ورځې ډسکټاپ شخصي کمپیوټرونه (PC) له همدې نظریاتو استفاده کوي او په دې توګه د خپلو چیپونو (chips) له وړتیاوو څخه اعظمي ګټه اخلي.

د موازي کمپیوټرکارۍ مسئله تر ډېره په خپل ځان کې دوه ډوله پرابلمونه رانغاړي. یو پرابلم د مناسب او دقیق هارډویر (سختغالي) ډیزاین کول او بل پرابلم تر یو څه بریده د مناسب پوستغالي لیکل (یا بیاځلې لیکل) ده، تر څو د یوه پروګرام لارښوونې په ورته وخت کې اجرا شي. په دې برخه کې ډېر کله د دې وړاندوینه سخته وي چې د یوه پروسېسر او دودیز سافټوېر په کارولو به موازي کمپیوټرکاري څومره زیاته او یا به څومره پېشرفت وکړي. اېمډال یو فورمول جوړ کړ چې د اېمډال قانون نومېږي. د اېمډال قانون همدې پوښتنې ته د ځواب ویلو هڅه کوي. په ساده ټکو کې ویلی شو چې د اېمډال قانون راته وايي چې د ډېرو پروسېسرونو له استعمال نه چې کومه ګټه یا (مفاد) لاسته راغلی وي، هغه په تدریجي ډول د پروسېسرونو په اضافه کولو سره راکمېږي. همدا راز، د ارتقا یا بهترۍ کچه له دې سره هم متناسبه اړیکه لري چې یوه محاسبه په څومره کوچنیو برخو یا ټوټو وېشل کېدای شي چې دغه هره برخه په موازي ډول اجرا شي. د دې پایله دا راوځي چې د پروګرامونو یو شمېر ډولونه د ګڼو پروسېسرونو په استفاده چټک چلېدلی شي چې دغه پروسېسرونه په ورته وخت کې وکارول شي، او بل خوا ځینې نور پروګرامونه به له ځانه ډېر کم بهبود ښکاره کوي.

د یوه ډیزاینر په حیث، اېمډال د سخت کار کولو استعداد، د ضمیر ناڅاپي اشارو یا الهام ته د غبرګون ښودلو له وړتیا سره غاړه غړۍ کړی وو. هغه، د رابرټ سلېټر په نوم یوه لیکوال ته خپله یوه خاطره په دې ټکو کې بیانوي ((ځینې وختونه به نیمه شپه راویښ شوم او تر یوې حل لارې پورې د رسېدلو لپاره به مې شپېته میله قدمونه ووهل. هغه څه چې په هغه شېبه کې به پېښېدل، د هغه یو ذهني انځور به مې تر سترګو شو او بیا به مې په خپل ذهن کې پر هغو فعالیت پیل کړ.))

په ۱۹۶۵ کال کې اېمډال ته د IBM د پنځه کلن غړیتوب جایزه ورکړل شوه او په دې ډول نوموړي کولی شوی چې هر هغه پرابلم مطالعه او وڅېړي، چې دی ورسره دلچسپي ولري. هغه د کالیفورنیا ایالت په میلنو پارک کې د IBM شرکت د پرمختللو کمپیوټري سیسټمونو د لابراتوار د تاسیس په برخه کې هم له یاد شرکت سره مرسته وکړه، او د دې لابراتوار مدیریت هم ده ته ور له غاړې وو. خو اېمډال د IBM شرکت د کمپیوټرونو ډیزاین کولو او خرڅلاو له تګلارې زیات ناهیلی وو. د ده په اند د یاد شرکت تګلاره او روش ډېر زیات وچ او کلک وو. IBM به د یوه نوي کمپیوټر بیه په دې اساس نه ایښودله چې د هغه کمپیوټر په تولیدولو څومره لګښت راغلی، بلکې په دې به یې تاکید کاوه چې د یوه کمپیوټر بیه د هغه د سرعت او چټکتیا په اساس وټاکي.

اېمډال غوښتل چې ډېر زیات ځواکمن او پیاوړي کمپیوټرونه جوړ کړي – چې په لنډ وخت کې دغه کمپیوټرونه سوپر (زبر) کمپیوټرونه ونومول شوو. خو که د IBM پالیسي ته کتل شوي وای، نو دغه کمپیوټرونه ډېر زیات ګرانه تمامېدل او هېچا به یې هم د اخیستلو توان نه درلود. نو په داسې وخت کې چې د وسایلو وړوکوالی ورو، ورو یوه داسې امکان ته لاره هواروله چې لا ډېر ځواکمن ماشینونه جوړ شي، IBM شرکت د دې کمپیوټرونو له جوړولو سره هېڅ دلچسپي نه ښودله. دغه ستر کمپیوټري شرکت په دې خوشاله ښکارېده چې ورو، ورو خپلو سیسټمونو ته ارتقا ورکړي او خپل راتلونکی موډل د 360 موډل له پاسه جوړ کړي چې دغه موډل يې له مالي پلوه ښه کامیابه وو. په ۱۹۷۰ کلونو کې همدا موډل بیا IBM 370 ته ارتقا یا تکامل وکړ. له دې وجې په ۱۹۷۰ کال کې اېمډال له IBM شرکت سره د دوهم ځل لپاره مخه ښه وکړه. نوموړی سلېټر ته په دې اړه وايي چې ما دوهم ځل IBM شرکت پرېښود ((ځکه چې ما غوښتل چې په لویو کمپیوټرونو کار وکړم… که زه په IBM شرکت کې پاتې وای، نو مجبوره وم چې خپل مسلک مې بدل کړی وی؛ او زه د شخصي اطمینان په لټه کې وم)).

کله چې د IBM کیسه پای ته ورسېده، اېمډال په ۱۹۷۰ کال کې د اېمډال کارپورېشن (شرکت) بنسټ کېښود. اېمډال پر داسې کمپیوټرونو کار پیل کړ چې د IBM تر ماشینونو به قوي وي، خو د هغوی له کمپیوترونو سره د نښلېدو (یا وصل کېدو) وړتیا به هم لري. نو یو خوا به دغه نوي کمپیوټرونه له شته هارډوېر او سافټوېر څخه هم ګټه اخیستلی شي. او بل خوا هغه سوداګر به هم د اېمډال ماشینونه پېرلی شي چې د IBM په وسایلو او ماشینونو يې لویې پانګونې کړې وې، له دې وېرې پرته چې دغه کمپیوټرونه به د IBM له ماشینونو سره تطابق نه خوري یا د کمپیوټرپوهنې په اصطلاح کمپاټیبل (compatible) به نه وي. دا چې IBM د ((ستر آبي)) په نوم شهرت درلود، نو اېمډال د ((ستر سور)) کېدو هوډ وکړ او خپل ماشینونه يې هم په همدې رنګ ورنګول.

اېمډال خپل لوی اطمینان په دې ټکو کې را یادوي ((د دې اولنیو کمپیوټرونو جوړول او په رښتیا یو بدلون رامنځته کول، او په خپلو سترګو لیدل چې په بازار باندې د IBM شرکت کنټرول تیت او پرک شوی، او نرخونه بېرته خپلو اصلي سطحو ته راټیټ شوي.)) د اېمډال نقادان کله نا کله نوموړی پر دې تورنوي چې له هغو تخینکونو او پوهې نه يې ناوړه استفاده وکړه چې اصلاً یې په IBM شرکت کې زده یا ترلاسه کړي وو، خو نوموړي دې ګوتڅنډنو ته د خپلو وروستنیو نوښتونو او ابتکاراتو په جوړولو بېرته کلک ځواب ورغبرګ کړ، چې په دې برخه کې په ځانګړي ډول دا نوښت د یادونې وړ دی چې نوموړي د منسجم الکترونیک (integrated electronics) له لومړنیو ایجاداتو څخه ګټه واخیستله او په یوه چیپ کې یې ګڼ سرکټونه یو ځای کړل، له دې پرته چې چیپ ډېر کوچنی کړي او یا دومره ګڼه ګوڼه ورکې جوړه کړې چې د ټرانزیسټرونو د ځای کولو لپاره اصلاً ځای پکې پاتې نه شي.

اېمډال په ۱۹۷۵ کې د 470 ماشینونو یوه لړۍ بازار ته وړاندې کړه، او بازار ته تر را وتلو وروسته په لومړنیو دریو کلونو کې يې هر کال د خرڅلاو کچه دوه چنده لوړه شوه. په چیپ باندې د زیاتو سرکټونو د انسجام له کبله، اېمډال کولی شوی چې له IBM360 او حتی نوو IBM370 کمپیوټرونو څخه هم د برتره ټکنالوژۍ ماشینونه په ټیټه بیه وپلوري. IBM هم په دې سیالۍ کې ځواب ته را ودانګل او لا ډېر کوچني او چټک پروسېسرونه یې جوړ کړل، خو اېمډال به د IBM د هر نوي تولید ځواب په لا چټک او ارزانه بدیل سره ورکاوه. مګر، IBM په دې سیالۍ کې د بریالیتوب لپاره د خرڅلاو له یوه بل تخنیک نه ګټه واخیستله چې د IBM شرکت مخالفین دغه تخنیک د FUD په نامه یادوي، یانې Fear  (وېره)، Uncertainty  (بې باوري) او Doubt (شک). د IBM شرکت د خرڅلاو استازو له مشتریانو سره ژمنې وکړې چې په لنډه موده کې به د اېمډال تر ماشینونو هم ځواکمن او اقتصادي بدیلونه رامنځته کړي. د دې ژمنې د پایلې په توګه، ډېر مشتریان وهڅېدل چې د خریدارۍ تصمیمونه تر یو څه وخته وځنډوي او د IBM ژمنې ته په انتظار شي. د دې کار اغېز د اېمډال په شرکت هم ولوېد او دغه شرکت يې له پښو وغورځاوه، او جین اېمډال ورو، ورو خپلې ونډې خرڅې کړې او په ۱۹۸۰ کال کې يې دغه شرکت پرېښود.

له دې وروسته اېمډال هڅه وکړه چې د خپل بریالیتوب پاڼه بېرته را وګرځوي او یو نوی شرکت یې جوړ کړ چې Trilogy نومېده. یاد شرکت ژمنه وکړه چې تر هغو کمپیوټرونو به ډېر چټک او ارزانه کمپیوټرونه جوړ کړي چې د IBM یا اېمډال شرکت تولیدول. نوموړی په دې باور وو چې د نوې، لویې کچې او منسجمې سیلیکان ټکنالوژۍ په مرسته به دغه ژمنه پوره کړي. په یاده ټکنالوژۍ کې سرکټونه د سطحو په ډول طبقه بندي کېږي او د سرکټ بورډ پرمخ سرکټونه په جلا، جلا چیپونو نه وي وېشل شوي. خو، د دومره متراکمې سرکټرۍ د برېښنايي ځانګړنو پرابلم یو خوا، او د ډیزاین په برخه کې ځینو تېروتنو او اشتبهاتو بل خوا، د کمپیوټرونو دغه نوی ډیزاین فلج او له پښو وغورځاوه؛ له دې سره، سره اېمډال دا هم وموندله چې د الومینیم هغه ماده چې د سلیکان پاڼې يې له یو بل سره سریښ کړې دي، د هغو له کبله په سرکټ بورډ کې شارټي هم رامنځته کېږي، او په دې ډول دغه ډیزاین ناکامه شو. اېمډال یوازې له ټکنالوژیکو پرابلمونو سره لاس و ګرېوان نه وو، بلکې د یوه قوي باران په شکل موسم هم د اېمډال ستونزې سیوا کړې او د بارانونو په پایله کې داسې لوی سېلاب راغی چې د نوموړي د چیپ جوړولو فابریکه يې ونړوله او د میلیونو ډالرو په ارزښت چیپونه يې ور ویجاړ کړل. په دې اساس، اېمډال بار بار دې ته اړ کېده چې د نوي ماشین راویستل، له ۱۹۸۴ څخه ۱۹۸۵ او بیا ۱۹۸۷ ته وځندوي. په دې لړ کې يې هڅه وکړه چې د Elxsi شرکت وپلوري او نوې ټکنالوژۍ خپل شرکت ته را وارده کړي، خو له دې ټولو هڅو سربېره Trilogy هېڅ کله بېرته په خپلو پښو ونه درېد. Elxsi هغه مهال د نیمه کوچنیو کمپیوټرونو یو شرکت وو.

د Trilogy تر ناکامۍ وروسته، اېمډال په ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ کلونو کې پر نوو تګلورو ګامونه کېښودل، چې په دې برخه کې د Andor International شرکت د یادونې وړ دی. یاد شرکت د نیمه کوچنیو کمپیوټرونو یو ناکامه تولیدوونکی وو. او بل شرکت Commercial Data Servers یا CDS وو، چې په بازار کې يې د IBM له مېن فرېم کمپیوټرونو سره سیالي کوله او په ټیټه بیه یې دغه کمپیوټرونه وړاندې کول.

اېمډال زیات شمېر صنعتي جایزې لاسته راوړې، چې په دې برخه کې د Data Processing Management Association له خوا د Data Processing Man of the Year جایزه (۱۹۷۶) او د معلوماتي پروسېس د ټولنو د امریکايي فدراسیون له خوا د Harry Goode Memorial جایزه زیات د یادونې وړ دي.

اضافي لوستونه:

1- The History of Computing Foundation. “Gene Amdahl.” Available on-line. URL: http://www. thocp.net/biographies/amdahl_gene.htm. Downloaded on November 25, 2002.

2- Slater, Robert. Portraits in Silicon. Cambridge, Mass.: MIT Press, 1987.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب