یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهمالیې وزارت: ۱۴۰۲ کې د ۱۷۹ زره ټنه توکو د قاچاق مخنیوی...

مالیې وزارت: ۱۴۰۲ کې د ۱۷۹ زره ټنه توکو د قاچاق مخنیوی شوی

تاند (سې شنبه، د ثور ۱۸ مه) د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د مالیې وزارت چارواکي وايي چې ګمرکي چارواکو یې، په ۱۴۰۲ مالي کال کې شاوخوا ۱۷۹زره ټنه قاچاقي توکي کشف او ترلاسه کړي دي.

دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د هېواد په ګمرکونو کې د مهمو آسانتیاوو برابرولو سربېره؛ له فساد سره جدي مبارزه شوې او د ممنوعه او قاچاقي توکو مخنیوی شوی دی.

 وزارت زیاته کړې چې د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو او مسوولینو، په ۱۴۰۲مالي کال کې د کندهار، نیمروز، فراه، خوست، پکتیا، هرات، هلمند او ننګرهار په بېلابېلو سیمو کې د ۱۷۸زره ۱۹۴ټنه بې کیفیته او ممنوعه توکو د واردولو مخه نیولې چې په کې طبي، زراعتي او یوناني درمل، خوراکي، نشه یي او نور توکي شامل دي.

د سرچینې په وینا، دغه توکي چې په قاچاقي ډول له غیر رسمي لارو له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه پاکستان څخه افغانستان ته راوړل کېدل، ترلاسه شوي او عاملین یې اړوندو ارګانونه ته معرفي شوي دي.

د توکو د قاچاق د مخنیوي په برخه کې د طالبانو هڅې یو شمېر خلکو ستایلي او ویلي، چې دغه رژیم له ټولو ستونزو سره په داسې ځینو برخو کې جدیت او لاسته راوړنې لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب