یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد یو بل د شرطونو له منلو وروسته د بدخشان اعتراضونه پای...

د یو بل د شرطونو له منلو وروسته د بدخشان اعتراضونه پای ته ورسیدل

تاند (سې شنبه، د ثور ۱۸ مه) په بدخشان کې د یو بل د شرطونو له منلو وروسته اعتراضونه ظاهراً پای ته رسیدلي دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې ځايي قومي مشرانو او سپین ږیرو سره په خبرو کې یې منلې چې د کوکنارو د اړولو لپاره ارګو او درایم ولسوالیو ته استولي ځواکونه به له دغو ولسوالیو وباسي او پر ځای به یې بدخشاني طالبان دې ماموریت ته ولیږي.

د دې تر څنګ د اعتراض کوونکو بل شرط دا و چې هغه کسان باید محاکمه شي چې پر خلکو یې ډزې کړي او دوه تنه یې وژلي دي.

د راپورونو له مخې، یو تن په ارګو او بل په درایم ولسوالۍ کې وژل شوي او یوتن هم ټپي شوی دی.

دوی په عین حال کې له طالب چارواکو سره منلې چې د کوکنارو کروندې به اړوي.

په بدخشان کې طالب سرچینې وايي چې لا هم په ارګو او درایم ولسوالیو کې د کوکنارو د اړولو کمپاین روان دی او اوس یې په وړاندې څوک مقاومت نه کوي.

د طالبانو د دفاع وزارت د لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت په مشري پلاوی وړمه ورځ بدخشان ته ورسید او له سپین ږیرو سره یې خبرې کړي دي.

فطرت په یوه صوتي پیغام کې ویلي:«ټولو مسوولانو ته وایم چې اسلامي امارت د کوکنارو د کروندو په اړولو کې جدي دی او په دې مظاهرو هم نه دریږي.»

طالبانو تر دې وړاندې په هلمند ولایت کې هم د خلکو د کوکنارو کروندې واړولې او ځینو خلکو له دې کبله شکایتونه وکړل چې طالب ځواکونه د کوکنارو د کروندو د اړولو لپاره د خلکو کورونو ته ننوتل.

په هلمند او همداراز بدخشان کې ځینو خلکو په کورونو کې کوکنار کرلي او ډېرو په دې خاطر حساسیت ښوولی چې طالبان د کوکنارو د اړولو لپاره د خلکو کورونو ته ننوځي.

1 COMMENT

  1. ښه شوه چې د بدخشان اعتراضونه پای ته ورسیدل که نه ستاسو د شپږم می ریپورټ داسې یو ریپورټ و لکه افغانستان انټرنشنل یا شمال ټلوالې چې لیکلی وي. په وطن کې ترې د نفاق او کرکې شیندلو بوی خوت. د خدای دوستانو یو مشر تن یې لږ څه چک کوۍ او بیا یې خپروۍ – درناوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب