Homeخبرونهپه نړیواله درجه بندۍ کې د افغانستان د فوتسال ځای دېرشم شو

په نړیواله درجه بندۍ کې د افغانستان د فوتسال ځای دېرشم شو

تاند (سې شنبه، د ثور ۱۸ مه) د فوټبال د نړیوال فدراسیون په درجه بندۍ کې د افغانستان د فوتسال د هلکانو او نجونو لوبډلو ته په ترتیب ۳۰ او ۴۸ رتبې ورکړل شوې.

دا لومړی ځل دی چې فیفا یا د فوټبال نړیوال فدراسیون د فوتسال د لوبډلو درجه بندي کوي.

فیفا پرون (دوشنبې) د ښځو او نارینه وو د فوتسال لوبډلو درجه بندۍ اعلان کړې.

د فیفا له درجه بندۍ سره سم، د برازیل د فوتسال د نارینه وو او هم د ښځینه وو ملي لوبډلو ته په نړۍ کې لومړي ځایونه ورکړل شوي دي.

د افغانستان د ښځو د فوتسال ملي لوبډلې، چې له هیواده دباندې ده، په دې درجه بندۍ کې د نړۍ په ۶۹ هیوادونو کې ۴۸ ځای خپل کړی دی. دا په داسي حال کې ده چې څرګنده نه ده چې د افغانستان د ښځینه وو د فوتسال لوبډله به څومره وخت نور وپايي ځکه چې لوبغاړې یې په بیلابیلو هیوادونو کې مېشتې دي او د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته په افغانستان کې نورې لوبغاړې د ملي ټیم لپاره نه شي روزل کېدای.

د افغانستان د نارینه وو د فوتسال لوبډله په وروستیو کې په اسیايي جام سیالیو کې ښه وځلېده او په لومړي وار یې د فوتسال نړیوال جام ته لاره وموندله.

له کرکټ وروسته فوتسال دوهمه ټیمي لوبه ده چې افغانستان پکې نړیوال جام سیالیو ته وځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...