یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهطالبان تر اوسه هم د بدخشان د معترضانو په کرارولو نه دي...

طالبان تر اوسه هم د بدخشان د معترضانو په کرارولو نه دي توانیدلي

تاند (سې شنبه، د ثور ۱۸ مه) له بدخشان څخه د باوري سرچینو د معلوماتو له مخې، د طالبانو چارواکي لا نه دي توانیدلي چې په داریم ولسوالۍ کې د خپلو ځواکونو لخوا د کوکنارو د کرلو په سر له بزګرانو سره د کړي متشدد چلند له امله معترضان کرار کړي.

دا اعتراضونه له تېرې جمعې ورځې وروسته د نظام الدین په نوم د یوه کروندګر د وژل کېدو او څو نورو کسانو د ټپي کېدو په غبرګون کې پيل شوي.

ځینو رسنیو د ټپیانو شمېر شاوخوا ۱۵ تنه ښودلی، خو طالبانو او معلومو سرچینو دا ارقام نه دي تایید کړي.

ویل کیږي چې دا اعتراضونه ارګو او ځینو نورو ولسوالیو ته هم پراخ شوي.

د طالبانو رئیس الوزرا د دوی د دفاع وزارت د لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت په مشرۍ یو پلاوی بدخشان ته لیږلی، چې دا قضیه وڅېړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وو، چې پلاوی به پېښه څېړي او هم به د کوکنارو د اړولو د کمپاین پر مهال د مزاحمت عاملان مومي.

د طالبانو د لوی درستیز په یوه رسنیز شوي پيغام کې د بدخشان چارواکو ته ویل شوي، چې خلک دې له اعتراضونو لاس اخیستو ته وهڅوي، کنه د طالبانو اضافي ځواکونه به بدخشان ته راشي او معترضان به وځپي.

ځینو رسنیو دا ادعا هم کړې، چې د طالبانو پلاوي د معترضانو له استازو سره لیدنه کې دوی ته د کرارېدو لپاره د پیسو وړاندیز کړی.

د معترضانو له قوله خبر ورکړل شوی، چې پر کروندګرو د ډزو د عاملانو محاکمه، له سیمې د غیر بدخشاني طالبانو د ایستو او خلکو سره په چال چلند کې د طالبانو د ښه کېدو شرطونه لري

د طالبانو د رژیم یو شمېر مخالفانو او منتقدانو د بدخشان ناندرۍ ته پراخ غبرګونونه ښودلي او د دوی خلاف یې د ولسي مقاومت نښې ګڼلي، خو د طالبانو پلویانو بیا دا موضوع عادي ګڼلې او په اړه یې پراخ خبرونه د دوی خلاف تبلیغات ګڼلي.

3 COMMENTS

  1. پدی خلکو کی هغه متعصب او مزدوری څیری باید ډیر ژر د قانون منګولو ته وسيارل شی دا متعصبه کسان د عامو خلکو له احساساتو ناوړه ګټه پورته کوی.له بدخشانه تر هلمنده او تر پکتیا او کنړونو دا یو افغانستان دی دلته سیمه شمال جنوب شرق او غرب ټول د یو قانون تر چتر لاندی باید وی

  2. د مخدره موادو تولید ، قاچاق او استعمال یې په ټوله نړۍ کې ممنوع دی ، د افغانستان پخوانی دولت د همدې شومې او منحوسې کرکیلې یعنې کوکنارو د کرلو له امله محکوم وو.
    طالب چارواکو یو له هغو کارونو چې تراوسه یې کړی ، د لنډغرو او جنګ سالارانو د نابودۍ ترڅنګ ، همدا د کوکنارو د کرلو ممنوعیت او د معتادینو د راټولو پروسه ده .
    د بدخشي ورونو دا غوښتنې چې د نورو ځایونو نظامیان د وشړل شي ، بېځایه ده . افغانستان یو مرکزي سیستم لرونکی دولت دی . د بدخشان نظامیان په لوګر ، خوست او غزني کې وظیفه اجراکوي ، په مقابل کې د نورو ولایتونو منسوبین په بدخشان او تخار یا نورو ځایونو کې دنده اجرا کوي .
    بنا د بدخشاني ورونو دا غوښتنې بېځایه دي. دواړه غاړې باید په دې برخه کې له نرمښت او انعطاف نه کارواخلي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب