جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهغني: افغان حکومت سولې ته ژمن دی، خو د پاکستان خبرو او...

غني: افغان حکومت سولې ته ژمن دی، خو د پاکستان خبرو او عمل کې توپير دی

تاند ( یک شنبه، د جوزا ۹مه) افغان ولسمشر محمداشرف غني وایي، افغانستان اوس په داسې یوه وضعیت کې قرار لري، چې لومړی باید له پاکستان او بیا له طالبانو سره سوله وکړي.

نوموړي د لوبې بدلون تر عنوان لاندې یوه لکچر کې د خبرو پر مهال ویلي، چې افغان حکومت سولې ته ژمن دی، خو د پاکستان په خبرو او عمل کې توپير دی.

د ولسمشر غني په وینا د افغانستان سوله د پاکستان په ګټه ده او که دغه هېواد خپلې خبرې او عمل یو ډول نه کړي نو افغان حکومت اړ دی، چې لومړی له دوی سره د سولې په لټه کې شي او بیا له طالبانو سره سوله وکړي.

پاکستان وايي، د دغه هیواد د طالبانو یو مشر په کونړ ولایت کې ترور شوی

هغه ټینګار وکړ چې پاکستان لا هم په سیمه کې د ترهګرو ډلو ملاتړی دی او پر دې واقعیت سترګې نه شي پټېدلی.

ولسمشر غني همدا راز زیاته کړې،چې طالبان باید له افغان حکومت سره یو ځای شي.

افغان ولسمشر ټینګار وکړ، چې طالبان د زور او وسلو له لارې بریا ته نه شي رسېدلی او افغان ځواکونو په وروستیو کې په مخامخ جګړو کې دغه ډله په شا تمبولې ده.

پاکستان: نور له حمدالله محب سره د رسمي کړنو په هکله اړیکې نه پالو

د یادونې ده، چې تېره ورځ د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب هم په یوه خبري کنفرانس کې وویل ، که پاکستان غواړي افغان سوله کې مثبت رول ولوبوي، د طالبانو او نورو غیر رسمي وسله والو ډلو له ملاتړ نه دې لاس واخلي.

هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه : « د چا په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوو، نورو ته هم اجازه نه ورکوو چې زموږ په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي».

1 COMMENT

  1. که د اکثریت اراده سوله وي ، نو ولې د سولې له مذاکراتو تښتئ . د استانبول کنفرانس ته ځانونه تیار کړئ ، هم خپل ملګري له مرګه نه وژغورئ او هم د افغانستان اکثریت ، بېوزلي خلک له مرګ ، کډوالۍ او زرګونو ستونزو وژغورئ . بیا به ټول افغان ملت ومي چې تاسو اکثریت یاستئ .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب